کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو د اختر په مناسبت د خپل مشر پیغام خپور کړ

طالبانو د اختر په مناسبت د خپل مشر پیغام خپور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر مولوي هبت الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور کړی.

د طالبانو مشر په دې پیغام کې چې تر ډیره بریده خپلو کسانو ته د لارښوونو بڼه لري، طالبان له ولس سره ښه چلند، د ملکي تلفاتو مخنيوي، د عام المنفعه تاسیساتو حفاظت او تر خپل واک لاندې سیمو کې د امنیت او عدالت تامین ته رابللي دي.

د طالبانو مشر په خپلو لیکو کې ټولو نظامي او ملکي مسئولینو غږ کړی چې د دیني او عصري تعلیم، روغتيايي خدماتو، لارو، پلونو او نورو ټولګټو کارونو ته ځانګړې توجه وکړي.

مولوي هبت الله اخندزاده په خپل پیغام کې طالبان د نفس تزکیې، اخلاص، تقوی او عدالت ته وربللي او په هغوی يې غږ کړی چې له ظلم او خیانت څخه ځان وساتي او دغه راز له قومي، سیمه ییز او ژبني تعصب څخه په کلکه ډډه وکړي.

نوموړي طالبان د خپلو صفونو تصفیې ته متوجه کړي او غوښتنه یې ترې کړې چې «بدکاره، بدنام، عیاش،دنیا پرست او بد اخلاقه» کسانو ته دې په خپل صف کې ځای نه ورکوي، ځکه چې د نوموړي په باور، دغسې کسان د ولس د آزار سبب ګرځي.

د طالبانو د مشر د اختر دغه پیغام طالبانو ته لارښوونه کوي چې له هغو کسانو سره ښه چلند وکړي چې د «کابل فاسدې ادارې» څخه راووزي او طالبانو سره یوځای کیږي.

په پیغام کې د نظامي مبارزې ترڅنګ د فرهنګي مبارزې په رول هم څرګندونې شوي او طالبانو ته یې سپارښتنه کړې چې د خلکو د اذهانو د تنویر په لار کې ژبنۍ او قلمي مبارزه وکړي او خلکو ته د «جهادي صف حقانیت او کامیابي او د غلامۍ او محکومیت تاوانونه» په ډاګه کړي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندازاده هغه افغانان له خپلو دندو لاس اخیستو ته رابللي چې په افغانستان کې له بهرنیانو سره په نظامي او ملکي برخو کې هکاري کوي. نوموړي زیاته کړې:

«په ټولو هغو افغانانو غږ کوم چې د بهرنیو اشغالګرو سره په نظامي او ملکي برخو کې کار کوي، چې دوی دي یوه شیبه په خپل موقف له سره غور وکړي، دوی باید پوه شي چې په افغانستان د امریکا او متحدینو برید د اسلامي امت په وړاندې د کفارو د نړیوالې جګړې یوه برخه ده چې عمده هدف یي د واقعي اسلامي نظام له منځه وړل، پرځای یې خپل تربیه شوي غلامان قدرت ته رسول او په دې اسلامي خاوره کې د خپلو اسلام ضد قوانینو، افکارو، عقائدو او رسومو خپرول او ترویج دی؛ نو دوی باید د خپل دې خطرناک موقعیت په باره کې چې د اشغالګرو د جنګي صف ملګري دي ژور فکر وکړي».

د طالبانو مشر د اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې وايي چې روانه مبارزه یې کومه نامشروعه جګړه نه ده، بلکې د هغه بهرني یرغل پر وړاندې جنګیږي چې د توپ او ټانګ او طیارو په زور یې «یو اسلام ضد، پردیپال او ګوډاګی نظام» په هیواد تپلی دی.

په دې پیغام کې ښاغلي هبت الله اخندزاده د نظامي جګړې په مشروعیت د ټینګار ترڅنګ په سیاسي مبارزې هم خپل باور څرګند کړی او ویلي یې دي چې سیاسي دفتر یې په همدې خاطر له نړۍ سره د اړیکو په موخه ټاکلی دی. هغه له اسلامي هیوادونو او ولسونو څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو د «برحقې داعیې» ملاتړ وکړي.

ددغه اختریز پیغام په پای کې د طالبانو بهرني سیاست ته په اشارې ویل شوي چې طالبان له نړیوالو سره په داسې اړیکو باور لري چې پر اساس یې په راتلونکي کې هیواد د نورو له ضرر څخه وساتل شي او هم له افغانستان څخه نورو ته ضرر ونه رسیږي.

د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د اختر پیغام نن ټکی اسیا ته هم رارسیدلی، چې دلته یې لوستلی شئ.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    ډیرداسلام مطابق اعلان اومسلمانانوته هدایت دۍ زمایوپیشنهاد دقرآن داوامرومطابق الله تعلی ج په قرآن کی فرمایی:فلاتخشواالناس واخشون ولاتشتروابآیتی ثمناًقلیلا ط ومن لم یحکم بمآانزل الله فاولءک هم الکفرون (الماءده ۴۴)معنی(پس مه ویریږۍ تاسودخلکوڅخه اوووویرږۍ له ماڅخه اومه اخلۍ په بدل کی زمادآیاتوقیمت لږاوڅوک چه فیصله ونکړی په هغه څه چه نازل کړی دی الله پس دغه خلک کافران دی)که تاسو محترم دټولومسجدواوامامانو مصارف له عوامواواسلامی ملکووغواړۍ نوبه دانماالصدقت للفقرآء……۹..التوبه ۶۰)دپورتنی آیات دمخالفته قوم اوملک خلاص کۍ اوهم دتاریاکودممنعیت امرصادرکۍ چه الله په ۵سوره الماءده ۳۲،۳۳کی سخت حرام کړی دی الله به ژر توفیق دکامیابۍ درکی په احترام سنبله ۲۱،۱۳۹۵.