نظــر

ستراتیژیک تړون او که د دایمی غلامۍ سند؟!!!

دا ډیر وخت کیږی چی د خبري رسنیو له خولې څخه د ستراتیژیک تړون په اړه ډول ډول څرګندونې اورو، که حقیقت ته سر ورښکاره کړو د امریکایی نیواکګرو لاسپوڅي ډیر ورته خوشبینه دی او هر باغیرته او بااحساسه افغان بیا ډیر خفه معلومیږی هسې نه چی دغه د دایمی غلامۍ تړون په رښتیا سره د ګوتو په شمیر د کرزی د لاسپوڅې ادارې شرابیان او هیرونیان او په ډالرو اخیستل شوی ملایان ورسره امضاء کړی چی د افغانانو په لمن باندې د تل لپاره یو تور داغ پاتی شی،

دا هغه څه دی چې په تلویزونی چینلونو، ویبسایټونو، او ورځپانو د مهمو موضوعاتو څخه ګنل کیږی او هر وخت بحث ورباندې څرخیږی، لکه څرنګه چی صلیبی نیواکګرو د اشغال له پیل څخه زمونږ د ګران هیواد په حریم باندې فوځی یرغل وکړ او په زرګونو میندې یی بورې کړې او په زرګونو هیوادوال یی یتیمان، او په زرګونو نور یی شهیدان کړل دا ټول د هغه څه په نیتجه کی هیوادوالو ومنل چی د صلیبی طاغوت له کرغیړنو غوښتنو څخه یی کرکه لرله نه یی غوښتل چی صلیبیان خپلو شومو موخو ته ورسیږی او په نتیجه کی یی غربی ډیموکراسي پلیت نظام زمونږ په ګران هیواد کی پلي کړي نو ځکه د  الله جل جلاله د رضا او د هیواد د دفاع په خاطر له هر څه نه تیر شول او هر قسم ستونزې یی ومنلې خو د غربی ډیموکراتانو ناوړه غوښتنو ته یی منفی ځواب ورکړ، همغه ؤ چی د الله جل جلاله په فضل او خصوصی کرم سره وتوانیدل چی خارجی نیواکګرو ته د خپل سر په کاسه کې اوبه ورکړي او د هغوی غرور او دبدبه یی ماته کړه بلآخره دیته یی مجبور کړل چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او خپل ځان ته د خاورې پوزه کیږدي چی خپله ماته ورباندې پټه کړي نو له ډیرو هلو ځلو وروسته دې پریکړې ته ورسیدل چی د 2014 م کال تر پای به خپل ټول فوځیان له افغانستان څخه وباسي تر څو چی له یوې خوا د خپلو ملتونو له ملامتیا څخه خلاص شی او له بل خوا نړیوالو ته څرګنده کړی چی دوی په جګړه کی خپل مورال نه دی بایللی او خپل هدف ته ورسیدل، که چیرته لږ سوچ وکړو نو موضوع بلکل سرچپه ده کومې خبرې چی دوی کوی بلکل حقیقت نه لري چی صلیبیان دې په تیره لسیزه کې بریالی شوي وي او خپل اهداف یی ترلاسه کړی وی بلکی دوی له له هر اړخیز اقتصادی بحران سره مخامخ شول او سربیره پر مالي تلفاتو په زیاته پیمانه ځانی تلفات هم ور واوښتل چی د تاریخ په اوږدو کې دومره تلفات نه و ورته رسیدلي، لنډه دا چې اوس مهال صلیبیان له هیواد څخه په تښتیدو دي نو غواړي چی افغانستان د تل لپاره خپله مستعمره وګرځوی او افغانانو ته د ابد لپاره د غلامی سند ورکړي پداسې حال کی چی هیڅ افغان ته دغه سند د منلو وړ نه دی او که د افغانانو تاریخ ته نظر وشی نو په هیڅ دور کی افغانانو داسې ژوند نه دی اختیار کړی او نه چا ورباندې دغه شان د غلامی سندونه امضاء کړی دی، متأسفانه چی نن ورځ یو څو د ګوتو په شمیر د صلیبیانو لاسپوڅي چې ټول عمر یی د خپلو غربی بادارانو په دسترخوان خوړلې او را لوی شوی دی غواړی چی د افغانانو هغه تاریخ لاسته راوړنې او کارنامې له خاورو سره خاورې کړي او د مادیاتو په بدل کې د اسلام، ایمان، او ناموس په پلورلو سربیره د تل لپاره د هیواد پلورلو ته هم هوسیږی چی هر باغیرته افغان ته د غلامی سند واخلي، او د قدرت او شخصی ګټو بې سارې شوق دیته اړ کړل چې له صلیبیانو سره د خپل هیواد سودا وکړي.

