افغانستان

امریکايي بې پېلوټه الوتکي یو لوګری زده کوونکی شهید کړی

نن ټکی آسیا: له لوګر ولایت څخه تر لاسه شوی خبر وایي چې هلته د امریکايي بې پېلوټه الوتکي په وحشیانه برید کې د ښوونځي یو زده کوونکی شهید شوی.
سرچېنه وايي، چې ياد زده کونکی د ښونځي په انګړ کې په تفريح بوخت و، چې بې پيلوټه الوتکې پرې بريد کړی او شهيد کړی یې دی.

دغه نهه کلن زده کوونکی چې عصمت الله د محمد حکیم زوی نومېده  دلوګرولایت په محمدآغې ولسوالی کې د شهید غلام سخي د هلکانو د لومړنې ښوونځي د درېیم ټولګي زده کوونکی و، تیره ورځ  شاوخوا ۳ نیمې بجې د زرغون ښار په سیمه کې د خپل ښوونځي په انګړ کې په داسي حال کې چې له نورو زده کوونکو سره د تفریح پرمهال په لوبو بوخت و. د امریکايي یرغلګرو ځواکونو د  یوه بې پیلوټه الوتکې په ‌برید کې شهید شوی دی.
د لوګر د پوهنې رياست د پېښي د پخلي ترڅنګ دا بريد غندلی دی.
په برید کې د نورو ژوبل یا شهید شوو ماشومانو په اړه جزیات نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x