خبرونه

مولوي جلال الدین حقاني د خپل زوی شهادت د هغه د بري راز بولي

نن ټکی آسیا : د طالبانو د رهبري شورا غړي  او د هېواد علمي او جهادي شخصیت الحاج مولوي جلال الدین حقاني د یوه پیغام له لارې د خپل زوی د شهادت مبارکۍ خپل مشر ملامحمد عمر مجاهد ، خپلو لارویانو او ټول افغان ولس ته ورکړه.

نوموړي د خپل زوی د شهادت په مناسبت په خپل خپور کړي پيغام کې ویلي،چې زموږ کورنۍ د جهاد او شهادت کورنۍ ده.  ډاکتر نصیرالدین نه زموږ د کورنۍ لومړنی او نه به هم وروستی شهید وي او په خبره یې شخصاً په خپل دې فاني عمر کې هم د شهادت په ارمان دی.
ښاغلي حقاني خپلو لارویانو ته ډاډ ورکړی چې که د خپل مشر (ملامحمد عمر مجاهد) تر حکم لاندي همداسې په اتحاد او اتفاق او د صلیبي یرغلګرو پر خلاف خپلې مقدسې مبارزې ته ژمن واوسي؛نو ډېر ژر به خپل اهداف تر لاسه کاندي.
د پیغام په پای کې راغلي : « وروڼو !  له کافرانو سره دمقابلې په صف کې زمونږ  د مجاهدینو شهادت  زمونږ  دکامیابي  لامل دی  نه  زمونږ دناکامي لامل ، زمونږ د ناکامي لامل به زمونږ انحراف او د شهیدانو له مبارکو وینو سره خیانت  او تفرق وي چې الله تعالی دی مونږ  او په مجموع کې ټول اسلامي امت له دغه مهلک خطر څخه وژغوري.»

د ښاغلي جلال الدین حقاني د پيغام متن لاندې ولولئ :

=======================================================================================================

افغان مجاهد ولس ته  د شهید ډاکټر نصیر الدین (حقاني) د شهادت په مناسبت

داسلامي امارت درهبري شوری دغړي علمي اوجهادي شخصیت مولوي جلال الدین (حقاني)  پیغام

مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ  فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ  وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا – الاحزاب ۲۳-

د افغانستان مؤمن او مجاهد ولسه  او له صلیبي یرغلګروسره جنګیدونکو مجاهدینو!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .

تر هرڅه له مخه عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله ، سرښندونکو مجاهدینو  او خپل ځان ته  د جهاد او سرښندنې دلارې دیوه سرښندونکي مجاهد ، شهید نصیرالدین (حقاني) د شهادت تبریکي وایم ، الله تعالی دې نوموړی په خپل دربارکې د شهیدانو، صدیقینو او صالحینو په جمله کې قبول کړي .

وروڼو!  د الله تعالی په لارکې شهادت هغه لوړ افتخار دی چې رسول اکرمصلی الله علیه وسلم  له خپل ټول افضلیت او لوړمقام سره سره  د هغه غوښتنه کړې او په مبارکو احادیثوکې دشهید ستر مقام ستایلی .

شهادت یو ځانګړی ویاړ او سعادت دی چې یواځې د الله تعالی مخلص بنده ګان ورباندې  ویاړل کیږي ، شهادت فضیلت دی چې د جهاد د لارې د غوره مجاهدینوپه نصب کیږي او بالاخره شهادت په معنوي لحاظ د مجاهد موفقیت دی چې د هغه په وسیله  د څښتن تعالی د رضا مورد ګرځي  او په  بدل کې یې  د جنت الفردوس  په  تلپاتي نعمتونو نازول کیږي .

مسلمان  مجاهد ولسه ! نن چې  زمونږ  غیرتي مجاهدین  له خپل  هیواد څخه  د دفاع په سنګروکې  له یرغلګرو سره  په مقابله لګیادي  الله تعالی  د هغوئ  د شهادتونو  او قربانیو له وجې  په  دغې تاریخې مقابلې کې ډیر ستر فتوحات  ورپه برخه کړي  ، داسې فتوحات  چې  مغرور  دښمن یې له خپل ټول پوځي او تخنیکي ځواک سره سره سخت وارخطاکړی ، د تیښتې لاره یې ترې ورکه کړې  او نړیوال وجهات یې تر پښو ورلاندې کړی  .

وروڼو!  دجهاد لاره  د قربانیو او سرښندنو لاره ده  ، د جهادي قربانیو دغه لړۍ   د احد په تاریخې غزاکې د حضرت حمزه  رضی الله عنه  له شهادته پیل او د څوارلسوسووکلونو  په تیریدو سره  لا همداسې جاري ده ، شهید ډاکټر نصیر  هم داسلامي نظام دحاکمیت اودخپل ګران هیواد دازادۍ په مبارزه کې د دغې ویاړمنې لارې  یو لاروی  وه  چې بالآخره خپل  آرمان  ته پکې ورسید،  الله تعالی دي  شهادت قبول کړي .

شهید  ډاکټر نصیر  زمونږ  د کورنۍ نه لومړنی شهید  اونه  به  اخرنی شهید وي ، بلکې  د حقاني ټوله کورنۍ  د جهاد او شهادت  کورنۍ ده ، د الله تعالی  د نظام  د تحکیم  او د هیواد  له حریم  نه  د دفاع په لاره کې  یې  شهادت  ترټولو ستر  آرمان دی، ماته  خپله   د هیواد  د هرشهید په شهادت کیدو دا غبطه راځې چې کاشکي  دغه  د شهادت  تاریخي ویاړ زما په برخه شوی وای  ، ما د خپل فاني عمر ډیره برخه په دې آرمان کې تیره کړې  چې  کله به مي  دشهادت  افتخار په  برخه کیږي ، الحمد لله  مونږ  اوتاسو مسلمانان یو ، او مسلمانان  د خدای په لارکې شهادت  دومره خوښوي لکه کافران  چې  د  دنیایي ژوند خوندونه  او نعمتونه خوښوي .

مسلمانو  افغانانو  او ګرانو مجاهدینو ! زمونږ  غیرتي  ولس له تیرو  دری نیمو لسیزو راهیسي   په خپل هیواد کې  د اسلامي نظام دتحکیم په غرض قرباني ورکوي ، د هغوئ  سرښندنې او  د جهاد په لاره کې توي شوې مبارکې وینې  ډیرې قیمتي دي ، مونږ تاسو ټول باید د هغوئ  د وینو  درناوی وکړو او د هغوئ   د وینو او شهادتونو  درناوی  په دې سره کیږي  چې مونږ   د الله تعالی د نظام د تنفیذ او اسلامي سپیڅلیو احکامو  پیروي وکړو ، دامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهدحفظه الله په مشرئ جهادي صف مو  متحد وساتو ، دخپلو  مشرانو  اطاعت  وکړو  او  دخپل  ځوریدلی ولس  د آرامۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړو .

وروڼو !  له کافرانو سره دمقابلې په صف کې زمونږ  د مجاهدینو شهادت  زمونږ  دکامیابي  لامل دی  نه  زمونږ دناکامي لامل ، زمونږ  د ناکامي لامل به زمونږ انحراف او د شهیدانو له مبارکو وینو سره خیانت  او تفرق وي چې الله تعالی دی مونږ  او په مجموع کې ټول اسلامي امت له دغه  مهلک خطر څخه  وژغوري .

والسلام

مولوي جلال الدین ( حقاني)

۱۴۳۵/۱/۱۰هـ ق

۱۳۹۲/۸/۲۲هـ ش ــ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x