کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / مونوګراف لارښود (۸برخه) د مونوګراف ليکنې مواد

مونوګراف لارښود (۸برخه) د مونوګراف ليکنې مواد

سيد اصغر هاشمي

څلورم څپرکی

د څېړنې لپاره مواد او منابع ضروري دي، څومره چې  په يوې موضوع کې موادزيات وي، په هماغه اندازه څېړونکى د څېړنې په وخت کې کامياب وي او کولى شي چې د ډېرو موادو د مطالعه وروسته د ډېرو پوهانونظريات تائيد يا رد کړي.

کومه موضوع چې زيات مواد او ماخذونه ونه لري،  په هغه موضوع کې د معلوماتو راغونډول، تعبيرول او تفسيرول ستونزمن کاردى.

د څېړونکي لپاره له موادو سربېره د موادو ځايونو تشخيصول هم اړين دي، دى بايد پوه شي، چې د څېړنې اړوند مواد چېرته پيدا کېږي، اکثره مواد په کتابتونونو، ارشيفونو، موزيمونو، انټرنيټي ويبپاڼواو داسې نوروځايونوکې پيدا کېږي.

ماخذونه او ډولونه يې:

د څېړونکي اوڅېړنې لپاره مواد او منابع ضروري دي او د يوې ښې څېړنې لپاره زيات ماخذونه مهم دي.

د ماخذونو په هکله يو عالم وايي: ( علمي ليکنه د ماخذونو پر بنسټ ولاړه وي، چې د نورو پوهانو او څېړونکوله فکر، نظر، ليکنې او ويناوو په استفادې سره ترسره کېږي، د هر عالم يا څېړونکي د ليکنې  په هر  وار استعمال سره بايد هماغه  مواد يا ليکنه اصلي ليکوال ته راجع شي، چې دې کار د راجع کولو ته ماخذ وايي.)

همداراز ماخذليکنه د استفاده شويومابعو منل او منندوى کول دي، چې په علمي څېړنېزوليکنوکې کارېږي.

ماخذپه عربي کې د اخيستنې ځاى ته وايي، چې يو شمېر پښتو ليکوالوهمدغه د اخيستنې ځاى يا اخيستنځى لنډکړ او(اخځ)يې ترې جوړکړى دى، نوماخذونه،لکه: کتابونه، تحليلي اوڅېړنېزې مقالې، رسالې، تېزسسونه، ډيزرټيشنونه، مونوګرافونه، ژورنالونه، کانفرانسونه، انټرنيټ، دايرة المعارفونه، قاموسونه، ژوندليکونه، بېلابېلې ورځپاڼې، چارتونه، د بېلابېلوکلونودرسي کتابونه او بېلابېلې خپرونې ماخذونه او منابع دي.

تصويرونه، ويډيوګانې، سي ډي ګانې او بېلابېل انټرنيټي ويبپاڼې د ليدلو وړ ځايونه، کتابتونونه، موزيمونه، کروندې او داسې نور.. او همداراز متخصصين، ښوونکي، محصلان، کارپوهان، بزګران، ملګري، ګاونډيان او داسې نور.. چې څېړونکى او ليکوال ترې  ديوې څېړنېزې مقالې، کتاب، تېزس او نوروڅېړنوپه استناد په ليکلو کې ګټه اخيستې وي، د هماغې څېړنې ماخذونه دي.) (۱۱: ۴۰مخ)

د پورتنيو ټولوځايونو نه څېړونکی د ماخذ په ډول استفاده کولى شي، خوڅېړونکى بايد په ماخذونوکې اصلي او فرعي منابع تشخيص کړي. اول لاس او دويم لاس مواد معلوم کړي او د داسې موادو او منابعونه   استفاده وکړي چې  د څېړونکي د څېړنې ارزښت لوړ کړي.

