نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ ( ۱۲ ) وروستۍ برخه

څو ورځې وروسته زه، مېرمن او اولادونه مې له کابل نه وتښتېدو، او په پنجشېر کې د مسعود له ډلې سره یو ځای شوو، تر ننه نه پوهېږم چې د میرویس برخلیک څه رنګه شو؟ میرویس د نجیب وروستنی قرباني نه و! دا ډول کیسې څو څو ځله تکرار شوې دي!

د نجیب تر ټولو له بې رحمه او ناځونه وژنو څخه یو هم د قندي خیاط د زوی توریالي وژل دي. لکه څنګه چې نجیب د خاد د جاسوسي دندو لپاره یو څه بدکاره ښځې او ځوانان ټاکلي وو،

کوشش یې کولو چې یو څه حرفوي بدماشان هم جلب او جذب کړي، او په مناسبه موقع له هغوی نه استفاده وکړي، په همدې لړۍ کې د قندي زوی تور د نجیب پام ځان ته ور اړولی و، نجیب غوښتل د نوموړي له زړورتیا څخه د مخالفینو د وژلو لپاره کار واخلي،  تور د نجیب په وړاندې یو بل ارزښت هم درلود! تور د فتانې په اړه څه خبرې درلودلې! په هر ځای کې به یې په جرآت سره بیانولې!  نجیب نه غوښتل دغه پلیتې خبرې د ده له سر نه د قدرت نېشه لیرې کړي! ځکه خو دا څومره ښه ده چې دغه ګناه لړلي رازونه د تور په خوله کې غلي پاتي شي!

د قندي زوی تور څوک و؟

توریالی د نظام الدین خان زوی چې په قندي خیاط مشهور و،  په شهر نو کې د زینب ننداري شا ته یې هستوګنه درلوده، تور له ډېرو کلونو راهیسې په چاقو وهلو مشهور و. له همدې کبله یې نوموړی د استقلال له لیسې څخه وایست، لکه څنګه یې چې ملګرو ویل تور یو واقعي کاکه ځوان و! نوموړي هېڅکله پر ناتوانانو او بې وسانو چاقو نه را ایستلو! بلکې هر وخت به یې په ظالمانو او زرورو غورځنګ کولو! او د بیچاره ګانو او غریبانو له حقه حقوقو څخه به یې ننګه کوله! دغه ښه صفت تور له نورو بدماشانو څخه چې بې هدفه به یې خلک ځورول مستثنی کولو! هغو کسانو چې تور په دې ځوانمردۍ پېژندلو هغوی به ( رابن هود ) بللو! او دهغه د ځوانمردیو نکلونه به یې کول، تور میانه ونه، سپین رنګ او زېړ وېښتان لرل، میانه سترګې، او پېرړ ډوله مخ یې لرلو! فیشني درېرشۍ به یې اغوستې، خو نېکټايي یې نه تړله!

د کمېس غاړه به یې پرانیستې پرېښوده، عضلات یې قوي نه وو، خو پراخه سینې او لویو اوږو یې ښودله چې آزاد سپورت کوي. بې پروا معلومېدو، لوړه خندا به یې کوله! د ډار یوه وړه نښه هم نه پکې ښکارېده، کېدای شي رابن هود به هم په اصل کې د توریالي په څېر وي!

په هر حال په کومو کلونو کې چې د غلغلې ښار رستوران فعال و، فتانې به هلته نڅاګري او ساقیتوب کولو! توریالی د نوموړي رستوران له دایمي مشتریانو څخه وو، ډېرې شپې به یې هلته د فتانې تر څنګ تېرولې! نجیب کله چې د خاد رئیس شو، ټول هغه ځوانان چې له فتانې سره یې له واده مخکې اړیکې درلودې یو یو د دسیسو په نتیجه کې له منځه یووړل! یا یې زندان ته واچول! ځینې نور چې له دې ډول چلن نه خبر شول وتښتېدل! دا ځل د تور قندي نوبت را ورسېد.

