افغانستان

د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ موافقه لاسلیک ته چمتو شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): حزب اسلامي وايي چې د حکومت سره یې د سولې مذاکرات نهايي شوې او ډیر ژر به د دواړو لورو لخوا لاسلیک شي.

خو بل لوري ته ارګ بیا وايي چې د سولې مذاکراتو کې پرمختګ شوی خو تر دې دمه هوکړه لیک نهايي شوی نه دی.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي وو چې د اوږدو بحثونو وروسته د سولې د هوکړه لیک په ټولو موادو موافقه شوې ده.

هغه ویلي چې ټاکل شوې چې هوکړه لیک به د حزب اسلامي او ګډحکومت تر منځ نن شنبه په کابل کې لاسلیک شي.

بل لوري ته د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ویلي چې د حزب اسلامي سره مذاکراتو کې ډير پرمختګ شوی دی او تر دې دمه هوکړه لیک نهايي شوی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

ماته خو حزب سلامی نور مطرح نه دی، منحل شوی او منحل یی هم ویشل شوی . یو بهلول [ حکومتیار ] یو یی کن ( هلال ) بل یی کچکول ( بهیر ) . د روسانو سره د جهاد په اوایلو کی حزب اسلامی وو ، کله چه یی دګرمو وینو شهیدانی سپیڅلی جهاد په نړیوال یهودی استعمار وپلورلو حزب اسلامی د جال ته د یو څو ډالرو په مقابل کی تسلیم او دجال ته یی سجده وکړه د الله ج له بندګی ووت ، د جهاد پیاوړتیا یی زایله او د پرله پسی ذلتونو سره مخ شو ،… نور لوستل »

افغان

الله دی تا ته هدایت و کی.او که نه نو الله دی مه غثب آخته که

احمد

حزب سلامی او قیادت یی دی حد ته ورسیده چی نور په غیبت هم نه ارزی بی شرمی او تنزل هم باید یو خپل حد ولری حیران په دی یم سره ددی چی ځان مفسر بولی تر لنډ ژوند ورسته چی الله ج ته ورځی دهغه ځای لپاره څه ځواب لری ۰اوسنی سیاستونه خوهسی هم شرمیدلی دی خو دوی په سیاست او قیادت ښی ملنډی ووهلی او تر دی اضافه خبری پکی هسی سر خوږی بولم ټول دعقل خاوندان چی دفی سبیل الله جهاد ستړی یی لیدلی په حقایقو پوهیږی او ځینی خلک چی ددین پروری په ځای تنظیم پالنی… نور لوستل »

خپلواک

دوم افغان د لمړی افغان د تبصری په اړه لیکی [ الله دی تا ته هدایت و کی.او که نه نو الله دی مه غثب آخته که] کشکی همدا جمله یی حکومتیار او د هغه حزب سلامی ته لیکلی وی ، چه اوس ځی تسلیمیږی ولی دا تسلیمی یی د نجیب سره نه کوله له هغه وروسته به د دومره وژنو مخه نیول شوی وی . او س چه تسلیم شو لاسته راوړنی یی څه دی ؟ بی له دی چه دلایل ولیکی بی مورده دعا او بی مورده ښیری لیکی د حزب سلامی د غړو شیرو ته چه زیر… نور لوستل »

ضمیر

احمد صاحب ستا خبر بلکل سمه ده نور دوی ولاکه پدی وارزی چی پری بحث وشی په غیبت خو هیخوک نه ارزی ولی چی غیبت کبیره ګناه ده په هر حال ځما په نظر هر مجاهد دا دوعا وکری چی ربه خاتمه می راسمه کره یو وخت تر خکمتیار بل ستر مجاهد افغانستان کی نه وه کیدیشی داسی کوم کبر یی کری وی چی اوس ورته هر ناروا روا شکاری بهتره ده د یو ګمراه ته ښکنزل او بد ویلو په ځای الله نه عافیت وغوارو ولی چی کوم خدای حکمتیار دی ته اړ کړ چی هره ورځ اشرف غنی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x