د کره  ماخذونونه  ګټه اخيستنه، د څېړنې اهميت او ارزښت لوړوي، د ماخذليکنې اهميت په دې کې دى، چې (ماخذ څېړنېز کار تضمينوي) او ښيي چې څېړونکى په دې ليکنه ژور فکر او ډېره مطالعه کړې او بيا يوې نتيجې ته رسېدلی، چې دا کار د څېړنې په کره توب دلالت کوي.

ماخذليکل د هغه څېړونکي او ليکوال نظرونه او دلايل پياوړي کوي چې خپلې ليکنې ته ماخذ ورکوي، په ماخذ ليکنې سره د عالي اکاډميک فرهنګ پياوړى کېږي، چې نسبت يې په ريښتينولۍ ولاړ وي.

 ماخذليکنه لوستونکي ته د موضوع اړوند ډېرې منابع ورپېژني او د علمي غلامخه نيسي، همدا راز لوستونکي دا خوښوي چې د څېړنېزې ليکنې اصلي مراجع ومومي او ډېر معلومات ترلاسه کړي.

ماخذد څېړنېز کار ارزښت لوړوي او دا په ډاګه کوي، هغه څه چې په څېړنېزې ليکنې کې راغلي دي،بې بنسټه نه دي. همدا راز د يوې تحقیقې موضوع اړوند دا په ډاګه کوي چې څېړونکى په خپلې څېړنې مسلط و. د نورو د کارونو له نتيجو بشپړ خبر و. په همدې ترتيب ماخذ ښودنه د نورو د حقونودرناوى دى او ماخذ ليکنه له نورو څخه د معلوماتو  په پوره کولو سره خپلې ليکنې ته اعتبار ورکول دي. (۱۱: ۱۴۱ـ ۱۴۲مخونه)

د ماخذونو اهميت او ارزښت نه هېڅ محقق سترګې نه شي پټولى. يوه څېړنېزه ليکنه د هغې ليکنې سره چې څېړنه نه وي، د ماخذونو په راوړلو بېلولى شو، محقق بايد په خپلې ليکلې موضوع کې ماخذونه په خپل ځاى استعمال کړي ، د ماخذونو او منابعو د اهميت په باب په یوه مقاله کې داسې راغلي دي:

١.  پرته له ماخذونو نوي حقايق او له ابتکاره ډکې موضوعګانې  نه شي رامنځته کېداى.

٢.  پرته له ماخذونو ثقه، کره او مستنده څېړنه نه شي ترسره کېداى.

٣. له ماخذونو پرته د کتابونو د فهرستونو، د متونو د تصحيح، تدوين، تعليقات، د اقتباسونو او د احوالو ليکلوغوندې څېړنېز ګامونه اوچتول شونې نه ده.

٤. له ماخذونو پرته په څېړنې کې جعل کاري يا ادبي غلا نه شي معلومېداى.

٥. له ماخذونو پرته د پخوانيو معلوماتو او رواياتو ترلاسه کول ممکن  نه دي.

٦. د ماخذونو او منابعو پرته د دوو څېړونکو او پوهانو نظريواو افکارو ترمنځ تقابلې جاج اخيستلو کار اسان نه دى.

٧.  ماخذونه د څېړنې لپاره حتمي دي او بې ماخذه ليکنې ته هېڅکله څېړنه نه شو ويلى.

٨. ماخذونه څېړنې ته ارزښت ورکوي او کره والى يې ثابت کېداى شي.

له ماخذونواو منابعونه استفاده د یوې څېړنېزې موضوع د پلټنو لپاره يو اساسي اصل دى. (۲۶: ۷۳مخ)

د ماخذونو په ډول د بېلابېلو مقالو، کتابونو، رسالو، تېزسسونو، ډيزرټيشونو، ژورنالونو، کنفرانسونو، انټرنيټ، دايرة المعارفونو، قاموسونو او داسې نورو اخيستځايونو نه استفاده په څېړنې کې ضروري ده.

