نظــر

د زراعت وزارت او آیساف د پام وړ- د هلمند بيولوژيکې جګړه

امریکايې کارپوهان هر کال د هلمند ولايت کې د کوکنارو د کښت د موسم په وخت کې د الوتکو څخه  د کروندګرو په کښتونو کې  په بيولوژيکې وایروسونو (ميکروبونو) لړل شوی د کوکنارو تخم له هواء څخه پاشي، د کروندګرو ټولي ځمکې همدغه په بيولوژيکې میکروب لړل شوي تخمونه پوښ کوي.

د ويالو پر غاړه، پر دښتې او اوبه لرونکو ذراعتي ځمکو کې کوکنار پرته له دي چې کروند ګر پري وپوهيږي را شنه کيږي، او په هغو ځمکو کې چې کروندګر کوکنار کري، هلته تر نورو ځايونو همدغه امريکايې کوکنار ډیر شنه کيږي.

کروندګر چې په کوکنارو ډیر مصرف کوي، او بل بدیل کښت هم نه لري، نه دولت او نه هم نړيواله ټولنه د کروندګرو اصلې ستونزي ته پام کوي، هغوی پر دي نيت پر کښتونو زیات مصرف کوي او کيماوي کهود ورکوي ترڅو ښه حاصل ترلاسه او خپل قرضونه چې د کال په اوږدوکې يې کړي پرې خلاص کړي ، او د اولادونو له پاره يوه اندازه غنم هم د کوکنارو څخه ترلاسه شوو پيسو په مقابل کې واخلي.

درې کلونه  کيږي چې کله هم  د بزګرو کوکنار هغه حالت ته ورسيږي چې نور يې د حاصل ټولولو وخت وي، وچ شي، او حاصل نه کوی، امریکايې کوکنار هم چې دهمدغو فصلونو په منځ کې شنه وي، چې کله هواء پرې ګرمه شي خپله هم وچ شي او د کروندګرو اصلي کوکنار هم  وچ کلک کړي.

زه د کوکنارو د کښت پلوې نه کوم، ولي بايد چې کروندګرو ته بديله لاره وښودل شي، اوکه بديله لار نه وي، نو بيا په لومړي وخت کې د کوکنارو د کښت مخنيوی ؤشي، نه داچې شپږ مياشتي کروندګرخواري وکاږي، ځانونه قرضداره کړي، او کله چې د کوکنارو د حاصل وخت شي، هغوی ته د افغان دولت او بهرنيانو له خوا سزا ورکول شي.

د کوکنارو ترڅنګ د امريکايې کارپوهانو له خوا په دواء وهل شوې د کوکنارو تخمونه چې په پراخه پېمانه د هلمند ولايت په نادعلي، ناوه، بست / لښکرګاه،  مارجه، ګرمسیر، نهرسراج، موسی کلا، واشیر، نوزاد، کجکې، باغران او د ګرشک او نادعلي ترمنځ دښتونو کې پاشل کیږي، د هلمندي کروندګرو نور فصلونه او کښتونه يې هم متاثره کړي.

سږ کال د هلمند په يادو سيمو کې چې په ځينو سيموکې کروندګر کوکنار د امنيتې ستونزو او دولت لخوا د ګواښونو له امله نه کرې، دهغوی نور کښتونه هم وچ او حاصل نه ورکوي، کروندګر يې لاملونه همدغه د امريکا بيولوژيکې وایرسونه ګڼې چې ددوی نور حاصلات يې سخت متاثره کړي دي.

د لښکرګاه ښار ته نږدې سيمو کې چې هیڅ ډول د کوکنارو ښکاره او يا پټ کښت نه کيږي، بيا هم د امريکا او آيساف قوواو د الوتکو پر مټ په دغو سيمو کې پر دواء (بيولوژيکې ميکروب) وهل شوي د کوکنارو تخمونه له هواء څخه پاشل کيږي، په ذراعتي ځمکو، د ويالو پر غاړو او حتي ځينې ځايونه د سړکونو غاړو ته هم امريکايې کوکنار شنه کيږي، او وده کوي.

