نظــر

له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په هکله زما خاطره

نن سبا د امریکا سره د امنیتی تړون خبري ډیرې کښته او پورته کیږي. غواړم چې د

همدې تړون لومړی پړاوو  په هکله چې په ۲۰۱۲ کال کې د اوباما او کرزی تر منځ لاس لیک شو خپله خاطره ولیکم..

 کله چې اوباما په  په ۲۰۱۲ کال د می په ۲ نیټه په توره شپه کابل ته راغی او کرزی یی له خوبه را پاڅول او تړون یی پرې امضا کړ نو په سبا یی ما په انټرنټ کې د تړون انګلیسی کاپی پیدا کړه او ومی لوستله،

د نوموړي تړون یو څو برخی ما ته افغانستان د ملی منافعو مخالفي معلومې شوې نو له ځان سره می هغه ځایونه په نښه کړل او سبا ورځی په دوران  د دوشیشا په پوهنتون کې یوې جاپانې پروفیسري چې په نړیوالو اړیکو کې   ۴۰ کلنه تجربه لري د نوموړو په نښه شویو  ځایونو د شریکولو لپاره ورغلم.

کله چې می  د افغانستان او امریکا په هکله د تړون یو څو برخی ورته یادې کړي او خپل تشویش می ورسره شریک کړ نو په داسی حال کې چې نوموړې پورفیسرې دغه تړون مخکې له مخکې لوستلی وو زما خبري  تاييد کړي .  او بیا دې په تړون باندې خبري پیلې کړي خلاصه دا چې ما ته یی وویل چې دغه تړون کې یې  تاسی د تل لپاره غلام کړي یاست.   دا تړون ستاسي د ملی منافعو سره  سل په سلو کې په ټکر کې دی.  او د مسخرې په خندا سره یی وویل چې دا به تاسی منی؟! او بیا یی راته وویل چې امریکا په موږ باندې هم همداسي تړون لاسلیک کړی دی.

 خیر په سبا یی له خپل یوه افغان ملګري سره چې په نړیوالو زده کوو کې ماستري تر لاسه کوي  مخامخ شوم. ما ته یی وکتل او په په مسخره سره یی ما ته وویل: څنګه شو! د امریکا زور خو به منی !  څنګه یی سند په افغانستان باندې لاسلیک کړ!  ماصرف دومره ورته وویل چې له دې نه مخکې هم ډیرو زورورو سره  ډیر تړونونه امضا شوي دی خو پایله یی ما او تا ته معلومې دي  او ورنه لاړم.  

په بلی ورځی کې می یو بريښنالیک تر لاسه کړه چې زمونږ یوه ملګري د امریکا سره د ستراتژیک سند انګلیسی کاپی هم رالیږلي ده. زه یی پکې سی سی نیولی او نورو ته یی هم دغه بریښنالیک لیږلی.   ټولو ته یی مبارکي ورکړي چې اوس په افغانستان کې امن راځی امریکا له افغانستان سره سند امضا کړ.   دا د کرزی د حکومت تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده.  ما د ایمل ځواب کې ورته صرف دومره ولیکل چې د سند کاپی می ترلاسه کړه.

سبا ته د نوموړی ملګري چا چې بريښنالیک رالیږلی وه کوټی ته ورغلم ډیر زیات خوشحال وه ورته ومی ویل ولي دومره خوشحال یی؟  آیا د غلامی سند په اخیستلو باندې سړی دومره خوشحاله کیدی شي؟  نوموړی راسره بحث شروع کړ چې نا دا د غلامی تړون نه دی،   ته هم د جاپانی پروفیسرانو غوندې نظر لري یوه جاپانی پروفیسر وویل چې افغانان بايد دغه سند ونه مني او جګړې ته ادامه ورکړي،حال دا چې  دا د افغانستان لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده. اوس به افغانستان د ګاونډیانو نه په امن کې وي افغانستان په پرمختګ وکړي او…… ما  له نومړي سره د بحث نه صرف نظر وکړ دومره مي ورته وویل چې آیا تا دغه سند لوستی دی؟  نوموړي وویل:  نه له ماسره وخت نشته.  بیا ما ورته دومره وویل چې ته شرمیږي نه چې یوشی دی لیدلی نه وی او هسی ورته خوشحال یې او په پټو سترګو یی مني او ورڅخه لاړم.

خبره خو په همدې ځای کې بشپړه شوه خو وروسته می له ځان سره فکر وکړ چې موږ افغانانو څومره  بدبخته یو.  زموږ هغه کسان چې د هېواد نه بهر د ماستري درسونه وایی په پټو سترګو د امریکا په هر کار باندې ایمان لري که هغه صحیح وی که غلط.

آیا د امریکا یا د بل هېواد په خبرو باندې په پټو سترګو ایمان لرل د یوه افغان مسلمان له شان سره مناسب دی؟

 آيا  واقعي مسلمان  الله ج هغه کلام په منلو کې دوه زړه کیدای شی  چې ټوله نړۍ يې وړاند وینو ته تسلیمه ده او هغه فرمایی چې یهود او نصارا  ستاسو نه دوستان کیږي او له دوی سره دوستی مه کوي؟  

آيا مسلمان خپل رازق د الله نه پرته بل ذات ګڼلی شي؟

آیا مسلمان خپل ځان په خپل دوښمن باندې ساتلی شی؟

نو ګرانو افغانانو ورونو!

که مونږ واقعي مسلمانان یو  نو د امریکا سره امنیتی تړون ته باید خوشحاله نشو. توکل په الله وکړو او په دې فکر کې شو چې دغه وطن بايد موږ خپله آباد کړو، امنیت یی باید په خپله وساتو، خپل مصارف کم کړو او په خپلو کمو عايداتو باندې قناعت وکړ او کوښښ وکړو چې دغه عايدات د خیرات په ځای په خپلو مټو او له نورو سره د تجارت په ذریعه  ډیر کړو،  ځکه هیڅ څوک بلخصوص غیر مسلمان د  کوم  ځانګړي هدف  نه پرته له موږ سره  مرسته نه کوي.  د پښتو دغه متل باید په یاد وساتو چې پردی کټ تر نیمی شپی وي.

والسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

ستاسو ورور احمد جاوید شکیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x