شعـــــرونه

د انتظار شېبې

اشنا ملګري روانيږي اجازت راكوه
د انتظار شېبې اوږديږي اجازت راكوه

بيا ملاقات به پر كوثر له ذوالجلاله غواړو
نن د فراق حكم چليږي اجازت راكوه

تر مودو وروسته مي د بخت ستورى ځلانده ښكاري
د بري خوب مي ريښتيا كيږي اجازت راكوه

مُتَرَصِد وايي تلوار وكړئ را ووزئ ښكار ته
خونخوار سرونه را رسيږي اجازت راكوه

چي د مظلوم سوي آهونه يې پر جوش راولي
دا وينه كله قراريږي اجازت راكوه

د مړه وجدان خاوند به كله شي را ويښ له خوبه ؟
يتيم په سرو اوښكو ژړيږي اجازت راكوه

دا پلنګونه خو دي خداي واړه په اور وسوځي
چي بې إحساسه پر ويديږي اجازت راكوه

بيا به مي وليكې په ياد كي څو غمجن بيتونه
نظامه اوس وخت را لنډيږي اجازت راكوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x