اسدالله غيرت
څوک چې نه کا , محبت د خدای لپاره
ورته وکړه نصيحت د خدای لپاره
ټول ژوندون دې , د دنيا په غم کې تير کړو
تير دې نه کړ , يو ساعت د خدای لپاره
که رښتينی مسلمان وې , نوره پريږده
بد کردار او بړ حصلت د خدای لپاره
يوه بيلګه په تمام جهان کې نشته
د عمر د عدالت د خدای لپاره
راشه وکړه محبت د خدای لپاره
نوره مه کوه نفرت د خدای لپاره
چې هغه ژوندون دې , ښکلی شي غيرته !
ژوند کړه تير په عبادت د خدای لپاره