کور پاڼه / ټکنالوژي / آیا فضایي سپوږمکی کولای شي، د بل هېواد حریم ته داخله شي او په اړه يې معلومات ترلاسه کړي؟؟

آیا فضایي سپوږمکی کولای شي، د بل هېواد حریم ته داخله شي او په اړه يې معلومات ترلاسه کړي؟؟

افضل محمد وقار

لکه څه ډول چې په ځمکه کې دځمکې دسترو او اقتصادي هېوادونو په خاص ډول دامرېکې او روسیې ترمنځ په مختلفو برخو کې په مرموز یا هم ښکاره ډول جنګ روان دی،په همدې ډول فضا هم دګڼ شمېر هېوادو ترمنځ دجنګ او رقابت میدان ګرځېدلی.

دسوال دوضاخت لپاره که دسټلایټونو مدارونو ته مراجعه وکړو لابه ښه پوه شو.  په لومړیو وختو کې فضا ته استول کېدونکي سپوږمکیو مدارونه نسبت اوسني خالت ته لنډ وه . دغه مدارونو ته low orbit ویل کيږي،چې دځمکې نه ۳۶ زره کیلومتره فاصله لري.عمومًا دسپوږمکی خرکت دځمکې دمخوري حرکت موافق دی،یعنې دلويديځ نه دختیځ په طرف دی،خو که چېرې سپوږمکی په لو اوربېټ کې ځای پر ځای شي،نو دخرکت سرعت یې نسبت دځمکې دمخوري خرکت څخه څوچنده زیات وي.وروسته کشف شوه چې که دځمکې په شاوخوا دسپوږمکی دمدار شعاع زیاته شي یعنې دځمکې دسطحې نه یې فاصله زیاته شي ،نو دسپوږمکی سرعت کميږي. په دې خالت کې دځمکې مخوري خرکت او دسپوږمکی دوران دځمکې په چاپېر په ۲۴ ساعتو کې سرته رسیږي،نو ځکه سپوږمکی دځمکې سره دموافق خرکت له نګاه دیوې ثابتې نقطې بڼه غوره کوي،او یو مشخص فریکانس ځانته غوره کوي.

نو ځکه دځمکې په شاوخوا مشخص مدارونه دي چې ،سپوږمکی پکې مشخص فریکانس او موقعیت غوره کولای شي.ددغه فضا په رامنځته کېدو هر هېواد کوشش وکړ تر څو دلته یوه ساحه ولري،نو له همدې امله نړیوال سازمانونه ایجاد شول،او دغه فضا یې دهېوادو تر منځ تقسیم کړه، او دغه مدارونه په ۱۸۰ درجو کې تعریف شول،او تر اوسه په دې مدارو کې تقریباً ۳۰۰ سپوږمکی موجودې دي.

دنړیوالو قوانینو په اساس په فضا کې دهر هېواد برخه مخدوده شوه،او هر هېواد دیوې یا څو نقطو لرونکی شو. ورسته دITU   قانون تر تصویب وروسته دغه فضایې برخه دنوموړي هېواد یوه برخه وګرځېده ،او هر هېواد اجازه لري چې په خپل مدار کې سپوږمکی ځای پرځای کړي،او خپل هېواد تر پوښښ لاندې راولي.

اوس اساسي موضوع داده چې ایا دغه سپوږمکی دکوم بل هېواد په اړه دمعلوماتو دراجمع کولو اجازه لري او کنه؟؟

دا یوه خقوقي مسله ده،چې په اصل کې دا اجازه ددوی لپاره په هېڅ صورت نشته ،ځکه دفضایی ساحو وېش دهمدې لپاره وه،چې دهېوادنو تر منځ په فضا کې هم یو سرحد قایم شي. دغه قانون دهغه هېوادونو تر منځ چې سیاسي اړیکې یې ښې نه دي ،همېشه په ښکاره یا مرموز ډول مات شوی دی. د مثال په ډول روسیې،چین،امرېکې متحده ایالاتو،شمالی کوریې، اسراییلو او ځینو نورو هېوادونو جاسوسې سپوږمکی Spy satellites فضا ته واستولې،کوم چې دخپلو ګاونډیو یا هم نورو هېوادونو په اړه پټ معلومات راټولوي ،چې ځینې هېوادونه بار بار شکایتونه هم کړي دي، او د خپل هېواد لپاره دا یو خطر بولي. دا چې سپوږمکی دځمکې نه ډېره لرې واقع وي نو ځکه دځمکې زیاته برخه تر پوښښ لاندې راوستلی شي. دځینو اصولو او نړیوالو قوانینو په اساس دځینو مواردو په اړه لکه د دنقشې اخیستل،تصاویر اخيستل،دهوا وړاندوینه او داسې نورو په اړه بیا داجازې خق لري.

بله موضوع په فضا کې دسپوږمکی پردي خریم ته داخلېدل دي،په د ې اړه یو قانون شتون لري چې که په یو مشخص وخت مثلاً  ۱۵ کالو پورې یو هېواد دخپل فضایي ساحې څخه استفاده ونه کړي نورو هېوادونو ته یې واک ورکول کيږي ،خو په دې شرط چې دپوښښ نړیوال اصول مراعت کړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