او زه مړ شوم…

لیکنه: سلیم روف

ژباړه: احمد بلال

زما د ماشومتوب دوره په نادانې کې تیره شوه، کله چې بلوغت ته ورسیدم نو د خپلو مشرانو په رنګ ما هم دنیا پسې منډې وهل پيل کړ، زما غرض یوازې د شتمنې (دولت) سره وه خوا که په حلاله توګه وګټل شي او یا په حرامه، د سودي راکړه ورکړه، د کرکټ په لوبو باندې شرطونه، پرائز بانډونه، لاټري او د رشوت ګټې زما څخه بلیونر جوړ کړ، دومره شتمني(دولت) مې راټول کړ چې ماته یې اندازه لګول ګران وه.

هر ډول فیشن به زما په کور کې وه، ډیک، تلویزون، وي سي آر، ډیر فلمونه، ډش بلکه هر هغه ډول نحوست به نه و چې زما په کور کې به نه و. د شپۍ لخوا به زموږ دا معمول و چې د کورنۍ سره به مو هره شپه یو فلم کوت، او کله به چې زموږ کور ته کوم میلمه راغې نو وړوکۍ لور ته به مې نعری کړې چې بچی! ته دي دغه تره ته لږ ډانس (نڅا) وکړه. نور ماشومان مې هم د ډرامو او د فلمي ستورو په اکټونو کې ډیر ماهر ول، او کله به چې هغوي کوم ښه ډائلوګ یاد کړ او یا به یې په ښه آواز کومه سندره وویلې نو هغوي به بیا زما د هدیه څخه ونازول شول.

زما د کور په دروازه لیکل شوي و: هذا من فضل ربي، اکثره به مې په ذهن کې راتلل چې شیطان به زما په متعلق څه فکر کوي چې د شتمنې ټولولو هره طریقه یې زما څخه یاده کړه، بیا مې په همدغه شتمنۍ دغه عالیشان کور جوړ کړ او بیا دومره بی وفا شوچې پر هغه يې ولیکل: هذا من فضل ربي(!)

د انتظامیه سره زما ښه اړیکۍ وې نو ځکه به ماته چا څه نشو ویلئ، د ښار په یو څو شریفانو کې به زما شمیره کیده، په دغه دومره ډیر شتمنۍ کې ماپه خپل ټول عمر کې هم د حج او عمری سعادت حاصل نشو کړای خو اکثره خلګو به زه د حاجي صاحب په نوم مخاطب کولم، زما په کور کې به همیش د خلګو راټولیدل وه، په تیز آواز یو بل ته ښکنځل کول خو یوه معموله خبره وه او له دغه شور څخه درست ګاونډ هم په تنګ راغلې و خصوصاُ که په ګاونډ کې به څوګ بیمار و هغه به بیا ډیر ځوریده، خو چا به هم زما خلاف د خبری کولو جرائت نشو کولی. د محلی جماعت ته به زما تلل راتلل یوازې د اختر په ورځ و.

زه به د دنیا په خبرو کې هیڅ هم نه ستړۍ کیدم، زما ژبه به د قینچي په شان چلیدله مګر په بده مرغه زما ژبه د الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د ذکر لپاره بیخي ګونګې وه. او کله کله به مې چې د کوم ږیرۍ والا سره مخه شوه نو نه پوهیږم په طبعیت به مې څه چل وشو، ښه بحث به مې ورسره وکړ او زما په خبرو کې به دغه رنګ دلائل ول:

لمونځ : صوفي صاحب! دا خو د اوځګارو خلګو کار ده، اوس خو لا ډیر عمر پاتې ده، اوس مې لا پښې کار کوي، او چې کله مې پښې کار پریږدوي نو بیا به د جماعت او د تسبیج لپاره پاتې شم.

روژه : روزه خو هغه خلګ نیسي چاسره چې د خوراک لپاره هیڅ هم نه وي پاتې، پاتې شو موږ، موږ خو خوراکي او څښونکۍ خلګ یو، موږ یې ولې ونیسو.

زكواة : دا خو د ټیکس یو رنګ ډول ده، کوم چې موږ دمخکې څخه حکومت ته ورکوو.

ږیره : حضرت صاحب! دا لا د ږیرۍ پریښودلو کوم عمر ده؟ ولی د واده په مارکیټ کې زما ریټ خرابوې ؟ اوس ځانته کاکاجي! او باباجي ویل نه غواړم.

