
اشرف غني را روانه اونۍ هند ته ځي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې را روانه اونۍ به ولسمشر غني هند ته ولاړ شي او د هند لوړ پوړو چارواکو سره به وګوري.
د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینهپال هم تایید کړې چې ولسمشر غني به را روانه اونۍ هند ته ولاړ شي او د دغه هېواد د لومړي وزیر په شمول د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي همکاریو، توندلارۍ سره د مبارزې او په سیمه کې د امنیت او ثبات تامینولو په خاطر وګوري.
اشرف غني په داسې حال کې هند ته سفر کوي چې ټاکل شوې را روانه میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې به د امریکا، افغانستان او هند درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د درې اړخیزو ناستو خبر د اګست د میاشتې په وروستیو ورځو کې په هند کې ورکړ.
هغه وویل چې پاکستان باید دا احساس نه کړي چې د کابل، نوې ډيلي او واشنګټن تر منځ درې اړخیزې ناستې اسلام اباد منزوي کړی دی.
دې دله ته به سوندور په ټنډه ور ووهي ، هند یې غلوي خو دا فاسد احمقان خوشې ملت غولوي!!