نظــر

راځۍ هر څه په خپل نوم یاد کړو!!!

شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره کرزي په افغانستان کې د امریکايي دائمي پوځي اډو د جووړلو پلان په ډاګه کړو او ویې وویل چې امریکا زمونږ څخه په افغانستان کې د نهو دائمي پوځي اډو غوښتنه کوي. کله چې نیواکګرو ولیدل چې د دائمي پوځي اډو د جوړیدو سره افغان ولس د مخالفت غبرګون او حساسیت وښود، لومړئ یې د اډو د جوړولو د پلان لرلو څخه انکار وکړو خو بیا یې خپل دغه پلان د امریکا او افغانستان تر منځ د استراتیژیک امنیتي تړون تر نامه لاندې مطرح کړو او د دائمي پوځي اډو د نوم اخیستو څخه يې ډډه وکړه.

د دغه کار څخه يې موخه دا وه چې د نوموړي پلان په اړه د افغانانو حساسیت کم کړي او د ولس پام د اصلي هدف څخه چې د افغانستان په خاوره دائمي پوځي اډې جوړول دي بل لورې ته وګرځوي. لکه څنګه چې په هیواد د پوځي یرغل په لومړیو کې یرغلګر ځواکونه په سوله ساتو او بهرني میلمنو ونومول شول همدغه رنګه د پوځي اډو د جوړلو تړون ته د امنیتي تړون نوم وکړل شو.

نیواکګرو او د هغوی لاسپوځي رژیم دغه سینګار شوي نوم ته په پراخه کچه خپلو بیانونو او اعلامیو کې ځای ورکړ او د دوی اړوندو رسنیو هم د دغه تړون د ستاینې په برخه کې پراخ تبلیغاتي کمپاینونه وچولول. نن بیا ازادۍ راډیو دغه تړون یې د امنیتي او دفاعي تړون په نوم یادولو او د هغه کافي ستاینه یې کوله! دوی پدې ډول د اشغال د پوځي اډو پر ځای د ولس په ا‍ذهانو کې د امنیت د کلمې تلقین کوي چې اوس نو تر ډیره بریده په عامه اذهانو کې دغه سینګار شوئ نوم ترسیخ شوی.

د دغه مکر او فریب د اثبات ښه بیلګه خپله د کرزي هغه وینا ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې یې لندن ته د خپل وروستي سفر پر مهال د آکسفورډ پوهنتون استادانو او زده کوونکو ته وکړه.

نوموړي وویل: “توافقنامه امنیتی جز دیگری آجندای ماست, ایالات متحده امریکا خواهان ایجاد پایگاه های نظامی در افغانستان می باشد. توافقنامه امنیتی دوجانبه  حسن تعبیر یا اصطلاح مطلوب برای پایگاه های نظامی است, به مفهوم حضور طیارات, تانک ها و سربازان امریکایی و ناتو در خاک ما می باشد.  به عباره دیگر ما آنرا روند انتقال امنیتی میگوییم.” دا د انګریزي څخه دري ته ژباړل شوي د کرزي د خبرو کټ مټ هغه الفاظ او عبارات دي چې د افغان ولس څخه یې پټ ساتي خو د انګریزانو په وړاندې یې د هغوی د خوښئ د لاسته راوړلو په موخه په صراحت بیانوي.

کرزۍ او رژیم یې د نیواکګرو د پلانونو د پلي کولو په موخه په ډیر مکر او مداریتوب هڅه کوي چې د افغان ولس په سترګو کې خاوري وشیندي او د نیواکګرو مشخصې موخې او اهداف د غولوونکو مزورو نومونو او مصطلحاتو په کارولو د افغانانو څخه پټ وساتي او پدې سره د ملت په نوم، خو د ملت څخه په غلا د هیواد د خپلواکۍ سودا وکړي.
زمونږ د هیواد په خپلواکۍ مین لیکوالان او د نظر خاوندان باید دغه مهمې نقطې ته ځیر شي تر څو د یرغلګرو او د لاسپوڅو په دغه تبلیغاتي لومه کې ښکیل نشي او په خپلو لیکنو او بیانونو کې د دغه تړون په اصلي موخې چې د افغان په خاوره دائمي پوځي اډې جوړول دي تاکید وکړي. راځۍ دغه مفهوم په غوره توګه هیوادوالو ته ورسوو او د لاسپوڅو د حسن تعبیر غولوونکو اصطلاحاتو د کارولو څخه ډډه وکړو ترڅو د هیواد د خپلواکۍ د دښمنانو ناولي پلانونه رسوا او شنډ شي.

د اشغال د زوال او هیواد د استقلال په دعا!

لیکوال: عمر محتسب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x