نجیب په تور پسې د خاد جاسوسان ولېږل، هغوی تور ونیولو، او د خاد ریاست ته یې جلاد نجیب ته راوستو! نوموړی د خپل ځانګړي غرور له مخې د نجیب میز ته مخامخ کیناست او  ویې پوښتل: ( ګرانه! څه فرمایش مو درلود؟ )

نجیب چې له تور نه ډارېدو، لومړی یې خپلو باډیګاردانو ته وکتل، جپسر د ده خپل باډیګارد، او یو بل باډیګارد چې بیا وروسته د اناهیتا باډیګارد شو، دده په خونه کې حاضر وو، د اناهیتا باډیګارد په دې اړه خپل د سترګو لیدلی حال ما ته داسې بیان کړ: ( نجیب چې کله زمونږ له شتون نه ځان ډاډه کړ، یو څه زړور شو، او بیا یې له یوې غوړې او نرمې سریزې وروسته توریالي قندي ته وویل: ( ته پوهېږې چې مونږ ستا په څېر زړورو خلکو ته اړتیا لرو ) تور ځواب ور کړ: ( زه ستاسو لپاره څه کار کولی شم؟ ) ته ډېر ښه چاقو وهونکی یې، زه دې پېژنم، او ته کولی شي د خدمت یو مصدر وګرځې! )

تور په همغه غرور او زړورتیا سره چې لرل یې ځواب ور کړ: ( باداره! ما مخکې بدماشي کوله، مګر اوس مې له دې کار څخه لاس اخیستی ) نجیب یو څه سره ګډوډ شو، او ویې ویل: ( اوس بهانې لټوې چې له ما سره مرسته و نه کړې؟ … له څه وخت راهیسې دې له بدماشۍ لاس اخیستی؟ ) تور دخپلې همېشنۍ زړورتیا له مخې ځواب ور کړ: ( له کوم وخت راهیسې چې ستا مېرمن فتان، د غلغلې په ښار کې له سترپ ریتز نڅاګرۍ، او ساقیتوب څخه لاس په سر شوې  ده، ما هم له بدماشۍ لاس اخیستی، مونږ دواړو له خپلو دندو څخه استعفا کړې ده!!)

د تور دې طعنو، او هغه هم د دوو ګواهانو په مخ کې، نجیب داسې په قهر اوغوسه کړ! چې سرګردانه او بې له کومه درنګه یې توپانجه را وایسته، سمدستي یې تور په تندي وویشت! وینې روانې شوې! د تور سترګې را وګېدې! له چوکۍ نه د لاندې را ولوېد! د خونې په غولي یې په ځوانمردانه توګه روح وسپارله! دتور بدن یې یوه نا معلوم ځای ته یوړو، او پټ یې کړ، تر نن ورځې څوک نه پوهېږي چې چېرته دی! )

ډېر وخت د تور خبر نه و، او هېڅوک نه پوهېدل چې زړور تور چېرته دی؟ کورنۍ یې څو څو ځله د خاد ریاست ته ورغلل، مګر اسحق توخي چې د نجیب د جنایتونو یوازینی شریک وو، دروغ به یې ویل چې تور بندي دی، کېدای شي په څرخي پله کې وي. ټول زندانونه یې وکتل مګر د تور یې کومه نښه او نښان پیدا نه کړل!

کله چې د کارمل او نجیب تر منځ اختلافات پراخه شول، د اناهیتا باډیګارد د تور د وژلو جریان اناهیتا او زوی یې کانیشکا ته له ټولو جزیاتو سره بیان کړ، او هغوی بیا نورو ته وویل.

تور د بارق شفیعي اوښی ( د خسر زوی ) او د نور احمد نور ماما خسر و، نور او بارق شفیعي د وژلو له جریان نه خبر وو، مګر د خپلو چوکیو دساتلو لپاره پټه خوله وو، بالاخره بارق شفیعي واقعیت د تور خور ( خپلې مېرمنې ) ته وویلو، او هغې  خپل پلار ته وویل چې تور د چټل نجیب په واسطه وژل شوی دی.

