افغانستان

طالبان : د ډاکتر حقاني شهادت ستره ضایعه ده؛ خو ځای به یې تش نه پاتې کیږي

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوه تروریستي برید په پایله کې د خپل لوړ-پوړي چارواکي- ډاکتر نصیرالدین حقاني- له لاسه ورکول ومنل او دا یې خپل دښمن یوه ناځوانمردانه او تروریستي برید وباله او سخته غندنه یې کړې ده.

طالبانو د خپل دغه لوړ-پوړي چارواکي  هڅې او مبارزه ستایلې  او په وینا یې :« د جهاد په لاره کې د  نوموړي هلې ځلې دزیات قدر وړ وې  ، شهید ډاکټر نصيرالدين حقاني رحمه الله  دخپل ژوند ترپايه د اشغال په وړاندې  د مبارزې په ميدان کې پاتي شو، چې دښمن د ده  ميړانه او د جهاد په لاره کې فعاليت نشوای برداشت کولای ،  واقعا د  نوموړي شهادت د اسلامي امارت او ټول افغانستان لپاره لويه ضايعه ده.»
دوی همداراز ویلي چې  دښمن نشي کولای چې د دوی منځ کې خلاء راولي او خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، بلکي د دوی په خبره :« دا ډول  ترورستې کړنې   به  د جهاد پر پیاوړي اوپراخ روان بهیرباندي هیڅ  ډول منفي  اغیز  ونه  کړي ، د جهاد په لار کې  شهادت  زموږ ویاړ او تر ټولو ستر ارمان دی، ډارن دښمن نشي کولای د مجاهدینو په شهادت سره خپل شوم اهداف ترلاسه کړي ، د افغانستان اسلامي امارت هغه اسلامي اوملي جوړښت اوبنیاد دی چې  دیوه شخص دشهادت سره په لسهاوو نور وفادار ځوانان  په کې سرښندنې او قربانۍ ته  تیار شوي او د خپلو شهیدانو ځای يي  ډک کړی دی . »

د طالبانو له لوري د را استول شوي پیغام بشپړ متن :

د ډاکټرنصیرالدین حقاني د شهادت په اړه د اسلامي امارت  د رهبري  شوری  د  تسلیت پيغام

اعوذ بالله من الشيطان الرجيم :

بسم الله الرحمن الرحيم

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلا  (الاحزاب 23)

په ډیره خواشینۍ سره خبرشولوچې  داسلامي امارت درهبري شوری غړي وتلي جهادي اوعلمي شخصیت محترم مولوي جلال الدین حقاني صاحب حفظه الله  مشرزوی  (ډاکټرنصیرالدین حقاني  تقبله الله)د دښمن په یوناځوانمردانه ترورستي  بریدکې په شهادت ورسید.  انالله واناالیه راجعون

اسلامي امارت  د ډاکټرنصیرالدین حقاني رحمه الله  دشهادت له امله د نوموړي والد(داسلامي امارت درهبري شوری غړي جهادي او علمي شخصیت  محترم مولوي جلال الدین حقاني حفظه الله ) ، وروڼو،  د نوموړي درنې کورنۍ او د  اسلامي امارت  ټولو مجاهدینوته  د تعزیت او تسلیت مراتب وړاندې کوي، څرنګه چې نوموړي د جهاد په لاره کې خپل روح خپل خالق او مالک جل جلا له ته سپارلی ، د الله تعالی له دربار څخه  ور ته د فردوس جنت غوښتنه کوي  ، دغه راز یې قریبانوته هم له اللهي دربار څخه جمیل صبر او عظیم اجر غواړي .

د جهاد په لاره کې د  نوموړي هلې ځلې دزیات قدر وړ وې  ، شهید ډاکټر نصيرالدين حقاني رحمه الله  دخپل ژوند ترپايه د اشغال په وړاندې  د مبارزې په ميدان کې پاتي شو، چې دښمن د ده  ميړانه او د جهاد په لاره کې فعاليت نشوای برداشت کولای ،  واقعا د  نوموړي شهادت د اسلامي امارت او ټول افغانستان لپاره لويه ضايعه ده.

 موږ  دماتې خوړلي   غلیم  دغه بزدلانه عمل  په کلکه غندو  اودښمن ته ورپه زړه کوو  چې  ستاسې   دا ډول  ترورستې کړنې   به  د جهاد پر پیاوړي اوپراخ روان بهیرباندي هیڅ  ډول منفي اغیز  ونه  کړي ، د جهاد په لار کې  شهادت  زموږ ویاړ او تر ټولو ستر ارمان دی، ډارن دښمن نشي کولای د مجاهدینو په شهادت سره خپل شوم اهداف ترلاسه کړي ، د افغانستان اسلامي امارت هغه اسلامي اوملي جوړښت اوبنیاد دی چې  دیوه شخص دشهادت سره په لسهاوو نور وفادار ځوانان  په کې سرښندنې او قربانۍ ته  تیار شوي او د خپلو شهیدانو ځای يي  ډک کړی دی   ، د ډاکټر نصير الدين له شهادت سره  به هم  په سلهاوو نور ځوانان د نو موړي  ځای ډک  او د دښمن په وړاندي به خپلې جهادي مبارزې ته دوام ورکړي .

د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری

۱۴۳۵/۱/۹هـ ق

۱۳۹۲/۸/۲۱هـ ش ــ 2013/11/12م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x