naseer haqqani

د پاکستان له زړه نه د حقاني په زړه مرګونی ګزار

تیره شپه ناوخته ستړی ستومانه کور ته راغلم د عادت له مخې مې کمپیوټر خلاص کړ چې ناڅاپه مې په دې خبر سترګې ولګیدې (د جلال الدین حقاني څلورم زوی نصیرالدین حقاني ووژل شو) سخت ټکان مې وخوړ. خو بیا مې هم د خبر تر تفصیل پورې ځان ته عارضي ډاډ ورکړ چې کیدای شي غلطه وي ځکه چې نصیرالدین خو د حقاني مشر زوی دی او دلته څلورم زوی لیکل شوی خو د تفصیل په لوستلو سره مې زړه ته ولویده چې دا خبر بالکل رښتیا دی.

نا معلومه وسلوالو نصیرالدین حقاني د پاکستان په زړه اسلام آباد کې په ډزو ووژلو.
انا لله واناالیه راجعون، ظالمانو د ډاکټر نصیر په شهادت سره د حقاني کورنۍ ځلانده څلورم څراغ هم ور مړ کړ، د الله تعالی څخه د نوموړي شهید لپاره لوړ درجات او د هغه دردیدلې کورنۍ ته د صبر جمیل او اجر عظیم غوښتونکي یو او په دې غمژنه پیښه کې د دوی سره ځان پوره-پوره شریک ګڼو.
نصیر الدین حقاني د جلال الدین حقاني مشر زوی د ښایسته ځوانۍ، دنګې ونې او لوړو اخلاقو څښتن و، ټول عمر یې د مجاهدینو په خدمت کې تیر کړی و، د جهاد په لار کې یې ډیر مشکلات برداشت کړي و، د زندان کړاوونه یې هم زغملي و، خپل درې ځوانان ورونه یې هم په دې لاره کې خاورو ته سپارلي و، او بالاخره په همدې لاره کې یې د سر قرباني هم ورکړه او زما غوندې ډیر ملګري او ټول مجاهدین یې په خپلې جدايۍ سره غمژن کړل.
                                په ګوګل کې مې زړه خوړین شو شوه مضره جدايي ستا
                               دچنار غوندې رنځور یم له بې شمیره جدايي ستا
په تیرو څلورو کالو کې د جلال الدین حقاني صاحب څلور زامن په شهادت ورسیدل، د حقاني صاحب کشر زوی عمر په خوست کې د مخامخ جګړې په نتیجه کې په شهادت رسیدلي و. بل زوی یې محمد په وزیرستان کې د یوې جنازې پر مهال د امریکايي بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغی، او دریم زوی بدرالدین حقاني هم تیر کال د ډرون برید له امله په شهادت ورسید او دا دی د حقاني صاحب څلورم زوی چې تر ټولو مشر و په پاکستان کې د یو مسلح برید په نتیجه کې په شهادت ورسید چې په دي سره حقاني او د نوموړي کورنۍ د افغانستان، پاکستان او امریکا درې واړو له خوا متضرره او په زړه زخمي کړای شوه، خو حقاني صاحب او د هغه کورنۍ بیا هم په پوره صبر او استقامت سره خپله مبارزه جاري ساتلې او د نوموړي دوهم زوی سراج الدین حقاني (خلیفه) اوس هم د جهاد په سنګر کې ولاړ او د مجاهدینو قیادت په غاړه لري، خو د ورونو هغه تشه به یې همیش ځوروي کوم چې د ده څلور خواوې پرې ډکې او په روان جهاد کې د ده همکاره و، یقینا چې دغه مسئولیت او دروند بار چې ورونو د ده سره سپک کړی وو د هغوی په جدايي سره به ده باندې ډیر دروند او ستونزمن شي، د دې باوجود چې ټول مجاهدین د یو او بل سره د ورونو په څیر په درد او غم کې شریک دي او د سر په بیه د یو او بل څخه دفاع کوي خو بیا هم دا یو طبعي امر دی.
زما په نظر په ټول افغانستان کې به دا ویاړ او ځانګړتیا صرف د حقاني صاحب د کورنۍ په برخه وي چې دوی په دواړو جهادونو (د روس خلاف او د امریکا خلاف) کې د مجاهدینو د قیادت په کچه خدمت ترسره کړی او د خپل کور او فامیل څخه یې ډیر شهیدان هم ورکړي دي، الله تعالی دې د دوی ټولې قرباني او خدمتونه قبول کړي، او ددی شهیدانو او قربانیو په برکت دې الله تعالی په افغانستان کې سرتاسري امن او اسلامي نظام راولي ترڅو زمونږ د کونډو او یتیمانو اوښکې وچې او د ټولو شهیدانو نیمګړي ارمانونه هم پوره شي.

لیکوال: ابوحدیر

کالم: توره لیکل کوي

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د