پرده : پرده خو د زړه وي، ستاسو خو په خپلو نیتونو کې خرابوالۍ ده.

صدقه : که خدای خپله غوښتل نو غریبانانو باندې به یې خپله خوړلې وه، چاته یې چې خدای نه ورکوي هغوي ته یې موږ څرنګه ورکړو؟

آخرت : پریږده مړه! دا ټول د مولویانو جوړی شوي خبری دي، هسې ټول ډاریږئ، هغه ځای لا چا لیدلې ده چې تاسو لا تری ډاریږئ؟ هو، که داسې کوم څیز هم وي نو دلته موږ سره ډیر څیزونه دي او هلته به هم وي، او زه چیری یوازې مړ کیږم، زما سره به ډیر خلګ هم مري نو چیرته چې دا دومره ډیر خلګ وي هلته به زه هم لاړ شم. ټوله د څلورو ورځو ژوندون ده، په ښه عیاشۍ کې یې تیر کړئ.

وخت په قلاره تیریده، او ورسره زما لاپرواهي هم زیاتیدله، ناڅاپه یوه ورځ زما د وجود یوی برخی خپل کار پریښوده، زما حالت داسې شو چې د یو ګلاس اوبو غوښتلو لپاره به مې د بدن ټول قوت مصرفوه. لږ ځنډ وروسته مې چې وکتل نو د داکټرانو پوره ټیم زما خوا کې موجود وو، ما په خپل غوږ دا اواز واوریده چې د زړه سخته حمله پرې راغلې ده، بس دعا کوئ. له دغه نه پس چې پر ما څه تیر شول هغه باندې یوازې هم زه پوهیږم یا خدایه!. په هغه وخت کې ماته څرګنده شوه چې ما څومره بکواس ویل چې موسیقي د روح غذا ده، او د سندرو په اوریدلو روح ته اطمینان رسیږي، نن خو ماته تر ټولو زیات د سکون او اطمینان اړتیا وه نو ولې پر ما نن دغه سندرۍ او موسیقي بده لګیدله؟؟

زه یې د ښار تر ټولو لوی روغتون ته بوتللم او هلته یې په یوه ائرکنډیشني اطاق کې بستر کړم. زه د مرګ په بستر پروت وم او چهت ته مې کتل. د حیرانتیا خبره وه په دغه وخت کې مې د سترګو په وړاندې د ژوند ټول فلم تیریده او هغه غټۍ او وړې ګناهونه راته صاف ښکاریدل. آه! څه عجیب فلم وه؟ ما به ګناه کوله او بیا به مې دروازه بنده کړه چې څوګ مې ونه ویني؟! افسوس چې ما کله هم دا فکر ونه کړ چې داسې یو ذات هم شته ،کوم چې زما هر حرکت ویني، زما ترټولو بدبختي دا وه چې زه به د فرش والاو څخه سخت شرمیدلم خو د عرش والا څخه بیا شرم نه راته. آه! څومره بی شرمه وم زه، هغه وخت ماته احساس وشو چې ځه ای بدبخته انسانه! د خدای پاک هستي څومره صبر کوونکې وه چې ستا په مسلسلو بدعملونو یې صبر کوه او ته دومره ظالم وی چې د دومره مهلت باوجود هم تا په خپل ځان ظلم کوه، په خپل همدغه رنګ فلم کې مبتلاء وم چې څلورو خوا مې د لااله الا الله غږونه وشول، بیا ناڅاپه د دغه کلیمی په ذکر کې تیزي راغله. په حیرت سره! کله به چې هم ما کومه سندره اوریدله نو زما ژبه به بی اختیاره په حرکت کې راتله او دغه سندره به مې زمزمه کوله خو پس د ډیره زیاره هم زما د ژبۍ څخه یو لفظ هم ونه وته.

ما داسې محسوس کړه چې خوټکیدونکي دیګ ته یې وشیتلی یم، لکه د توری په واسطه زما د بدن هره برخه توکړه کیږي، لکه د ژوندي بیزې څخه چې پوستکۍ اوباسل کیږي، لکه د ګني سره یې چې د ماشین څخه وباسلې یم، لکه د ریل ګاډۍ په پټلې یې چې زما سر ایښودلې وي او ریل ګاډۍ راباندې تیر شوې وي، لکه ژوندۍ مرغۍ ته یې چې اور ورته کړې وي، لکه زما د بدن په مختلفو برخو د ډرل ماشین په واسطه چې سوري کیږي، لکه ازغۍ لرونکې څیز راکی دننه او بیا وباسل شوې وي.