د هرې منبع  ارزښت او کره والى بايد د څېړنې لپاره څرګندشي، د ماخذونو په هکله يو عالم وايي: ماخذونه په دوه ډوله دي. اصلي ماخذونه او ثانوي ماخذونه. اصلي ماخذونو ته اول لاس منابع ويلى شو او ثانوي ماخذونو ته دويم لاس منابع ويلى شو. څېړونکى بايد اصلي ماخذونو ته په ثانوي ماخذونوبرتري ورکړي.

په ځينو نورو ځايونو کې د ماخذونو د ډولونو په باب راغلي دي: (ماخذونه په دوه ډوله دي. لومړني (بنسټيز) او ثانوي منابع او ماخذونه.)په عمومي ډول د ماخذونو نه د استفادې ځايونه، کتاب رساله، علمي مقالې، تيزس، کنفرانسونه، دايرة المعارفونه او داسې نور…) په لسهاوو  ځايونه دي، خوڅېړونکى بايد په څېړنه کې د حقايقو د ترلاسه کولو لپاره د بنسټيزو(لومړنيو) ماخذونه نه ګټه واخلي اود تحقيق لپاره يې غوره کړي. بنسټيزو، اصلي او اساسي ماخذونو څخه مطلب هغه اسناد دي، چې د څېړنې اړوندو پېښو داسې معلومات په کې وي، چې محقق په خپله ليدلي اوپه خپلو غوږونو اورېدلي وي، په بنسټيزو منابعو کې سترګو ليدلى حال هم کله کله موجود وي.

دويم ډول ثانوي ماخذونه دي. ثانوي منابع هغه دي، چې د اصلي ماخذونو نه په استفادې لاس ته راغلي وي، نو ځکه ورته دويم لاس او کله کله درېيم لاس ماخذونه وايي. په دې ډول ماخذونو کې څېړونکى بايد له احتياطه کار واخلي او کوښښ وکړي چې اول لاس ماخذونو ته برتري ورکړي.

ثانوي ماخذونه چې د چا له خوا ترتیبېږي، هغه په پېښه کې ګډون نه لري يا يې په خپله پيښه نه وي ليدلي، دا د هغه افرادو شهادت وي، چې په واقيعت کې د خپلو سترګو ليدلى شاهد نه وي، که کوم ليکوال او څېړونکى د بل ليکوال اقتباس وړاندې کوي، دا په ثانوي مصادرو کې شمېرل کېږي.

په څېړنه کې بايد څېړونکى کوښښ وکړي، چې له بنسټيزو مصادرو څخه استفاده وکړي. (۲۶: ۷۴ـ ۷۵مخونه)

یو عالم وایي: ماخذونه دوه ډوله دي، چې د اول لاس او دويم لاس په نوم يادېږي.

اول لاس ماخذونه د دويم لاس ماخذونو نه بهتره دي، ځکه چې دويم لاس او درېيم لاس ماخذونوکې د اول  لاس نه ګټه اخيستل شوې وي، ډېر امکان لري  چې دويم او درېيم لاس ماخذونو کې د عباراتو او جملو ناسم راوړل، ناسمې سنې او تاريخي واقعيات غلط راوړل شوي وي، نوله همدې امله اول لاس موادواو منابعونه استفاده د څېړونکي لپاره مهمه ده.

د متن څېړنې په تدوين کې هم د اول لاس يا د هغې نسخې  څخه استفاده کېږي، چې په تاريخي لحاظ له نورو قلمي نسخو مخکې ليکل شوې وي.

د خوشحال خان خټک د ديوان په قلمي نسخوکې بهترين ديوان د متن څېړنې د تدوين د انتخاب په وخت کې هغه دى، چې د خوشحال خان په لاس ليکل شوی وي، دې ته اول لاس خطي نسخه وايو، په دې نسخې کې غلطي کمه وي.