دغو امريکايې کوکنارو سږ کال د لښکر ګاه ښار ته نږدې او دا ډول د ناوي او بست سيمو هغه بزګر هم زيانمن کړل چې هغو ی د خپلو اولادونو د نفقې له پاره ترکاري (سبزي) کرلې وه، ولي دهغوی د سبزيو ټول ډولونه بيولوژيکې وايرسونو متضرر کړل او سبزيو يې ښه حاصل ورنه کی، دا ډول په  تورو بانجڼو او روميانو کې يو ډول کوچنې سورې پيداکيدل چې چنجی به نه وو خو بانجڼ او روميان د خوراک نه وو، او بازارکې کروندګرو ته ددوی سبزيجاتو پیسې نه جوړولي، چې ډیری کروند ګر اوسمهال قرضداره ځکه دي چې حاصلاتو يې هغه پيسي جوړې نه کړي کوم چې دوی پر ځمکو لګولي وي.

په  ډیرو يادو ولسواليو کې دا درې کلونه کيږي چې د لوبيا، ماش او دجوارو ښه فصلونه ، نه کيدل، او بزګرو يې له کمو حاصلاتو څخه سر ټکاوو.

سږ کال د هلمندې بزګرو چې د کوکنارو بدیل کښت بلل کيږي پخته (کالکي) د امریکايې بيولوژيکې وایروس (د کوکنارو پر تخمونو وهل شوې مواد چې امريکايان يې په ذراعتي ځمکو کې د هواء د لاري پاشي) له  امله دومره زيانمن وو  چې په ټوله کې يې حاصل په نښت حساب وو، د کالکو بوټو ښه زور کاوو، بوټي يې تر پخوا کلونو ډیر غټيدل، او بزګر خوشاله وو چې سږ کال به يې د پختې کښت حاصل ډیر ښه وي، خو چې کله يې د حاصل وخت رانږدې شو، د پختې ګلانو (کوکړيو) يو ډول توروالي پیداکي، سپينه پخته به توره شوه، او دا ډول د حاصل غوټۍ به يې اکثره وچې شوي.

په تيرو کلونو کې د يوجريب پختي حاصل له ۲ څخه تر درې خرواره کيدی، سږ کال نيم خراور او يا له هغه څخه کم حاصل يې ورکاوو.

په يو جريب ځمکه د هلمندې بزګرانو نږدې ۷۵۰۰   افغانۍ لګښت راځي، چې نوموړی لګښت  بزګروته لاسته ورغلی حاصل نه شي پوره کولای.

د جوارو بوټي په لومړی سر کې ډیره ښه وده کوي، کله چې دحاصل وخت شي، دجوارو ټانټه (خپله جواری) يو ډول پړسوب او توروالي پيداکي، چې  د امریکا له خوا دبيولوژيکې وایروس له شندلو مخکې دغه ډول د جوارو مرض د کښت په حالت کې چا نه وو ليدلی.

دا ډول بزګر د سوزبر (ماش، لوبيا، سبزيو او هندواڼود کښت وخت ) موسم ته ډیر خوشاله وي، په نادعلي، مارجه، ناوه، نهرسراج او لښکرګاه کې کروند ګر ماش او لوبيا هم کري، سږ کال د ماشو حاصل هيڅ کوم بزګر هم نه دی ترلاسه کړی، که چيرته کوم چا اخستي وي هغه به استثنايې شکل وي، د بيولوژيکې وایروس څخه دغه کښتونه دومره متاثره شوې وو چې کروندګرو خپل د ماشو او لوبيا شنه فصلونه چې حاصل يې نه وو نيولی په مال لرونکو خلکو د ډیرو کمو پیسو په مقابل کې خرڅ کړل او هغوی خپل پسونه ورخوشي کړل، د بزګرو د لوبيا او ماشو شنه بوټي مالونو وخوړل.

