افغانستان

د فراه د مرکزي محبس بندیان لا هم اعتصاب ته ادامه ورکوي

نن ټکی آسیا: د فراه زندان هغه شل تنه بندیان چې وايې د تېر لوى اختر په مناسبت د ولسمشر د زندانيانو د عفوې په فرمان کې دوى هم شاملیږي، خو شامل شوي نه دي، د نه خوړو اعتصاب چې د تېره شنبې په ورځ پيل شوى لا هم دوام لري.
د فراه زندان  دا بندیان چې  ١٨ تنه يې نارينه او دوه يې ښځينه دي، د تېرې شنبې راهيسې د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړى .

د فراه زندان مدير ډګروال عبدالقيوم عظمي پژواک اژانس ته د زندانیانو اعتصاب تائید کړی او په خبره یې نارينه وو يې خولې هم ګنډلې دي.
عظمي وايي،چې د ياد شوي فرمان له مخې، د دې زندان ٢٣ زندانيان خوشې شوي او ١٠٢ تنه د بند له تخفيف څخه برخمن شوي دي .
په فراه کې د ولسمشر د فرمان د پلي کېدو کمېسيون مشر څارنوال بازمحمد وايي، د فرمان له مخې په شرايطو برابر هغه بنديان  خوشې کيږي ، چې د بند نيمه موده يې تېره کړې وي،خو دغو زندانیانو یې کابو د نیمې-نیمه موده تېره کړې.
د فراه د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر ويلي چې دې خپله له يادو دوو اعتصاب کوونکو ښځو سره چې د قتل په تور په ١٧ او ٢٠ کاله بند محکومې شوي، ليدلي دي او ورته جوته شوې چې دغه دوه بنديانې د تېر لوى اختر د عفوې په فرمان کې شامليږي.
د یادونې وړ ده چې د فراه زندان ١٨٢ بندیانو د روان کال د وږي په مياشت کې هم د پنځو ورځو لپاره  د نه خوړو اعتصاب کړى . دوی هم د اعتصاب ورته لامل په ګوته کاوه او په وینا یې د بند مودې د تخفيف له فرمان څخه محروم شوي او دوسيې يې نه څېړل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x