کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د واګا بندر د تړلو په غچ کې په پاکستان د مرکزي اسیا لار بنده شوه

د واګا بندر د تړلو په غچ کې په پاکستان د مرکزي اسیا لار بنده شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني ویلي چې افغانستان به نور پاکستاني سوداګریزو توکو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له لارې خپل مالونه مرکزي اسیا ته ولېږدوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر څخه نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي اوین جینکینس سره تېره ورځ په ارګ کې وکتل او د سولې د تامین، اقتصادي همکاریو او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني څرګنده کړې چې پاکستان افغان سوداګرو ته له واګه بندر څخه د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد اجازه ورنه کړله نو افغانستان هم له خپلو ترانزیتي لارو څخه مرکزي اسیا او نورو هېوادونو ته د پاکستانیو سوداګریزو مالونو د لېږد اجازه ورنه کړي.

هغه ویلي چې افغانستان نور په وچه کې ایسار هېواد نه دی ځکه د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ګڼې ترانزیتي لارې لري.

اشرف غني په پاکستان نېوکه وکړله چې تل د مېوو په موسم کې د افغان بزګرو، بڼوالو او سوداګرو د میوو او مالونو د لېږد په مخه کې کې خپلې لارې تړي او په دې ډول يې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

هغه وویل چې افغانستان په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګرۍ د ودې لپاره کوښښونه کوي او د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو څخه یې غوښتنه داده چې په دې برخه کې شته تخنیکي ستونزې حل او د بشپړې همکارۍ زمېنه برابره کړي.

د ولسمشرۍ ماڼې وايي چې پر پاکستاني باروړونکو موټرو د افغانستان له خاورې د تېرېدو ممنوعیت خبر ټولو سرحدي بندرونو ته ورکړل شوی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