دا ډول سږ کال د هلمند په ډیرو ولسواليو کې پسونو پراخ مرګ درلود، ځينې مالدار وايې چې کيدای شي د پسونو د مرګ لاملونه هم  په يادو ولسواليو کې د شنو فصلونو خوراک وي، دغه بوټي چې د امريکايې کوکنارو د وایروس څخه زيانمن شوې وو مالونه يې هم زیانمن کړل او مرګ يې ورته واړاوو.

دا ډول ویل کيږې چې په يادو ولسواليو کې د کوچنيانو، ښځو او ځوانانو ته هم ډول ډول ناروغۍ ور پيښې وي، چې د هلمند خلک يې لاملونه په هلمند ولايت کې په ۲۰۰۱ کال او وروسته وختونو کې د بهرنيانو له خوا د ځينو کيماوي او کوچنيو اټومي سرګولولو او دا ډول  په ډیر لږ انداز کې کيمياوي وسلو کارونه ګڼي.

جوتيږي چې امريکايان او یرغلګر پوځونه زموږ له بزګرو سره داسي دښمني کوي چې هغوی او اولادونه  يې لوږې ته اړکړي او پایله داچې دغه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره د لاس او ګريوان له امله عصبي ستونزې پيداکړي.

سږ کال دنادعلي ولسوالي د شاول د دښت سيمې يو تن بزګر چې په ډیره زياته ځمکه يې کوکنار کښت کړي وو، او د خپل کښت دروزني له پاره يې څلويښت لکه پاکستانۍ کلداري قرض کړي وو، د خپل ټول کښت څخه دوه منه کوکنار يې ترلاسه کړل، کله چې يې خپل ټول کښت او کوکنار دلاسه ورکړل نو ځان يې د قرضونو له امله زندۍ کړ او خپل ځان يې وواژه، واړه ماشوم بچيان او ښځې يې بې سرپرسته پاتي شول.

په تیرو کلونو کې د پاکستان څخه دومره لوړه اندازه ذراعتي ټکټران  (تراکتوران) هلمند ولايت ته روان وو چې له تصور څخه پورته خبره وه، ځکه هلمندې کروندګرو چې به د خپلو کښتونو حاصلات واخستل نو په ترلاسه شوو پيسو به يې تراکتور اخستل، دا ډول د ایران هيواد څخه څلورسلنډره قوي ټکټران هم هلمند ولايت ته ډیر زيات راتلل، په لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې د ټکټرانو شورمونه ( دخرڅولو ځانګړي ځايونه) وو.

سږکال چې کروندګرو تاوان وکی او کښتونه يې د امریکايې کوکنارو (په وایروس لړل شوو تخمونو) له امله  حاصل ورنه کی، هغه پخوانې اخستل شوې تراکتورونه  د نورو ولايتونو پر خلکو په ارزانه بیه خرڅوي او د کال په اوږدو کې چې يې کوم قرضونه کړي وي هغه پرې اداء کوي.

که بهرنيان زموږ له عام ولس سره دښمني ونه لري نو کومه اړتيا ده چې په لښکرګاه او بست سيمو کې چې  له څوکلونو راهیسي کوکنار نه دی کرل شوي، دوی بيولوژيکې وایروس پاشي او د کروندګرو د سبزيوکښتونه زیانمن کوي؟

که بهرنيان زموږ له عام و لس سره دښمني ونه لري نو کومه اړتيا ده چې د کوکنارو په نوم زموږ د بزګرو د لوبيا او ماشو کښتونه په يو مخيز ډول د بيولوژيکې ميکروب پواسطه له منځه وړي.

که بهرنيان زموږ له عام و لس سره دښمني ونه لري نو کومه اړتيا ده چې د کوکنارو په نوم زموږ د بزګرو د پختې او جوارو  کښتونه د بيولوژيکې ميکروب پواسطه  زيانمن کوي او کروند ګر مو له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.

