کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / یتیمه او اختر/ نصيب رحماني

یتیمه او اختر/ نصيب رحماني

نصیب رحمانی

په وړه ادا یی ورته وکړه

بابا زه د اختل (اختر) جامی نه للم (لرم)

پلار یې چې تیاره کونډه یې

میاشت مخکي ځان ته په نکاح کړی وو

هیڅ یې زړه نه غوښتل چې یتیمه ماشومه د ځان کړي

د نسوارو ډبه یه له جیبه راواسته

مخ ته یې په کې وکتل د غاښو تر منځ

یې بند نسوار په خاشه استه کړل

بله چونډۍ نسوار یې تر ژبه لاندې واچول

په ډکه خوله یې ورته وکړه

زه نارینه یم شرمیږم

ته دی له مور سره لاړه شه

بازار کې به چاته لاس اوږد کړې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