کور پاڼه / ټولنیزه برخه / له الله پاک نه، وېره مو د روزي دریڅه پرانیزي- ریښتنې کیسه‎

له الله پاک نه، وېره مو د روزي دریڅه پرانیزي- ریښتنې کیسه‎

ژباړه: م. حمدالله(دانشمند)

کیسه کا: یوي ناداره سړي په مکه(مکرمه) کې له خپلې نیکې ښځې سره ژوند کاوه. یوه ورځ یې خپل د ژوند ملګري ته مخ ور واړاوه، ورته کړه یې: ماته ګرانه! د خوراک او پوښاک له پاره خو یو څه په کور کې نشته؟

مېړه یې له کوره د بازار په لوري موخه کړه؛ سوچونو پر سر اخیستی: خدایه څه کار به ومومم کنه! بازار ته ورسېد، د کار موندلو په لټه کې شو؛ خو له پوره هڅو او ستړیاو سره – سره یې په موندلو بریالی نشو.

مکې(مکرمې) ته یې تشریف راوړ، دوه رکعته لمونځ یې وکړ؛ الله پاک ته یې لاسونه لپه کړل: اې د خزانو څښتنه نور مې له نادارۍ او محتاجۍ نه خلاص کړه!

له جمات (مسجد) نه د حرم(شریف) و غولي ته را ووت، ناڅاپه یې په یوه همیانۍ سترګې ولګېدې؛ کله یې چې وسپړله، زر(۱۰۰۰) دیناره یې پکې وموندل.

د کور پر خوا یې موخه کړه، پر شونډو یې موسکا خپره ده، د خوښۍ اثار یې له ورایه پر مخ څرګند دي. یاده همیانۍ یې و خپلې نیکې ښځې ته ونیوله، ټوله ماجرا یې ورته بیان کړه.

هغې ورته کړه: دا څه ولجه نه ده: چې ما او تا ترې ګټه پورته کړو، دا د حرم لقطه(د حرم په ساحه کې موندل شوی مال) ده، بېرته باید هغلته یووړل شي او خپل څښتن ته ورسول شي؛ ځکه په حرم کې د موندل شوي مال خوراک روا نه دی.

مېړه یې سمدستي همیانۍ واخیسته بیا یې د حرم شریف پر لور موخه کړه؛ یو سړی یې وموند، نارې وهي: چا د زرو(۱۰۰۰) دینارو همیانۍ موندلې ده. هغه د اعلان په اورېدو خوشاله شو، ورته ویلې: ما موندلې ده، داده ویې نیسه، ما د “حرم” په ساحه کې ومونده.

د همیانۍ څښتن تر ډېره و یاد ناداره ته کتل بیا یې ورته وویل: ځه داهمیانۍ واخله دغه ستا شوه؛ جیب ته یې لاس کړ، نهه زره(۹۰۰۰) دیناره یې نور را وویستل هغه ته یې ورکړل. ناداره سړی حیران شو؛ ور غبرګه یې کړه: ولي؟؟

د ورکې څښتن ورته کړه: د شام یوي هستوګن راته لس زره(۱۰۰۰۰) دیناره راکړل، راته یې کړه: ۱۰۰۰ ترېنه په حرم کې له همیانۍ سره وغورزوه، بیا اعلان وکړه، که هر چا درته ورکه همیانۍ درکړه؛ نو پاتې نهه زره(۹۰۰۰) هم هغه چا ته ورکړه؛ دا ځکه هغه امین(امانت ساتونکی) دی.

داچې هغه به په دې حالت کې  څومره خوښې څرګنده کړې وي؛ الله پاک پرې خبر دی.

{وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُۥ مَخْرَجًا}

ژباړه: څوك چي د الله پاک نه ووېرېږي، الله پاک به د هغه لپاره له ستونزو څخه د وتلو یوه لاره پېدا کړي.

یادونه: یو لړ دیني بوختیاو د دې ښکلا لرونکي “بڼ” له نندارې ویستی یم!

د یون موخه یې راته ډب کړې؛ نشم کولای، چې د دې زرین بهیر له ملو سره په خلاصو مټو رقابت وکړم؟!

قال المنادي : لقد أعطاني رجل من بلاد الشام عشرة آلاف دينار، وقال لي : اطرح منها آلف في الحرم، ثم ناد عليها، فإن ردها إليك من وجدها فأدفع المال كله إليه فإنه أمين، قال الله تعالى : “ومن يتق الله يجعل له مخرجاً ويرزقه من حيث لا يحتسب


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