زما دې په خدای قسم وي! که د مرګ دغه رنګه سختي ځناورو ته هم ورمعلومه شي نو ای د دنیا خاوندانو! نو یو تندرست ځناور به هم د خوراک لپاره پيدا نه کړئ.

ما ډیری چغې ووهلې، ډیر شور مې وکړ، د خدای واسطه مې ورکړه چې نن مې پریږدوئ زه به ډیر نیک شمه، په آئنده کې به د ګناه خوا ته هم لاړ نه شم، له نن څخه به لمونځ هم پرینږدوم، له نن څخه به سندرې هم وانه اورم او نه به فلمونه وګورم، های الله های الله! کاش چې تا زه نه وای پيدا کړې، په ما څه شوې دي، نن خو زما مال هم زما په درد ونه خوړل شو، چیرته ورک شول هغه زما نوکران ، چیرته ولاړل زما هغه تعلقات، چیرته ولاړ په موبایل کې هغه غږیدونکي مسلسل میوزیک؟

ناڅاپه د ملک الموت ډارونکې غږ مې تر غوږونو شو، کوم چې پاتې هر څه راڅخه وباسل، ووځه ای خبیث روحه! د خپل خبیث بدن څخه راووځه! نن خو ته ډیر د مذمت قابل یې، په تا باندې د اوبو، پیپ، او زقوم په رنګ د مختلف رنګه عذابونو زیرۍ وي.

ای زما خدایه! آیا د هر بدکار روح دغه رنګ وځي؟ هغه وخت ما دومره تکلیف محسوسوه لکه یوه نرې ټوټه په ازغیو واچول شي او بیا په زوره راکش کاږل شي، دغه رنګ زما ټول بدن تار تار شو، لومړۍ مې پښې یخې شوې بیا مې پنډې او بیا ورو ورو ټول بدن.

او زه مړ شوم!

ملک الموت زما روح وباڅه (لکه ګرمه ستنه چې د لمده پومبه څخه کش شوي وي) هم هغه وخت کې د آسمان څخه توری څهری والا فرښتۍ نازلی شوی، هغوي یو دم زما روح ونیوه او یوې مرداره ټوټه کې یې تاو کړ، هغه ټوټه هغوي سره دمخه وه ( یو وخت وه چې زه به د کور څخه په خپل غوره سوټ او د اعلی ډول عطر په لګولو کې راوتلم، او چې د کومی کوڅې څخه به تیر شوم نو معلومات به کیده چې له دغه ځای څخه څوګ تیر شوې دي، خو نن زما څخه دومره مردار بوی راته لکه چې ډیر مړي یوځای شوې وي). فرښتو زما روح د آسمان په لور وخیژاوه، او چې کله به هم د فرښتو کوم جماعت څخه دغه دوه فرښتۍ تیریدې نو پوښتنه به یې کوله: چې دا خبیث روح د چا ده؟ هغوي به ځواب ورکړ چې فلانه بن فلانه، هغوي به په ډیره بده توګه زما نوم اخسته. په کوم پلو به چې زما د روح تلل وه نو زما په غوږ به دغه رنګه نعری لګیدلې: لعنت دې وي، لعنت دې وي پرې!

کله چې د آسمان دروازو ته ورسیدلو نو دغه دوو روح وړونکو فرښتو د دروازې پرانیستلو لپاره وویل خو د آسمان فرښتو دروازه خلاصه نه کړه، او آواز راغې چې د دغه رنګ خلګو لپاره د آسمان دروازې بندې دي او نه به دغه رنګ خلګ جنت ته داخلیدی شي او هغوي زیاته کړه چې د دغه رنګه خلګو جنت ته داخلیدل به داسې وي لکه د ستنې په سوري چې اوښ ننوځي، او بیا یې زما روح بیرته ځمکې ته راوغورځاوه.

