
شعـــــرونه
غزل/ عاکف مهاجر
عاکف مهاجر
مینه اعدام مني اعدام قبلوي
مین اورونه مني اور په ځان بلوي
مین سړی یمه په مینه کې پروا نه کوم
رسۍ راواخله دا اعدام مې تر اسمان رسوي
ساه رانه واخله عزرائیله زر رادرومه
طالب سړی یم حورې راته لاس ښوروي
دشهادت جام مې په شونډو ایښی
ځمه جانان ته له جهانه مې جانان بیلوي
ګناه مې داده چې په تا مین یم
یمه مجرم په دغه جرم مې جهان زوروي
ربه تلوار ېې ده تر تا در درومي
عاکف وصال ته دې هر لار لټوي