
د قومندان مسعود پلویانو د هغه د مرګ ورځ د وسلو په نمایش او خلکو په ویرولو ولمانځله – ویډيو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پخواني ټوپکسالار او د جمعیت اسلامي ګوند مخکښ قومندان احمدشاه مسعود د مرګ ورځ د هغه د پلویانو لخوا د وسلو په ښودلو او د خلکو په ویرولو سره ولمانځل شوه.
احمدشاه مسعود ۱۵ کاله وړاندې د ستمبر د میاشتې په ۹مه نېټه د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوه تنو عربو سرتیرو بریدګرو لخوا و وژل شو.
نن په همدې مناسب عمومي رخصتي وه چې په رسمي او نا رسمي بڼه د هېواد په یو شمېر سيمو کې ولمانځل شوه.
پلازمېنه کابل کې د مسعود د وژنې ورځ د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د هغه د پلویانو لخوا د وسلو په نمایش، د خلکو په ځورونې او په عامو لارو او کوڅو کې په ډزو کولو سره ولمانځل شوه.
دغه ډلې په خپلو لاریونونو کې نن یو ځل بیا د افغانستان بیرغ پر ځای د مجاهدینو د دورې بیرغ رپولو.
د لومړنیو راپورونو له مخې تر دې دمه د قومندان مسعود د پلویانو له لورې ۴ بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي او څو نور ټپیان دي.
امنیتي ځواکونو تر دې دمه د دغو وژنو په تور هېڅوک نه دي نیولي.