او هلته په دنیا کې په غټو غټو جامع مسجدونو کې زما د جنازۍ اعلانونه کیدل، په هغه مسجد کې هم د کوم ذکر چې ما پخوا کړې ده او چیری چې زما لږ تلل په نصیب شوې و خو نه پوهیږم نن څرنګه عجیبه ډوله تعریفي کلیماتو سره زما د جنازۍ اعلان مسلسل کیده او هر ځل به یې زه د حاجي صاحب په نوم سره مخاطب کولم. په ژوند کې به مې چې کله د چا د جنازۍ اعلان واورید نو په خندا به مې ویل چې نن یو بل صاحب آوټ (وسوځيډ) شو، خو دا خبره زما په وهم او ګمان کې هم نه وه چې له همدغه سپیکر څخه به زما د جنازۍ اعلان هم کیږي.

زما سترګې یې پټې کړې او زنه یې راته وتړله. زما بد مرغي چې په ژړا ژړا کې بعضو په ماتم کې خپل ویښته وشکول (خو وروسته عذاب بیا ماته راکول کیده). همدغه دوران کې د مازدیګر د آذان وخت وشو، کور کې د ښځو هجوم وه او بیرون بیا د سړیو، خو افسوس! شاید چې چا هم لمونځ ادا کړې وي. ما په چغه وویل، او غافلانو! ما پریږدئ زه خو خپل انجام ته ورسیدلم تاسو خپل فکر وکړئ، د لمونځ وخت تیریږي خو په دغه دومره شور کې به زما اواز چا اوریده؟

زما د جسد په شاوخوا کې د کورنۍ غړیو او د خپلوانو هجوم وه، زما یو لاس زما وړوکۍ لور او بل لاس مې دویمی لور پخپلو غومبورو ایښودلې و، پښې مې ځامنو په لاسونو نیولې وې، زما ښځۍ به مسلسل زما مخ ته کتل، زما مور به زما پر مخ خپل لاسونه وهل، په اخری ځل زما مور زما لاس چپ کړ او بیا یو دم ګډوډي شوه چابه د کفن اخستلو لپاره امر صادروه او چا به د قبر کیندلو لپاره حکم ورکوه، چابه د بریښنا بندوبست کوه او چا به غسل والا رابله.

د غسل لپاره د مسجد څخه یو مولوي صاحب راوغوښتل شو هغه زه په یوی تخته څملولم او ورو ورو یې زما په خیټه زور کړ ترڅو که کوم ګنده څیز پاتې وي هغه هم راووځي، بیا هغه په خپل لاس کې د ټوټۍ یوه کیسه واخستله او د غسل په نیت یې زما شرګاه ومینځله، نجاست یې پاک کړ او بیا یې خپل لاس د ټوټۍ څخه راوویست او ماته یې د لمانځه د اودس په رنګ اودس راکړ او بیا یې زما په بدن اوبه واچولې، له پاس څخه یې شروع کړه او بیا لاندې ولاړ، دری ځل یې دغه رنګ وکړ او دا هم هغه مولوي صاحب و، چا پسې چې ما په خپل ژوند کې ریشخند وهه او هیڅ کله به مې ځانته نیزدو نه پریښوده خو نن هم هغه مولوي زما په کار راغۍ. زما د کورنۍ غړیو زه په یوی ریښمي کفن کې تاو کړم او بیا یې پر ما بدبخته ډیر قیمتي عطر واچول. دغه د عقل ړاندو ته څه معلومات دي چې اوس له ماسره څه وشول ؟ که زه د دغې ویلو قابل وای چې فرښتو له ماسره څه وکړل نو زما دی په خدای قسم وي! چې دغه ټولو به زما مړۍ پریښې وه او ټول به په خپل فکر کې شوي و. په همدي دوران کې زما وړوکي زوې په منډه یو انځورکښ راوسته ترڅو زما انځورونه وباسي بیا ویډیو والا هم راغۍ، نو هله زه پوه شوم چې دغه قیمتي ریښمین کفن ولې ماته اغوستل شوې. خلګ فلم کې د راتللو لپاره خپل خپل اندازونه بدل کړل او زما د کټ څخه به ګیر چاپیره تاویدل.

