نظــر

احمدشاه مسعود د دواد خان پر وړاندې د بغاوت له کبله ملي قهرمان دی!

میرویس شاهین

همدا اوس مې مخې ته د جمعیت اسلامي ګوند اونیزه (مجاهد) اېښې ده چې د شهید اونۍ او د احمدشاه مسعود پنځلسم تلین ته ځانګړې شوې ده. د د دې اونیزې په درېیم مخ کې د (مسعود، مبارز معتقد، مستقل و بیګانه ستیز) تر عنوان لاندې یوه لویه لیکنه خپره شوې ده. په درېیم پراګراف کې یې داسې لیکلي: ((مسعود به مثابه یک جوان مسلمان، از همان روز های نخستین مبارزه اش که پرچم عصیان در برابر رژیم داود را که ان را «بیګانه پرور» می دانست بر افراشت….))

په دې کې شک نه شته چې احمدشاه مسعود د شوروي اتحاد پر وړاندې هم په لومړیو دوو درېیو کلونو کې د جهاد ناره پورته کړه، مګر ډېر ژر یې له روسانو سره هغه بدرنګه تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې روسانو کولای شول د پنجشېر له لارې خپل اکمالات وکړي او د مظلومو افغانانو وینې پرې تویې کړي. که تاریخ ته لږ دقیق ځیر شو، د ده اصلي مبارزه له ۱۳۷۱ کال را په دې خوا، کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل پیل شوه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۱ زور واخیست.

له دې څخه دا جوتېږي چې په کورنیو جګړو کې له شک پرته لومړی اتل احمدشاه مسعود دی. احمدشاه مسعود هغه کس دی چې تر بل هر چا وړاندې یې د کورنۍ جګړې پر مهال د افغان وژنې په لړۍ کې خپلې مټې راونغاړلې او جګړې ته یې زور ورکړ. احمدشاه مسعود که له روسي یرغل مخکې و، یا وروسته؛ د افغان وژنې سرلاری و. ځکه دوی په خپله خوله او خپل قلم وایي چې د افغانستان د لومړني جمهور رییس داود خان پر وړاندې د بغاوت ناره همدې احمدشاه مسعود او ملګرو یې راپورته کړه.

موږ د احمدشاه مسعود په قهرمانۍ او اتلولۍ ډېر بحث نه کوو؛ خو ملت ته باید سپینه شي چې غازي امان الله خان په حقه و که حبیب الله کلکاني؛ دغه راز داودخان د دې هیواد غمخور و، که احمدشاه مسعود. دا شونې نه ده چې په تور او سپين یو ډول قضاوت وکړو، یا دواړه تور وبولو یا سپين. تور تور دي او سپین سپين، دا هېڅکله بدلون نه شي موندلی. له همدې کبله ملت ته باید روښانه ځواب ورکړل شي، که احمدشاه مسعود ملي اتل وي، نو نور موږ باید داود خان ته د الګو او اتل په سترګه و نه ګورو؛ ځکه که دی سم کس وای، نو ملي اتل؟ احمدشاه مسعود به یې پر وړاندې بغاوت نه کاوه. او که چېرې داود خان په واقعي ډول سره د دې هیواد غمخور او یو ازادي غوښتونکی کس وي. نو بیا خو ضرور نه ده چې هر چا ته اتل وویل شي او بېځایه د زنده باد نارې ورپسې بدرګه شي. نور نو ضرور نه ده چې زموږ مشران او کشران د ده په نمانځغونډو کې په خورا ویاړ ګډون وکړي، ده ته د ملي اتل او د ازادۍ د سرلاري بې بیې لقبونه ورکړي او په هر دفتر او هره کوڅه کې د ده د انځورونو بندولو ته اجازه ورکړي.

غواړم، د نوموړو کسانو د مجازي اتلولۍ راز له بلې لارې هم په ثبوت در ته ورسوم. اتل هغه څوک دی چې له ځان سره نور اتلان وروزي، اتل هغه دی چې په خپلو پلویانو کې هغه خصوصیتونه او ځانګړني پیدا کړي، کومې چې په همدې اتل کې شته. او د دې برعکس د کورنیو جګړو سرلاری باید داسې کسان روزي او داسې پلویان پیدا کوي چې د ده تر مرګ وروسته عام خلک وځوروي، په کورنۍ کچه بدماشي وکړي او په حق او ناق د کورني تشنج د رامنځته کولو له کبله په موټرو کې ناست وي او په هوایي او ځمکنیو ډزو سره کورنۍ جګړې ته زمینه برابره کړي.

د پورتني فورمول له مخې؛ راځئ قضاوت وکړو چې د احمدشاه مسعود پلویانو له هغې ورځې چې نوموړی وژل شوی، کوم ډول خاصیتونه له ځانه ښودلي؟ ایا د یوه اتل د پلویانو په توګه یې په ځان کې د یوه اصلي اتل د پلوي ځانګړنې خپلې کړې دي؟ د ده تلین یې په انساني او اسلامي لاره نمانځلی او د ټولنې له نورو افرادو سره یې په درسته توګه چلند کړی؟ کنه د یوه کورني جنګسالار د پلویانو په څېر یې هر ځای د خپل ټوپک او ټانک د زور ننداره وړاندې کړې او په هره کوڅه او سړک یې د عامو او مظلومو افغانانو وینې تویې کړې دي؟

زه فکر کوم، دا قضاوت به د ټولو لپاره ډېره اسانه وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زما له نظره داوو په پیل کې د کمونستانو ملاتړی او د سلګونو مسلمانو مبارزینو قاتل پاته شوی دی دا چې بیا وروسته د کمونستانو له خوا ووژل شو نو ځنې خلک یې شهید بولي، سره لدې چې مجرم کمونستان دده پر مټ واک ته ورسېدل. همدارنګه احمدشاه مسعود په پیل کې د ټول ملت په شان د کمونستانو مخالف او د روسانو د وحشي یرغل په وړاندې مجاهد وو، خو دا چې وروسته په قومي تعصب کې غرق او د کفر او پردیو تر ښکاره ملاتړ پورې مخ په وړاندې ولاړ او د خپل وولس د کړي جهاد هیلې… نور لوستل »

خپلواک

شاهین صاحب ! زه د غوربندی صاحب د نظر ستاینه کوم ولی غوربندی صاحب بیا هم هغه څه چه تیرشوی د تبصری د لویوالی له امله نه دی لیکلی . ایزمونه او په ځانګړی ډول نشنلیزم ( وطن پرستی ) د یهودی نړیوال استعمار وسله او وسیله ده ، ختیر کی یی د کمونیزم او لویدیز کی یی د کاپیتالیزم او سکورلریزم د الجادی ایزمونو به واسطه مظولم اولسونو د غلامولو او استثمارولو هڅی پیل کړی مګر مظلومو اولسو د سبيڅلی جهاد په زور او د الله په مرسته ورته ملا ماتوونکی ځواب ورکړو کمونیزم الحادی فلسفه یی د راتلونکو… نور لوستل »

نادر خان

زما له نظره شوراي نظار جنكي قومندان مفسود يو ياغي باغي كس وه
زكه د وخت شرعي امير المؤمنين عليقدر ملا محمد عمر رحمه الله تعالى عليه
باندي خروج كري او زيات بي كناه مسلمانان او افعانان يي شهيدان كري
د ته د شهيد ويل شرعاً ندي صحيح

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x