کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ارزګان چارواکي: د بهرنیانو په هوايي ملاتړ جنګیږو

ارزګان چارواکي: د بهرنیانو په هوايي ملاتړ جنګیږو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ارزګان والي ویاند «دوست محمد نایاب» وايي چې د بهرنیو هوايي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړې ته ادامه ورکوي.

ښاغلي نایاب له المان راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دولتي ځواکونو ترڅنګ د ایساف جنګي جیټ الوتکې د طالبانو اهداف په نښه کوي او ډیر ژر به طالبان له ترینکوټ ښار څخه په شا وتمبوي.

د ارزګان والي ویاند زیاته کړه چې نن سهار د امریکایانو بې پیلوټه الوتکو د ترینکوټ ښار په فضا کې پروازونه کړي او په هوايي بریدونو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

نوموړي ادعا وکړه چې یوازې تېره ورځ ۷۵ طالبان وژل شوي چې ډیر یې د جنګي الوتکو په بمبار او د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

هغه د دولتي ځواکونو، امریکایانو او ایساف هوايي بریدونه اغیزمن وبلل او زیاته یې کړه چې کورني او بهرني هوايي ځواکونه او بې پیلوټه الوتکې شپه او ورځ د ترینکوټ په ښار ګرځي.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم ویلي وو چې د ناټو هوايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملاتړ په طالبانو بریدونه کړي ډي.

د ارزګان والي ویاند ادعا وکړه چې په تېرو څلورو ورځو کې يې ۴۵۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو خپل تلفات یې د ۲۰ په شاوخوا کې وګڼل.

ښاغلی نایاب په داسې حال کې تر څلور سوو زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولې ادعا کوي، چې په ترینکوټ ښار د برید په لومړۍ ورځ نوموړي د ټولو بریدګرو طالبانو شمېر سلګونه بللی وو.

طالبان د دولتي چاوراکو لخوا د تلفاتو اعلانیدونکي ارقام په کلکه ردوي، او هغه د چارواکو د مورال یوازينۍ اسره بولي.

د ارزګان والي ویاند زیاتوي چې لا هم د ترینکوټ په ښار کې جګړه روانه ده، او هیله یې څرګنده کړې چې د هوايي بریدونو په ملاتړ به ځمکنۍ قواوې وتوانیږي چې طالبان په شا تمبولو ته اړ کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