د پروګرام مطابق د جنازی وخت راورسیده، آوازونه وشول چې ناوخته کیږي! د جنازی جږول ول چې د ښځو په چغو باندې ټوله محله وخوځیدله. زما ښځه او ماشومان د جنازی په کټ باندې ځانونه ونښلول، په ډیره ستونزه یې زه بیرون راوباسلم، څلورو کسانو زما جنازې ته خپلی اوږۍ ورکړې وې، کله چې سړک ته ورسیدلو نو ټولو دکاندارانو د افسوس اظهار وکړ، بعضو خلګو ترافیک تنظیموه، د خلګو د پښو په آوازونو ما دا وڅیړه چې په لکهاو خلګ دي. افسوس! که د کوم متقي، پرهیزګار، تهجدګزار او د غریب شخص کومه جنازه وای نو پنځوسو څخه به زیات کسان هم نه ول.

په جنازګاه کې عجیبه منظر وه، زما تر رسیدلو مخکې څه خلګ هلته موجود ول، هغوي بیا په سیاسي او کاروباري ګپونو کې مصروف ول. په دغه دوران کې غږ شو، ټول راغلي دي. صفونه درست شول، په دغه دوران کې زما مشر زوې د رسم پوره کولو لپاره اورو غوندې آواز وکړ چې شاید لومړي صف والا به هم نه وي اوریدلې، ورونو! که زما په پلار د چا قرض وي نو هغوي دې له ماسره وروسته اړیکه وساتي.

که امام صاحب ته زما د قرضونو معلومات وای نو ماته پوره یقین ده چې هغه به زما د جنازې کولو څخه هم انکار کړې وه. امام صاحب لا الله اکبر ویلې وه چې یو شخص غږ وکړ:

ودریږئ! لږ نور خلګ هم راغلل

په هر حال امام صاحب خپل نیت وتړه. خو په افسوس! چې په دغه اجتماع کې یو څو کسان ول چاته چې د جنازۍ لمونځ ورته، په دغه معامله کې پاتې نور زما ورونه ول چا به د شرم څخه اخوا دیخوا کتل، چا به د کوم اعلاني لیکنو لوستلو کوښښ کوه، د څلورو تکبیرو په ویلو او د سلام اړولو سره زما د دغو ورونو په ځان کې څاه راغله، څرنګه چې ما د هر مړي جنازۍ سره دغه رنګ چل کاوه نو نن له ماسره هم دغه رنګ چل وشو. زما په جنازۍ کې داسې ډیری هستیانۍ موجودې وې که زما د جنازه سره د هغوي جنازه هم شوې وه نو دا به بهتره وه.

د آخري دیدار لپاره زما د مخ څخه کفن لیری کړای شو، په ډیره بده توګه خلګو په قطارونو کې زما مخ کاته او تیریدل، چا به خپلو غوږونو ته ګوتې ور وړلې، او چا به خپل مخ پورته او اسمان ته به یې لاسونه نیول، د یوې خوا یو غږ راغې یاالله موږ معاف کړه. هر څوګ به زما د ځامنو په لټه کې ول ترڅو خپله حاضري ولګوي. او بیا ټولو زه په خپلو اوږو پورته کړم او زما د قبر پلو ته روان شول (کوم چې دمخه تیار کړل شوې وه)، چا د ګلانو دکان څخه ماته د ګلونو هار راووړ او چا زما په قبر د شمعۍ بلولو لپاره شمعۍ. زه یې قبر ته کوز کړم او پرما یې خاورې وشیندلې، بعضې زما خیر غوښتونکو پر ما د چاپیره قبرونو خاوری هم واچولې او داسې يې زه د ډیرو خاورو لاندې کړم، ټول خپلو خپلو کورونو ته ستانه شول، هر پلو ته خاموشي خپره شوه، د خلګو د پښو آواز مې اورید ما داسې فکر وکړ چې څومره سزا راته راکول کیده هغه راته راکړل شوه او اوس به قبر کې په آرامه پاتې شم خو دا خبره زما په وهم او ګمان کې هم نه وه چې اوس زما ارتباط د یو مستقل عذاب سره کیدونکې ده، یو داسې دردونکې عذاب چې خدای دي کوم دښمن ته هم نه ورکوي، زما د قبر بیرون د ګلابو خوشبوی خو په قبر کې زه ډاریدلم.

