کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبان وايي د چاپې پر مهال یې ۵ امریکايي عسکر وژلي دي

طالبان وايي د چاپې پر مهال یې ۵ امریکايي عسکر وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه خبرپاڼي رالیږلو سره ادعا کړې چې د امریکايي او دولتي عسکرو ته یې هغه مهال مرګ ژوبله ور اړولې کله چې هغوی د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ کې د وزیرو په شمک سیمه کې د طالبانو په مرکز چاپه ووهله.
نوموړي ویلي چې امریکایان او دولتي عسکر د چاپې پر مهال له سخت غبرګون سره مخ شول ځکه ورته درنه مرګ ژوبله ورسیده.

نوموړي د دولتي عسکرو په اړه دقیق شمېره نه ده څرګنده کړې خو ویلي چې هغوی ته هم مرګ ژوبله رسیدلې.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا امریکايي ځواکونو د دولتي ځواکونو په ملتیا د افغانستان په شرقي ولایتونو کې چاپې وهل پيل کړي او د لاسته راوړنو ادعاوي کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دغه نښته کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي دي او یو تن بل ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکايي ځواکونو هغه مهال په سیمه کې پر ولسي کورنو بمبار وکړ کله چې په چاپه کې د طالبانو د مقاومت سره مخ شول او مرګ ژوبله یې ولیده، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

باید وویل شي چې د افغانستان په روانه شخړه کې ټولي ښکېلي خواوي یو بل ته د درندو تلفاتو اړولو خبرونه ورکوي خو دداسي خبرونو تصدیق د ازادو خبریالانو لپاره د امنیتي ستونزو له امله هر وخت ممکن نه وي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. دلېوني سپویو په مردارېدو ډېر خوشاله شومه خدای پاک دې زما وروڼو ته نور هم قدرت ، همت او زړورتیا ورکړي !