دا دعا راپسې وشي !

اسدالله غيرت

چې سهار د کار په نيت مې
پيل له کوره ځينې تله شي
زويه روغ رمټ راستون شې
دا دعا راپسې وشي

د مور سترګې راپسې وي
چې تر څو ترينه پناه شم
د تياره ماښام تر پولې
له مورجانې نه جدا شم

چې ماښام کور ته راستون شم
انتظار مې وي مورجانه
د آه زويه غږ چې وکړي
ستړيا ورکه شي له ما نه

زه چې ډډه وکړم کينم
نو لورجانه خوا ته راشي
له خوښۍ نه په ليدو مې
راته کټ کټ په خندا شي

سر مې کيږدوي په غيږ کې
د کاکا غږ راته وکړي
وايي لاړم درنه لاړم
بس ستړيا غږ راته وکړي
پای
1389/2/7
منداخيل


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