قبر هم په عجیبه توګه زما څخه شکایت وکړ:

ای غافل انسانه! ته په دنیا کې ډوب وې، خو یوه ورځ هم داسې نه وه کومه ورځ به چې ما تاته دا نه وي ویلې چې هم زه د وحشت کور یم، زه د تنهاې کور یم، زه د خاورو کور یم، زه د خزندو کور یم، څومره خلګ چې زما په شا ګرځي، زما په نزد په دغو ټولو کې ته تر ټولو زیات د نفرت وړ ته یې، خو نن زه پر تا باندی واکمن جوړ شوې یم، او ته زما په لور مجبور یې، وبه ګورې چې زه له تاسره څه رنګه خراب چلند کوم.

ډیر ضر په تور رنګ کې دوه فرښتۍ زما په قبر کې راننوتلې، هغوي زه کیښنولم (پوښتنه مه کوه په هغه وخت پر ما څه تیر شول، پر ما مسلسل لرزه طاري وه) په ډیره غصه ناکه لهجه کې یې راته وویل:

من ربک؟

ډیره د حیرانۍ خبره ده چې خپل ژوند کې به ما په ډیره مشکله هم نه کوم قرآني آیت تلاوت او یا کوم حدیث اوریدلې وي خو زه په دغه عربي ډیر ښه پوهیدلم هغه داسې چې هغوي راڅخه پوښتل: ستا رب څوګ ده؟

خو پر ما عجیبه کیفیت راغۍ پرته د دغه چې زه ځواب ورکړم ما بغارې وهل شروع کړل لکه شیطان چې څوګ ولمسوي، ما وویل:

ها ها لا ادری (هاه هاه زه يې نه پیژنم)

بیا یې په سختۍ څخه وپوښتل:

ما دینک! (ستا دین څه شې ده؟)

ما بیا هم هغه ځواب ورکړ، کوم چې ما لومړۍ ورکړې وه، هغه فرښتۍ په غضب شوې او راته یې وویل:

ما هذا الرجل الذی بعث فیکم (څوګ ده چې ستا پلو رالیږول شوې ده؟)

زما دي قسم وي چې ما بیا ورته هم هغه رنګه ځواب ورکړ، له آسمان څخه آواز راغۍ:

ان کذب (دغه دروغجن ده)

فافر شوه من النار ( دغه ته داور بستره ورکړه)

والبسوه من النار (او ورته د اور جامه واغونده)

زافتحوا له بابا الی النار ( د دغه لپاره د دوزخ یوه دروازه پرانیزه)

د دغه آواز راتلل ول چې هم هغه وخت زما په قبر ګرمي راننوتل شروع شول او قبر داسې تنګ شو چې زما پښتۍ په یو بل کې ننوتلې. بیا څه ووایم! یوه فرښته زما په قبر وټاکل شوه د چا په لاس کې چې د اوسپنۍ یوه دره وه او په هغه به یې زه په مسلسله توګه وهلم، او دومره به یې ووهلم چې زما چغۍ شاوخوا پرته د انسانانو نورو ټولو ځناورو او جناتو واوریدلې.

ورونو او خویندو! که تاسو ته چیری دا معلومات وشي چې پر ما هغه وخت څومره تکلیف تیر شو نو زما دې په خدای قسم وي! چې تاسو به خپل مړي خښول هم پریږدوئ.

ورونو او خویندو! دلته ما ډیر څیزونه برداشت کړل او اوس یې هم کوم خو هغه خبره کوم چې له دغه سزا څخه هم ډیره اذیت ناکه ده هغه دا ده چې ای الله! د قیامت په ورځ به دغه ذلیله او مکروه څهری او مخ سره به څرنګه ستا په در حاضري لګوم؟، د خپلو جرمونو به څه جواز وړاندې کوم؟ قبر کې خو چا هم ونه لیدلم چې له ماسره څه وشول خو د قیامت په ورځ خو به امتونه وي، ټول انبیاء کرام به وي او خصوصاً د دواړو جهانونو سردار، سیدالمرسلین محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم وي او هغه به زما په متعلق څه فکر کوي؟