دا چې د هلمند ولايت اوسيدونکې په ټوله کې د هلمند له ځمکو څخه ترلاسه شوې غنم اوړه کوي او بيا همدغه اوړه د ډوډۍ  له پاره کاروي (د غنمو کښتونه تراوسه حاصل کوي او دامریکايې پوهانو له خوا په وایروس لړل شوې د کوکنارو تخم څخه په ښکاره متاثره نه ښکاري)، حتمي ده چې د بيولوژیکې وایروس تاثیر به خامخا پرې وي، کله چې خلک دغه غنم  د خوراک له پاره کاروي  ویره شته چې په راتلونکې کې به هلمندې کروندګر د ډول ډول ناروغيو انتظار باسي، لکه چې سږ کال يې ځينې نښې نښاني وليدل شوي.

د ذراعت وزارت او په ټوله کې افغان دولت د ځينو نورو لاسته راوړنو ترڅنګ په نړيوالو او کورنيو کنفرانسونو او مطبوعاتي غونډو کې د ذراعت د پرمختګ او اصلاح  څخه يادونه کوي، په پرله پسي ډول وايې چې په دي برخه کې يې ډیر پرمختګ کړي، ذراعتي تخمونه يې کروندګرو ته په وړيا ډول ويښلي، کيماوي سره يې بزګروته وړيا ورکړي، او د وچو ميو او لندو ميو په برخه کې دهيواد څخه د ميوو صادرات ډیر شوي.

هر کال د ذراعت وزارت اعلان کوي چې د افغان بزګرو د کښتونو په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راغلی، او ډیرځله په شمال کې دغنمو يادونه کوي.

بيا هم هر څه په کابل کې، د ذراعت وزارت کابل کي، د ذراعت وزارت ويندويان په کابل کې، او خپله وزیر صاحب يې له کابله مطبوعاتو ته د نورو له خولې خبره کوي، کاش چې د کرهڼې وزیر يو ځل زموږ د مظلومو او بیچاره کروندګرو احوال پوښتلی وای، سمه ده چې وزیر صاحب شمال ته ولاړی او هلته يې په باميان او ځينو نورو ولايتونو کې د کچالو فصلونه ښه وګڼل، خو هلمند چې د هيواد د غنمو کندو (ذخیره) او د ذراعت په برخه کې له ډیر پخوا څخه نو م لري، هیچا يې د کروندګرو څخه د هغوی د ستونزو پوښتنه ونه کړه.

هيواد مو له بېلابېلو بدبختيو سره مخ دی، زموږ په هيواد کې د نړۍ سترو قدرتونو ډول ډول وسلې وکارولي، د افغان – انګريز جګړو کې انګيزانو خپلې د هغه  وخت موډرني وسلې  او د اډول روسانو زموږ پر کليو او بانډو د هغه وخت  پرمختللې وسلې او حتی په ځينو ځانګړو وختونو کې يې کيمياوي وسلي ډیرې لږ وکارولي.

د امریکا او دهغوی د متحدينو له خوا چې کله پر افغانستان یرغل وشو، هغوی هم د هيواد په بېلابېلو سېمو کې د ډول ډول زروي وسلو تر څنګ کمياوي وسلي وکارولي او دا ډول ویل کيږي چې وړې اټومي سرګولولي يې هم په توره بوړه او ځينو نورو سېمو کې استعمال کړي دي.

د افغان وينه امريکا او نړيوالو یرغلګرو ته تر هرڅه ارزانه ده، افغان ته نړيوال قدرتونه او په ځانګړي ډول اوس وخت کې امریکاد نورو انسانانو په ډول د ژوند کولو حق نه ورکوي، او غواړي چې دغه د درېمې نړۍ انسان له ټولو طبيعي حقونو  څخه محروم کړي.