د متن څېړنې او نورو علمي څېړنو لپاره اول لاس ماخذونه ډېر غوره دي. د بنسټيزو، اصلي، اساسي او اول لاس ماخذونو او ثانوي، دويم لاس ماخذونو په هکله يو عالم داسې وايي:

١.  څېړونکى بايد د ثانوي (دويم لاس) ماخذونو پرځاى اصلي (اول لاس) منابعو او ماخذونو ته بهتري ورکړي، که کوم ليکوال څېړنه کوي کوښښ دې وکړي چې اول لاس موادو نه استفاده وکړي، ځينې وخت ثانوي ماخذونه کې د اصل په نسبت کمي موجود وي،  نو اصل ماخذ د ثانوي څخه بهتره دى.

٢. که په ثانوي کتاب  يا مضمون کې له کوم بل کتاب څخه اقتباس شوى وي او څېړونکى دغه اقتباس له ثانوي کتاب څخه اخيستى وي، نو تاسې داسې مه څرګندوئ، چې اقتباس مو له  اصل څخه اخيستى دی، بلکې د ثانوي ماخذپه حواله يې وليکئ، که داسې ونه کړئ او کوم وخت د څېړونکي دغه کار ثابت شي، دشرمنده ګۍ  لامل يې ګرځي، دا د څېړنې د اخلاقوضدکاردى، چې ماخذيو شى وي او څېړونکي د بل اثرحواله ورکړې وي.

٣. که اقتباس د کوم اثر د ژباړې څخه وي، څېړونکى بايد اصل کتاب وګوري ځکه چې ژباړه ثانوي ماخذبلل کېږي.

څېړونکي لپاره اول لاس ماخذونه او منابع مهمې دي، که چېرې اول لاس ماخذونه کم يا نه وي، نو بيا مجبوره دى، چې دويم لاس  ماخذونو نه استفاده وکړي.

د ماخذونود ډولونو په هکله د پوهانو او څېړنپوهانو د نظرياتو په لړۍ کې(شلبي) داسې وايي: پوهانود مصدراو مرجع ترمنځ توپېرکړى دى، په دې معنا چې هر مصدر مرجع ګڼل کېږي، خو هرې مرجع ته مصدرنه شو ويلى، په ماخذونوکې اصلي او اول لاس ماخذونه اوله درجه څېړنېز مواد لري او مرجع دويمه  درجه علمي مواد لري، نو مصدرته بايدپه مرجع فوقیت او برتري ورکړل شي. (۲۶: ۷۱مخ)

(دکتور قانت) د (شلبي) د خبرې په تائيد داسې وايي:  (مصادر او مراجع دوه اصطلاحات دي او په هغوکتابونوباندې دلالت کوي، چې څېړونکى ورنه د څېړنې په وخت کې ګټه واخلي.

مصدر:  هغه کتاب ته ويل کېږي، چې د علمونو او فنونو څخه د يو علم اوفن داسې پلټڼه  او څېړنه کوي، چې عامه، شامله او عميقه وي، يامصدر هغه آثارو ته ويل کېږي، چې اول لاس ماخذونه وي او اعتبار يې د ثقه توب او اصليت له مخې په اثارو کې  زيات وي. لکه: تفسير طبري، د تفسير په کتابوو کې مصدر دى. صحيح البخاري او صحيح المسلم  د احاديثو په علم کې مصادر دي. د عربي نړۍ پیاوړی شاعر او لیکوال (جاحظ) کتاب (البيان والتبين) او د ابن القتيبه کتاب (الشعر والشعرا) د ادب  په علم کې د مصادرو کتابونه دي.

مرجع: هغه اثار دي، چې علمي تکيه يې په اصلي مصادرو باندې وي. يا هر هغه کتاب چې د بل نه يې معلومات راټول کړي وي، لکه: ثانوي يا دويم لاس مواد او منابع.(۱۲: ۴۲ـ ۴۳مخونه)

نور بیا ……………………………….


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