دوستانو! اکثره ساده لوحه هیوادوال چې بیسواده دي هم دغه تړون په هیواد کې د یو مثبت بدلون په راوستلو باندې ارزیابی کوی هغوی چې هر وخت د دښمن په پستو خبرو باندې دوکه شوی دي داسی فکر کوی چی که امریکایان له افغانستان څخه ووځي نو کیدای شی چی افغانستان کی قحطی راشی او له مونږ سره به بیا څوک مرستې نه کوي لکه څرنګه چی امریکایی لوړ پوړو چارواکو څو ځله دا خبره تکرار کړه چی که چیری افغانان زمونږ غوښتنې ونه مني نو مونږ به له دوی سره تر 2014م کال وروسته مرستې ونه کړو نو دا ټول د هغه ډنډورې نیتجه ده چې دوی پرې غولیدلی دي مګر دوی دا فکر نه کوي چی د امریکایانو له یرغل نه مخکې چا مونږ سره مرسته کوله؟! او چا روزی راکوله، مونږ باید په الله توکل وکړو او د خپل هیواد خدمت لپاره ګړندی ګامونه اوچت کړو او په هیواد کی یو اسلامی نظام پلی کړو چی د هر چا حقوق پکی خوندي وي، او د کرزی د لاسپوڅې ادارې ټول اجیران باید پدې پوه شي چې دغه ستراتیژیک تړون چې په راتلونکو څو ورځو کې به یوه غونډې پدې اړه دایره شي او پریکړه به وکړي چې له خپلو صلیبی بادارانو سره د تل لپاره د ستراتیژیک تړون په نامه د ابدی غلامۍ سند امضاء کړی هیڅ یو افغان ته د منلو وړ نه دی لکه څرنګه چې پرون ورځ هم پدې اړه یوه غونډه دایره شوې وه چې د هیواد له ولایتونو څخه مختلفو سیاسی، او علمی شخصیتونو ګډون پکې کړي ؤ او دغه تړون یی په کلکو ټکو کې وغنده، او هر هغه څوک چې له دغه تړون سره موافق دي هغوی ته یی د مجرمینو او ملی خائینانو خطاب وکړ، خو بیا هم دغه خائینان له خپلې پریکړې په شا نه شول او دومره ننګ او غیرت پکې پیدا نه شو چې څرنګه د خائن کلمه په ځان منلی شی او له کفر سره د هیواد پلورل ورته هیڅ عیب هم نه ښکاري، پکار خو دا وه چې دغه ایمان، وطن، او ناموس فروشانو د ګرانو هیوادوالو په زخمونو باندې پټي ایښي وای او نور یی د قدرت لاسته راوړلو سوچ پریښی وای، متأسفانه چې دغه مجرمینو د هیوادوالو لپاره هیڅ هم ونه کړل سربیره پردې د غلامۍ سند ته هم هوسیږی او خپل سیاسی، او ځانی ګټې د هیواد په پلورلو سره لاس ته راوړی چی دا به د افغانانو لپاره همیش یو پيغور وي چی خپله آزادی یی د صلیبیانو لاسپوڅو وپلورله او د دایمی غلامۍ سند یی ورته واخیست.

احمدالله سیلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x