د نن سرلیکنه

د کابل او واشنګټن د پټې یارانې استراتيژک اسرار

نن ټکی آسیا – سرمقاله: نن او تیره ورځ یوشمیر رسنیو د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک کیدونکي امنیتي تړون په اړه یو اشد محرم لیک ، کوم چې په امریکا کې د افغانستان سفیر له خوا کرزي ته استول شوی، افشاء کړ .

دغه لیک چې د خپل نوعیت له مخې اشد محرم سند ښودل شوید کرزي او امریکایانو ترمنځ د استراتیژیک تړوناصلي ماهیت ښه واضح کړیدی .

دا چې د دې اشد محرم سند د افشاء کولو ترشا د چالاس، او له افشاء کولو څخه یې موخه څه ده بیله خبره ده ، خو لیک په خپل ځای کې د استراتیژیک تړون په اړه یولړ ډیر مرموز اسرار ښه را سپړلي او لوڅ کړي دي.

هغه اسرار چې په دې لیک کې افشاء شوی هغه دا دي چې تراوسه پوري هم امریکایانو او هم د امنیتي تړون د لاسلیک کولو پلویانو د تړون د لاسلیک کولو لامل له افغانستان سره د امریکا د اقتصادي او پوځي مرستو تداوم باله ، خو دهمدغه لیک له مخې د کابل او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې له ۲۰۱۴ وروسته اصلا د اقتصادي او پوځي مرستو د تداوم په ځای نور داسې موضوعات ځای پر ځای شوي چې هغه ټول په سیمه کې د امریکايي مصالحو د تحقق په محور راڅرخي او افغاني جانب پکي له هرڅه بي برخې شوی دی .

دبیلګې په توګه د دغه محرم سند په دوهمه ماده کې راغلي : (دوهمه ماده)”هغه مذاکرات چې مونږ د امريکا او افغانستان د امنيتي او دفاعي همکاريو د تړون په هکله وکړل، له هغو څخه زمونږ برداشت دا دی چې امريکا د دې سند په امضاء کولو سره د افغانستان لپاره هيڅ ډول واجب تعهد او امنيتي تضمين ته حاضره نه ده، د دې سند امضا کول د افغانستان د امنيتي ځواکونو څخه د حمايت د تداوم لپاره يواځې د زماني تضمين په معنا دی، نه د الزامي تضمين په معنا، علاوه پر هغې دا سند د ټولو اړخونو لپاره د يو سياسي پيغام په توګه د امريکا په مشرۍ د لويديځ د نظامي حضور او حمايت د استمرار په معنا دی.” همدا راز د دې محرم سند په دریمه ماده کې په افغانستان کې د امریکايي پوځي فعالیتونو د عدم محدودیت په اړه داسې لیکل شوي : (دریمه ماده) د امريکا متحده ايالات په دې لټه کې دي چې ځواکونه يې د دې استراتیژیک تړون د محتوا په اساس له ۲۰۱۴کال وروسته پرته له کوم محدوديته د عمل له آزادۍ برخمن وي .

دکرزي او امریکا ترمنځ په استراتیژیک تړون کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د قضايي مصؤنیت خبره هغه ټکی دی چې کرزی غواړي په اړه یې راتلونکې مشورتي لویه جرګه پریکړه وکړي ، خو تر مشورتي لویې جرګې له مخه امریکایانو د هغه په اړه خپله پریکړه کړې ، چې په دې اړه د دغه محرم سند په نهمه ماده کې داسې راغلي :

نهمه ماده: امريکايي لوری علاقمند دی چې ټول موارد د مذاکره کوونکو د پلاوي په سطح حل او فصل کړي، او د قضايي مصونيت (jurisdiction) څرنګوالی د دواړو هېوادونو د ولس مشرانو فيصلې ته پرېږدي، امريکايي اړخ په دې ټينګار کوي، چې په دې مورد کې د دواړو ولسمشرانو (کرزي او اوباما) تر منځ موافقه شوې ده، د افغانستان له ولس مشر(کرزي ) څخه نقل کوي، چې نو موړي امريکايي اړخ ته داسې وعده ورکړې چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو دقضايي مصئونيت صلاحیت د امريکا نظامي ځواکونو ته سپارل شوی دی.

په افشاء شوی محرم لیک کې نورهم ټول داسې موضوعات ځای پرځای شوي چې له مخې یې دا ثابتیږي چې د کرزي او امریکا ترمنځ استراتیژیک تړون ټول مندرجات دامریکايي منافعو د تحقق په غرض وضع شوي او مخکې تر مخکې فیصله شوي او منل شوي هم دی ، او راتلونکې مشورتي جرګه هسې تشه په تشه د دو هدفونو لپاره راغوښتل شوې :

لومړی:کرزي پوهیږي چې دغه ډول د امریکايي مصالحو تضمینوونکی امنیتي تړون د خپل هیواد او ولس دعلیامصالحو په خلاف ستر ملي خیانت دی ، نوموړی غواړي چې په دغه ملي خیانت کې دځان لپاره نور خائن شریکان هم ورګډ کړي .

دوهم : کرزی غواړی په دغه ډول نمایشي حرکاتو سره یوشمیر ساده ګان تیر باسي چې ریښتیاهم نوموړی د هیواد دملي قضایاوو په اړه دولس داستازیو مشورو او رأیوته درناوی لری .

خو حقیقت دا دی چې کرزي د امریکایانو دیوه تحت الحمایه ګوډاګي په څیر اصلا په دې مجبور دی چې یواځې د امریکایانو هغه اوامر طوعا اوکرها ومني چې په افغانستان اوسیمه کې د امریکايي مصالحو تضمینوونکي وي ، نه دخپل هیواد او ولس دلوړو ګټو په پام کې نیول .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x