کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کابل: د پارلمان وکیل فرهاد مجیدي ساتونکو یو پولیس افسر وژلی

کابل: د پارلمان وکیل فرهاد مجیدي ساتونکو یو پولیس افسر وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د قومندان احمدشاه مسعود پلویان د هغه ورځ د وسلو په نمایش، ناتاره هوايي ډزو او د عامو خلکو په ځورونې سره لمانځي، د هرات د خلکو استازي ساتونکو د پولیسو سره نښته کړې.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کړی او ویلي يې دي چې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو او د هرات د خلکو استازي احمدفرهاد مجیدي د ساتونکو تر منځ نښته شوې چې له کبله یې یو پولیس افسر هم وژل شوی دی.

مجیدي هم د پېښې پخلی کړی خو ویلي یې دي چې د نښتې پر مهال هغه نه و موجود خو دوی به يې په اړه څېړنې وکړي.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي هم د یادې پېښې تایید کړی او په وینا یې نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو غوښتل یو تورن کس ونیسي.

د یاد پولیس افسر د وژنې په تور تر دې دمه د فرهاد مجیدي پنځه ساتونکي نيول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نن د پخواني ټوپکسالار احمدشاه مسعود پلویان د هغه ورځ لمانځي. د دغې ډلې په ناتاره ډزو کې تر دې دمه څلور بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