کور پاڼه / ټولنیزه برخه / څنګه خپلو هیلو ته ورسیږو؟

څنګه خپلو هیلو ته ورسیږو؟

کارونه مخکې له دې چې سرته ورسیږي ناشوني ښکاري – نلسون ماندیلا 

ژباړه: مصطفی نور

تر څو چې په دې اړه فکر کوی، چې څنګه کولی شی خپلو هیلو ته ورسیږی، ډېرې ویرې به ستاسو خواته راشي. که ستاسو هیله د یوه کتاب لیکل وي او یا د اورست د څوکې فتح، همدا نن پر خپله ویره باندې د بري موندلو او خپلو هیلو ته د رسیدلو لپاره لاندې ګامونه  پورته کړئ!

۱: د خپلو هیلو په اړه له نورو سره خبرې وکړئ

هر څومره چې د خپلو هیلو په اړه له نورو سره خبرې کړی، ډېر احتمال شته چې په ریښتیا بدلې شي. خپلو ملګرو، کورنۍ او همکارانو ته ووایئ، چې څه هیلې لری.

څوک چې تاسو څخه حمایه کوي، کولی شي له تاسو سره په دې لاره کې مرسته وکړي، او همدوی ستاسو ارادې غښتلې کوي.

۲: د تیاریدلو لپاره ګامونه پورته کړئ

خپله وظیفه همدا نن مه پریږدئ او بې له کومې نقشي مه روانیږئ. هدف ته د رسیدو د فکر، اړتیاو د بشپړولو او تیارۍ لپآره وخت وټاکئ. بې له روښانه او وړ هدفه ستاسو هلې ځلې بېګټې  دي. خپل هدفونه یاداښت کړئ او نرمي غوره کړئ، ځکه ښه هدفونه د  بیا کتنې لپاره اړتیا لري.

۳: مهال ویش جوړ کړئ

د رویا او هدف په منځ کې توپیر په مهال ویش کې دی. خپلو هدفونو ته د رسیدلو لپاره یو حقیقي مهال ویش جوړ کړئ او له همدا نن څخه پیل وکړئ. هدف ته د رسیدلو لارې ډېر ګامونه او مراحلې لري، نو څرګند کړئ، چې هدف ته د رسیدلو لپاره هر ګام څه وخت کیږدئ.

کله چې مهال ویش ولری، نو اړ نه یاست منتظر واوسی، چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته رسیږم. په ځای به یې وایی: له نن نه دوه کاله وروسته دا زما کړنلاره ده چې باید ترسره شي.

۴: لنډ مهاله هدفونه وټاکئ

لنډ مهاله هدفونه ولرئ، چې هغه ته رسیدل ستاسو د هیلو لپاره اړین دي. عملي ګامونه په نظر کې ونیسئ، چې لنډ مهاله هدفونه ته په رسیدلو کې تاسو سره مرسته کوي، هر کله چې یوه هدف ته ورسیدئ، بل هدف وټاکئ.

۵: هره ورځ خپلو هیلو ته یو ګام مخکې شئ

خپلو هیلو ته د رسیدلو لپاره هره ورځ کار وکړئ. دا چې تاسو خپلو هیلو ته د رسیدلو لپاره وخت او مهال ویش ټاکی، هره ورځ  خپلو هیلو ته د رسیدلو لپاره هلې ځلې وکړئ. دا کار ستاسو هیلو ته په رسیدلو کې له تاسو سره مرسته وکړي.

۶: خپل پرمختګ اندازه کړئ

خپله کړنلاره تکرار کړئ او په ټاکلو وختونو کې خپل پرمختګ محاسبه کړئ. ښايي ځنې سمونې په لاره کې اړینې وي. د پرمختګ محاسبه تاسو ته درښايي، چې تر کومه ځایه تللي یی او به پاتې لاره کې مو انګیزه ساتي.

۷: په لاره کې د خنډونو ته ځان چمتو کړئ

له خنډونو سره د مخامخ کیدلو انتظار ولرئ. هغه خنډونو ته چې پیش بینی یې کولی شی، کړنلاره جوړه کړئ او د هغو ستونزو لپاره هم چمتو اوسئ چې پیش بیني یې نه شی کولی. خنډونو او ستونزو ته مه تسلیمیږئ، هغوی حل کړئ او بری پرې ومومئ. هیلو ته د رسیدلو لپاره هلې ځلې اړینې دي او همدا هلې ځلې یې ارزښتمنوي.

۸: خپلې بریاوې مجسمې کړئ

ځان داسې وانګیرئ، لکه هیلو ته چې رسیدلي وی، فکر وکړئ، چې ژوند مو څنګه دی، څنګه خپل وخت تیروئ او څه احساس لرئ، تصور مو هیلې په ریښتیا بدلوي.

۹: د دې کار ګټې په خپل ذهن کې ولرئ

کله چې کوم کار ستونزمن کیږي او شونی وي مه ناهیلې کیږئ، دا ډېره مهمه ده چې هیلو ته د رسیدلو خوندونه ګټې په خپل ذهن کې ولرئ. هیلو ته د رسیدلو لپاره یو فهرست جوړ کړئ او هر کله هغه ته مراجعه کوی. د ګټو یادونه، ستاسو ویره کموي او تاسو ته درښايي چې څنګه خپلو هیلو ته ورسیږئ.

۱۰: خپله ځان کې د ننه عقدې له منځه یوسئ

ډېر کله بې اتباره فکرونه لری، ستاسو ننۍ عقدې تاسو دې ته اړ باسي چې ووایی نېشم کولی، ارزښت یې نه لري او یا ښايي ماتې وخورم. د دې لپاره چې ولې نشم کولی هیلو ته ورسیږم بهانې پریږدئ او هغه سببونه په یاد راوړئ چې ولې کولئ شم هر څه وغواړم لاسته یې راوړم…..


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