افغانستان

طالبان: په روزګان کې انتقام اخیستل به د غدر په معنی وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): طالبانو په روزګان ولایت کې د عمومي عفوې تر اعلان وروسته ویلي چې څوک دي دي د انتقام اخیستلو هڅه نه کوي.

د طالبانو د نظامي کمیسون د ملکي تلفاتو ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان دي د روزګان تر نیولو وروسته د دولت څخه د جلا شویو کسانو د ژوند او مال حفاظت وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د انتقام اخیستلو معنی به غدر او وعده ماتول وي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو ادارې خپل د اړیکو شمېرې هم اعلان کړی او غوښتنه یې کړې چې په روزګان کې هر چاته ضرر رسیږي، نو عاجل دي ددوی سره اړیکه ونیسي.

طالبان د روزګان ولایت مرکز ترین کوټ ته له څو ورځنۍ جګړې وروسته ننوتلي دي او ویل کیږي چې د امنیه قومندانۍ تر سقوط وروسته د ولایت پر مقام درنه جګړه روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ځواکونو د روزګان مرکزي محبس مات کړی او پرمخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د روزګان والي ویاند «دوست محمد نایاب» د ښار په مربوطاتو کې د ۲۰ پوستو د سقوط خبر ورکړی وو او د بیړنۍ هوايي مرستې غوښتنه یې کړې وه.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې دا مهال د ښار په مینځ کې درنه جګړه روانه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x