کشکې! کومه خور یا ورور زما دغه پیغام زما اولاد ته ورسوي چې راشئ د خپل بد بخته پلار د اور څخه ډک قبر ووینئ. زما بچیانو! زه په قبر کې ډیرو مارانو خپل ګرفت کې رانیولې یم کوم چې ټوله ورځ زما په بدن باندې خپلې خولې لګوي. زما بچو! زما قبر ته خو یو وارې راشئ او وګورئ، خو که تاسو ته دلته د راتللو فرصت نه وي نو زما پاتې شوي مال څخه لږه صدقه وکړئ، که دا هم نه شې کولې نو د دغه مسکین یوه التجا ده چې پر ما باندې د عبدالرحمان لږ قرض ده او کوم چې تاته هم معلوم ده، کم تر کمه هغه خو ورکړه! برخورداره! تر اوڅه خو تا له هغه سره اړیکه هم نده ساتلې، تاته به یاد وي چې تا په جنازګاه کې اعلان کړې وه. عبدالرحمان هغه وخت مناسبه ونه ګڼله چې د قرض په هکله له تاسره خبرې وکړي. د هغه دغه شرافت وګوره چې تر اوڅه پورې یې ستا دروازه نده ټکولې. د خدای لپاره! کم تر کمه خو هغه قرض ادا کړه، زه دلته ډیر بی بسه یم. چیک بوک خو په المارې کې پاتې ده، او کله چې زه راتلم نو تا زما هغه د راډو ساعت، د سرو زرو ګوته، لاکټ، بټوه بلکه زما کالي هم زما څخه وباسل، اوس دلته له ماسره څه دي؟ سبا چې یې هغه له ما څخه وغواړي نو د کوم ځاې څخه به یې ورته ورکوم؟ نیکیانۍ خو له مخکې له ماسره نشته چې هغه ته یې ورکړم او هغه راضي کړم، خو داسې ښکاري چې دغه ګناه به هم پر ما رالویږي.

زویه! څومره دردونکې خبره ده چې د قرض ادا کولو توفیق تاته ونشو خو زما په څلویښتۍ تا څو لکه روپۍ مصرفه کړې، څه ضرورت وه د دغه دومره ډیرو ایم پي آی ( د ولایتي شوری غړۍ) ایم این ای (د اولسي جرګۍ غړۍ) او د علماء کرامو راټولولو؟ څه ضرورت وه اخبار کې د تصویر خپرولو او د خبر ورکولو؟ څه ضرورت وه د دعوتي کارډ خپرولو؟ سره کړي چرګان، وریجې، خوږۍ وریجې، فرني، میوې او د پتلون سره ویډیو جوړولو کې تاسو ته لږ شرم هم درنغې؟ د شرم څخه د ډوبیدلو ځاې خو هغه وه کله چې د دوه ډمان په خپل الا قربان شامیانو ته راننوتل، ښه خو هلته وشوه چې یو عقل مند سړۍ پورته شو او ورته یې وویل چې دا د حاجي صاحب څلویښتمه ده! خو آخر هغوي خو هم ډمان ول په تللو کې یې وویل:

ماشاءالله د حاجي صاحب که د څلویښتې دغه حال وي نو په واده کې به یې څه طوفان برپاء کړي وي!.

زما بچیانو! کله چې تاسو کور کې (کوم به چې ما خپل ګاڼه) په زوره قهقهې ولګوئ نو په خدای قسم! چې ماته دلته ډیر تکلیف راکول کیږي. د دومره خرابو او فحش رنګه سندرو غږونه له دغه کور څخه پورته کیږي چې توبه توبه. که د سندرو بغیر ستاسو ژوند نه تیریږي نو کم تر کمه خو یې غږ په ورو کوئ او زما د مرګ نه پس دغه نوې موټر، نوې موټرسائکل، ګاونډیان به څه فکر کوي؟ ستاسو وړاندې خو څه نه وايي خو ټول ګاونډ وايي چې د پلار د مرګ نه پس دوي جشن کوي. زما بچیانو! زه پوهیږم چې ستاسو وخت ډیر قیمتي ده، خو یوه آخري خبره! پس له دغه به نور هیڅ هم ونه وایم. زویه! خپلې مور او خویندو ته وایه چې د خدای څخه وډار شي، یو څو ورځې هم ورڅخه صبر ونشو. د ښه میک آپ، پړقنده لباس او د خلاصو ویښتو سره هیڅ کله هم په بی پرده ګې کې بازار ته لاړی نشي. ولې دغه هر څه کوئ؟ ولې ماته تکلیف راکوئ؟ یقین وکړئ! دا هر څه خو تاسو کوئ خو سزا ېې دلته ماته راکول کیږي، زما په سزا کې اضافه کیږي، ولې ماسره دغه رنګ کوئ؟ آخر زه خو ستاسو پلار یم، کوم سلوک چې تاسو له ماسره کوئ دغه رنګ خو یو شریف ګاونډۍ هم له چا سره نه کوي، تاسو خو زما اولاد یې، د پلار حیثیت که نه راکوئ نو د یو ګاونډي حیثیت خو راکړئ. په ژوندون کې خو تاسو پلار جان، پلار جان باندې نه ستړي کیدی، هم ستاسو د ساتلو لپاره ما د حرامو پیسې ګټلې، نن پر ما څه شوې دي؟ همدا چې دلته له ماسره دولت نه شته؟ په ډرائنګ روم کې مو زما غټ تصویر د هار سره راځوړند کړې ده، خو چاته د ښودلو لپاره؟ ځئ! زه تاسو ټول د خپل جائداد څخه عاق کوم. الله! دی ستاسو په رنګ اولاد چاته نه ورکوي.