د هلمند ولايت کې نږدې درې کلونه کيږي چې امريکا او نړيوال بيولوژيکې وسلي کاروي، زما هدف له بيولوژيکې وسلو څخه دا دی چې افغان کروندګر هم امريکا په ارامه پرينښودل، دهغوی سره يې هم ښکاره او پټ جنګ پېل کړي.

سمه ده چې امريکا او نړيوال بهرني پوځونه د تروریزم  د له منځ وړلو دعوه کوي ، هغه تروریزم چې تر اوسه يې نه امریکا او نه هم د نړۍ کوم بل هيواد اويا فیلسوف ښکاره او څرګند تعريف وړاندې کولای شي، امريکا هر هغه روا او ناروا شي ته تروریزم وايې چې  د دوی پکې زيان  او د نورو ګټه وي، او هر هغه شي ته رواه وايې چې ددوی په کې ګټه او د نورو پکې تاوان وي.

هلمند ولايت  د نړۍ په سطحه يو له هغو ولايتونو څخه دی چې کوکنار پکې زيات کښت کيږي، او همدغو کوکنار دي چې هلمند يې د اور په تنور بدل کړی، اصل کې نه امريکا، نه اروپا او نه هم ملګري ملتونه د زړه له کومي غواړی چې کوکنار دي په يو مخيز ډول په هلمند ولايت کې بند شي، که دوی غوښتلای نو بېلابېلې لارې اوبديل ذراعتي پروګرامونه شته چې د کوکنارو د کښت ځای ونيسي.

انګريزان او امریکان په خپلو ځانګړو مجلسونو کې وایې چې پرته له توپیر څخه هر افغان زموږ دښمن دی، دغه ځينې دولتي کسان چې راسره مل دي، هغوی هم د ډالرو زور دی، که پيسې پري ودروو، پر دوی هم اعتماد په کار نه دي، په ځانګړې ډول په ليرې پرتو سېمو او کليوالو سېموکې اوسيدونکې افغانان زموږ سرسخت دښمنان دي.

امريکايان او يرغلګر پوځونه له همدې زاويې هرڅه ته ګوري، ځکه خو يې په زنګاوات کې په نيمه شپه کې ۱۶ماشومان او ښځې شهيدان کړل، په کليوالو سيمو يې بمباردونه وکړل.

د ذراعت وزارت، امريکا او آیساف دهلمند ولايت دکروندګرو سره داسي جګړه پېل کړي چې په کور او کلي کې يې هغوی ټول په اصل کې مړه کړي او يواځي کالبوت يې پاتي دی.

هغه کروندګر چې ټول کال زحمت باسي، اود خپلو کښتونو د حاصلاتو په تمه ورځ او شپه سبا کوي، تر څو دهمدې لاري د خپلو بچيانو له پاره روزي په لاس راوړي، د خپل کښت او کال پای ته رسيدو څخه مخکې يې پر کور او اولاد د غم، ویر او ماتم څپې خپرې شي.

په دي تمه چې د هيواد دکرهنۍ وزارت د کروندګرو دغې حياتي ستونزي ته جدې پاملرنه وکړي، او نړيوالو قوانيونو په رڼا کې امريکا او آیساف دي ته اړ کړې چې هلمندې بزګرو ته د تیر کال د کښتونو د له منځه تلو تاوان  ومنۍ، او دا ډول دهغو مالونو (پسونو) تاوان هم مالدارو ته ورکول شي چې په روان کال کې لوبيا او ماشو د بوټو د خوراک له امله مړه شوې دي.

اميد دی چې   د کرهڼي او مالداري  په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند څانګه، نړيوالي اداري، د افغانستان د ذراعت وزارت او افغان کار پوهان په دي اړه پلټنه او څيړنه وکړي او بې پرې راپور چمتو، افغان ولس او نړيوالو ته يې وړاندي کړي.

۲۲لړم ۱۳۹۲

نظر محمد مطمئن

د خبریال ویب پاڼي څخه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x