ټولنیزه برخه

د مجلې ژورنالیزم- لومړۍ برخه

مجله د ډله یېزو رسنیو هغه اغېزناکه وسېله ده چې د کتاب او ورځپاڼې ترمنځ ځای لري. دا په دې معنا چې د کتاب او ورځپاڼې اکثره یا ځينې ځانګړتیاوې په مجلې کې تر سترګو کېږي.

خو نه کتاب او نه هم ورځپاڼه ورته ویل کېدای شي.

د بېلګي په توګه په ډېرو هېوادونو کې د خارجي پالیسۍ په اړوند مجلې خپرېږي چې د کتابګوټي (رسالې) یا هم کټ مټ د ورځپاڼې په څېر وي؛خو هره ورځ نه خپرېږي. ځينې خو ډېر خبري توکي هم لري او په اونۍ کې یو ځل خپرېږي او تر ډېره حده د اونۍ پېښو ته کتنه کوي لکه ټایمز،اکانومیسټ،نیوزویک او داسې نور ؛خو دا ټولې مجلې دي.
په دې معنا چې مجله هغه خپروني ته ویل کېږي چې د يوې ټاکلې مودې څخه وروسته په منظمه توګه خپريږي،دا موده باید تر یوې اونۍ لږ  نه وي او بله ځانګړتیا یې کېدای شي دا وي چې د پاڼو د کیفیت له پلوه هم تر ورځپاڼو ښه وي.آن دا چې په ځینو پر مختللیو هیوادونو کې د پاڼو کیفیت دومره ښه دی چې را نېول او پېرودل یې د عامو خلکو تر توان جګ دی او تر ډېره بریده په مجلو کې هنري او ګرافیکي کارونه هم تر سترګو کېږي چې په ورځپاڼه کې ډېر لږ آن د نشت سره برابر وي.
پېژندنه :
د مجلو ،جریدو او رسالو خبریالي ته مجلاتي خبریاليیا (Magazine Journalism) ‌وایي.
خبریالي د لومړي ځل لپاره په مجلو او جریدو سره پيل شوه . دغو مجلو په بېلابېلو بڼو او ځنډونو سره خپرونې کولې. په ټاکليو وقفو سره خپرېدونکیو خپرونو ته مجله، رساله او جریده ویل کېږي.دغه درې لغتونه په ښکاره که څه هم یو ډول ښکاري خو د معنا له مخې یو تر بله توپير هم کوي ،چې باید دلته پرې پوه شو :
مجله :
په مجلو کې د لوستونکیو د را ماتولو او جلب تومنه وي ،بېلابېل او په زړه پورې توکي پکې خپریږي.
جریده :
هغې خپرونې ته وایي چې ټولټال مواد یې یو ډول وي، یا د یوې ځانګړې سکالو (موضوع) په اړه خپرونې کوي. د بېلګې په توګه ، طبي جریده،کرنیزه جریده،رسمي جریده، ساینسي،هنري او نورې جریدې .
رساله :
د لیکنو او مضامینو هغې ټولګې ته وايي،چې په پرله پسې ځنډ او وقفو سره خپرونې کوي.
سترې او  په ډېر تېراژ خپرېدونکي ورځپاڼې د جمعې یا یکشنبې په ورځ د اونیزې مجلې ((Sunday Magazineپه نوم یوه اونیزه رساله خپروي او زیاتره له ورځپاڼې سره نښتي او ضمیمه وي.
د مجلاتي خبریالي (ژورنالیزم) د را ښکون او ورځنۍ پرمختیا له امله رادیو او ټلویزیون هم پر ځينو علمي،سیاسي او ادبي خپرونو پيل کړی،چې د مجلاتي خبریالۍ په کړۍ کې راځي.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x