کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / د “فقهي” په رڼا کې د قربانۍ څاروی ومومئ!

د “فقهي” په رڼا کې د قربانۍ څاروی ومومئ!

ژباړنه او ټولونه: م. حمدالله (دانشمند)

د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ او وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له پشرلي موږه سره په تنه کې برابرو بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.

د قربانۍ څاروی باید له هغو عيبونو نه سالم(خوندي) وي، چې د وازدې يا غوښې د کمبوت لامل کېږې، يا کاملا د څاروي منفعت او ښايست له مينځه وړي. د ياد قانون په رڼا کې په لاندې ياد شوو څارويو اضحيه (قرباني) نه ده روا:

۱- هغه څاروی چې ړوند وي.
۲- چې د يوې سترګې ديد يې بايللی وي.
۳- چې ژبه يې پرې شوې وي.
۴-چې د ژبې زياته برخه يې پرې شوې وي.
۵- چې پوزه يې پرې شوې وي.
۶- دواړه يا يو غوږ يې پرې شوی وي .
۷- چې دواړه يا يو غوږ يې(خلقة) پيدايښي نه وي.
۷- هغه چې د يوي غوږ ډيره برخه يې پرې شوې وي.
۸- هغه ګوډ چې د حلاليدو تر ځايه پر خپلو پښو نشي تللای.
۹- چې د مخ يا دشا پوښه يې يا پرې يا مور زاده نه وي.
۱۰- چې د تيانو سرونه يې يا پرې يا وچ شوې وي.
۱۱- چې «لم» يې پرې شوی وي يايې مور زاده نه وي.
۱۲- چې د “لم” زياته برخه يې پرې شوې وي.
۱۳- چې لکۍ يې پرې شوې يايې پيدايښي نه وي.
۱۴- چې د لکۍ زياته برخه يې پرې شوي وي.

یادونه: دريمه برخه پرې يا له دريمې نه کم، د قربانۍ مانع نه ده، له دريمې نه زياته پرې شوې برخه مانع ده. په دې فتوی هم ده . “الفتاوی الهندية عن قاضیخان”.

یادونه: لکۍ له مسترسلو(زوړنده) وېښتانو بالا اندازه کول کېږي.

۱۵- چې بيماري يې کتونکي ته څرګنده وي.
۱۶- چې د هډونو ماغزه يې د ډنګر والي له امله ختم شوې وي.
۱۷- چې د علاج له امله يې شودې بندې شوې وي.
۱۸- چې قاذورات(ګندګي) خوري، بل څه نه خوري تر هغه چې غوښه يې په تړلو حلاله شوې نه وي.

یادونه:  اوښ ۴۰، غويی ۲۰ او پسه ۱۰ ورځې بايد و تړل شي، په دې توګه یې غوښه حلاله ګرزي.

۱۹- چې وحشي وي، يا له وحشي مورنه زېږېدلی وي، لکه: هوسۍ او…
۲۰- نرښځی وي.
۲۱- هغه اوښ، غويی او ګاو مېښ، چې
له دوو تيانو يې شودې نه راځي.
۲۲- هغه مېږه/ وزه چې له يوي تي نه يې شودې نه راځي.
۲۳- هغه څاروی، چې پیدایښي یې سترګې نه وي.

ځينې نور څاروي هم شته چې د احنافو په کتابونو کې يې يادونه نه ده شوې، البته دنورو مذاهبو کتابونويې بيان کړي، چې پکې له کاڼه، او ګونګي او… نه هم ياد ګيرنه شوې.

یادونه: یاد عیبونه که د بډای د قربانۍ څاروي ته تر پېرلو وړاندې رسیدلي وي، که وروسته ور سره لاس او ګرېوان شي پرې نه ده روا. د ناداره څاروی کوم یې چې د قربانۍ په نیت پېرلی وي لوړ په لیکه عیبونه ورته کوم زیان نه رسوي. (تتار خانیه عن المحیط).

اوس به هغه عيبونه را وسپړو، کوم چې د نوموړي قانون په استناد څاروی له اضحيې(قربانۍ) نه، نه وباسي، هغه په لاندي ډول دي:

۱- هغه څاروی، چې خلقة (پيدايښي) ښکر نه لري، داراز که يې ښکر مات شوي وي؛ خو چې د دماغ هډيې نه وي ښکاره شوی.
۲- چې سترګې يې کږې وي؛ خو ديديې نه وي زيانمن شوی.
۳- چې يو، يا دواړه غوږونه يې کم وي.
۴- چې غوږونه يې څيرې وي، که څه هم څيرې والی يې تر دريمې برخې رسېږې. ۵- چې غوږونه يې سري وي، خو چې د سري کېدو له امله يې د غوږونو زياته برخه نه وي زيانمنه شوې.
۶- چې غوږ يې د بېخ له لوري څيرې شوی وي، پري شوی نه وي.
۷- چې غاښونه يې نه وي البته څرول او خوراک به کولی شي، کنه، بيا پرې نه ده روا.
۸- چې ليونی وي؛ خو شرط دادی چې خوراک به کولای شي، ورنه، پرې نه کېږي.
۹- چې ګرګجن وي؛ خو چې څورب وي. ۱۰- چې غوږونه يا بل اندام يې په اور داغلی شوی وي.
۱۱- چې په غوږونو يې “سمه” ايښول شوې وي.
۱۲- خصي څاروی؛ ځکه دغړې کمتوب يې د وازدې او غوښې په زياتوب جبرانيدلای شي.
۱۴- چې د تناسل اله يې پريكړی شوې وي . ۱۵- چې وړۍ/ اوزغنې يې پرې شوې وي.
۱۶- چې ټوخی يې کېږي، په دې شرط چې بله ښکاره بيماري به نه لري.
۱۷- د ذبحي پر مهال که ګوډ يا ړوند شي قرباني پرې کيدلای شي.
۱۸- چې غولانځه يې کمه وي خلقة(پيدايښي) خو پرېکړی شوې به نه وي. ۱۹- هغه پسه چې ژبه يې پيدايښي نه وي، باک نه لري؛ ځکه پسه خوراک په غاښونو کوي، غويی نه ده روا؛ ځکه هغه خوراک په ژبه کوي.
۲۰- که یې ښنګري نه وي؛ خو پرې تللای شوای.
۲۴- که یې ښکران پېچلي وي.

والله تعالى اعلم.

المأخذ: (الموسوعة الفقهية ۴ / ۸۳ – ۸۷، بدائع: [ ۵/ ۷۵- ۷۶ ]، ابن عابدين: [ ۵/ ۲۱۲- ۲۱۴]، التاتارخانية:[ ۱۷ / ۴۲۵ – ۴۳۵ ]، هندية: [ ۵ / ۲۹۷ ]، المحيط البرهاني: [ ۶ / ۹۲ – ۹۴ ] ) .


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