کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / څلور افغان حاجیان په سعودي کې مړه شوي

څلور افغان حاجیان په سعودي کې مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): څلور افغانان چې سعودي ته د حج د مبارکې فریضې ادا کولو لپاره تللي وو، په دغه هېواد کې مړه شوي دي.

په سعودي کې حج او اوقافو وزارت هیئت یو غړي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه څلور افغانان په تېرو څو ورځو کې مړه شوي دي.

هغه ویلي چې یو افغان د طواف پر مهال او درې نور د ناروغیو له کبله ساه ورکړې ده.

سرچېنې په وینا مړه شوي کسانو کې یوه ښځه د ننګرهار، یو د بلخ، یو د سرپل دي او د څلورم هویت لا تر دې دمه نه دی مشخص شوی.

د یادونې وړ ده چې سږ کال شاوخوا ۲۴زره افغانان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي ته تللي دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