کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د روزګان د جګړې قومانده جنرال رازق پر غاړه واخېستله

د روزګان د جګړې قومانده جنرال رازق پر غاړه واخېستله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د روزګان ولایت مرکز ته له څو ورځېنۍ جګړې وروسته طالبان ننوتلي دي او د ولایت په مقام او امنیه قومندانۍ درنه جګړه روانه ده، د دولتي ځواکونو له خوا د جګړې قومانده د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق پر غاړه اخېستې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې جنرال رازق خپل کومکي ځواکونه د روزګان مرکز ترینکوټ ته لېږلي او د ناټو ځواکونه هم د هوا له لارې د دولتي ځواکونو مرسته کوي.

هغه منلې چې په ترینکوټ ښار کې بهرنیو ځواکونو په طالبانو د هوا له لارې څو بریدونه کړي دي.

بل لورې د روزګان د خلکو استازې ریحانه ازاد طلوع نیوز ته ویلي چې د جنرال رازق وسله‌والو څو ساعته د طالبانو سره جګړه کړې خو تر دې دمه نه دي توانيدلي چې طالبان پر شا کړي.

تر دې وړاندې د روزګان سیمه‌ییزو چارواکو چې د مرکزي حکومت څخه يې د کومکي ځواکونو غوښتنه کړې وه ویلي وو چې ترینکوټ ته ۱۰۰ کمانډو ځواکونه رسیدلي دي.

دولتي سرچېنې وايي چې طالبانو نن پنجشنبه بریدونو ته زور ورکړی، د ښار نېږدې ټولې پوستې یې نیولي او د ولایت پر مقام او امنیه قومندانۍ جګړه روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په رزګان ولایت کې د دولت ټولو پوځي او ملکي
کارمندانو ته د عمومي بخښنې اعلان کړی وو او هغوی ته یې ډاډ ورکړی وو چې په خوندي ډول به یې خپلو کورونو ته رسوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. یوه ورځ به دا د صلیبیانو تازي سپی هم مردار او لومي ته برابر شي !!