خو خیر! په دغه هر څه کې زما هم قصور شته. ما خپل اولاد ته هر څه ورکړل خو د هغوي تربیت لپاره مې بیا هیڅ ونه کړ. ما دا فکر کاوه چې زما زامن به غټ شي او دا به بیا وايي چې زموږ پلار زموږ لپاره هیڅ جائداد هم پیدا نه کړ. افسوس! که ما د خپل اولاد تربیت د الله او د هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې متابق کړې وه نو نن به هغوي زما لپاره صدقه جاریه ول. هغه وخت کې به که چا راته ویل چې خپل زوې ته دي د قرآن تعلیم ورکړه نو ما به ورته ویل:

زه هغوي څخه افسران جوړوم نه ملایان

افسوس! هغوي خو ښه آفسران جوړ شول خو ښه مسلمانان جوړ نه شول، یا کم تر کمه مې د یوی لور ښه تربیت کړې وه نو شاید زما لپاره به د جنت ته د تللو ذریعه جوړه شوې وه خو اوس د افسوس څخه څه فائده، دا خو ظاهره خبره ده څرنګه چې کوې هغه رنګ به پرزېږې. زما په شان د مور او پلار د نافرمانه همدغه رنګ انجام کیدل پکار دي.

ورونو او خویندو! بس یوه اخري خبره ده! زما زخمي او لرزیدونکې لاسونه ووینئ، زه درته د الله خواست کوم چې د خدای لپاره زما له دغه انجام څخه عبرت واخلئ. د سپین ږیرتوب څخه دمخه په ځوانې کې څه وکړئ، د ناروغۍ څخه مخکې څه وکړئ، د تنګي راتللو څخه مخکې په خوشحالې کې څه وکړئ، د مصروفیت راتللو څخه مخکې په فراغت کې څه وکړئ، او د مرګ راتللو څخه مخکې په ژوند کې څه وکړئ، کنه نو بیا به زما غوندې پښیمانه وی، ډیر زیات به پښیمانه وی.

ماته د هیلۍ یوه وړانګه ښکاري چې زما د خبرو په اوریدلو سره به یو ورور یا خور هم د الله د خوف له وجهې د سترګو څخه یوه اوښکه تویه کړې وي او ریښتونې توبه به یې وباسلې وي نو نه پوهیږم چې داسې ولې راته ښکاري چې په د دغه یو شخص په دولت به زما قبر خدای یخ کړي، زما عذاب به ودریږي، زما قبر به پراخ کړای شي، ماته به جنتي ښه بوی راځي، زما په قبر کې به جنتي بستره واچول شي او ماته به وویل شي چې بیده شه لکه کومه ناوۍ چې ویده کیږي.

ورونو او خویندو! اوس خپل هغه بدمرغه ورور باندې زړه خوږ کړئ، د خدای لپاره! سستي مه کوئ! د اوس څخه دلته د راتللو تیارئ شروع کړئ. زما پلو ته راوګورئ! زما د مړه کیدلو ډیر کلونه وشول خو د څاه په وتلو چې ماته کوم تکلیف راکړل شوې ده نن یې هم محسوسوم. اوس خو مې د زړه څخه هم یوه دعا وځي چې اې پروردګاره! چې زما په شان انجام څخه هر مسلمان ښځه او سړۍ وژغوره، د هغوي قبر او د حشر منزلونه اسان کړه. (آمین)

پای

=====

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.