کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / اختریزه ډالۍ/ تپاندزُهاد

اختریزه ډالۍ/ تپاندزُهاد

تپاندزُهاد

موږغمزپلي يو وموږته په خنداشه راځه؟
زموږپه کلي چی راځی اختره؟

خفګان کړه ليري دیتیم خوله کی موسکاشه راځه؟
زموږپه کلي چی راځی اختره؟

دشهیدکورته چی ځی په احترام به ورځی؟
دژونداسره يی ته ئی په سترانعام به ورځی؟

سپیرو څیروکي ئي نری نری ښکلاشه راځه
زموږپه کلي چی راځی اختره؟

په ترږمو کی اوسو موږته رڼاؤی راوړه؟
غربي خزان زپلي موږته ښکلاؤي راوړه؟

قربان دی شم تیاره جهان ته په رڼاشه راځه؟
زموږپه کلي چی راځی اختره؟

چنار باروتو سوي چينه خفه خفه ده؟
ګودر سلګو نيولی غم يی په کورمیلمه ده؟

خوشحالي وسپړه زموږد زړه دوا شه راځه؟
زموږ په کلي چي راځی اختره؟

مسجدممبرمي ژاړي ته يی کړه اوښکي پاکي؟
دننګ سنګر مې ژاړي ته يی کړه اوښکي پاکي؟

دغم ټغر ته مو دمیني مسيحاشه راځه؟
زموږ په کلي چي راځی اختره؟

ډالي دمیني راوړه راته جانان جانان شه؟
غوټي دميني راوړه راته ارمان ارمان شه؟

دخوښي زیرې شه دژوند ستره دنياشه راځه؟
زموږ په کلي چی راځی اختره؟

راشه چي ښکل دي کړمه،تپاند،ارزو لرمه؟
راشه چي خپل دي کړمه،زُهاد،ارزو لرمه؟

دزړه په دښته مي دهیلو تمنا شه راځه؟
زموږ په کلي چی راځي اختره؟


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