د تور پلار د خپل زوی د مرګ د خبر له اوریدو سره په همغه شېبه سکته وکړه او مړ شو! د تعجب خبره ده چې نور او بارق شفیعي دوه وفادار انقلابي کمونیستان د قدرت او چوکۍ په مقابل کې دومره کمزوري او بې خاصیته شول چې آن دخپلې کورنۍ د یو غړي مرګ یې د نجیب پر وړاندې نادیده ونیولو، او یو وړوکی آواز یې هم پورته نه کړ!
د تور وژنه، د نجیب د جنایاتو یوه بېلګه ده، کېدای شي نوموړی یوه ورځ دخپلو جنایتونو په اړه فکر وکړي، چې ولې يې په زرهاوو انسانان د ګڼو دسیسو او حیلو له مخې وژلي!؟ د نوموړي نه هېرېدونکي جنایتونه د ولس په وینو په تاریخ کې لیکل شوي!

کېدای شي نوموړی یوه ورځ په هنداره کې وګوري! او په خپلو سترګو ښه ژور نظر وکړي، او له ځان نه پوښتنه وکړي چې دا ټول روسيتوب! دا ټوله وطن پلورنه! دا د ولس ټولوژنه او بربادي د څه لپاره؟  او د چا لپاره؟ مګر دا ورځ به هېڅکله را نشي ځکه چې نجیب اصلا وجدان نه لري!! ویده وجدان را ويښېږي! خو که اصلا وجدان شتون ونه لري، هلته بیا ګټه نه لري!

ما وویل چې نجیب روس مشربه دی، او په دې ویاړي!  نجیب له دې وجې چې له شوروي سره له کچې لوړه مینه او عشق لري،  شوروي خپل لومړنی هېواد ګڼي! نوموړي به ډېری وخت د افغان او شوروي د نسلونو د خلط وړاندیز کولو! نجیب د دوه لورګانو په لرلو سره چې یوه یې ( هیله ) او دوهمه یې ( اونۍ ) ده، کومه چې په معیوبه بڼه په انګلیستان کې وزیږېده، اودوه کاله د پاریس په یوه روغتون کې تر علاج او عملیاتو لاندې شوه، د یوه زوی د لرلو په هیله و، او دې موضوع به فتان ځوروله! له همدې کبله نجیب فتانه د زوی راوړلو ( ولیعهد  ) لپاره د خپلو نیکمرغیو ټاټوبي، یعني شوروي ته ولېږله!  خپله دی، او د کورنۍ غړي یې ټول پوهېږي چې دې سفر نجیب ته څه ډالۍ راوړه!

خوريي مې زمریالي ما ته داسې کیسه وکړه: (  کله چې د نجیب مېرمن، فتانه، شوروي ته لاړه، حامله نه وه، ځکه له تګ نه مخکې یې څو ډوله طبي معاینات وشول، که حامله وای معالجو ډاکترانو د سفر اجازه نه ورکوله، په شوروي کې له څو میاشتو پاتې کېدو وروسته بېرته کابل ته راغله. د ګل ماما مې ( نجیب ) پام شو چې مېرمن یې حامله داره راغلې ده! څو ورځې یې له فتانې سره جنجال و، مګر یو څه وخت وروسته یې دا خبره هېره کړه، کله یې چې ماشوم وزېږېدو، که ګوري شین سترګې او سره ویښته لرونکې نجلۍ دنیا ته راغلې ده! په خندا او موسکا سره یې وویل: ( فرق نه کوي، د افغان شوروي دوستۍ مېوه ده… مونږ یو تیار له دې دوستۍ څخه خپل ټول ژوند قربان کړو )  نجیب دغه شين سترګې حرامونې په غېږ کې ونیوه او نوم یې مسکا پرې کېښود! مسکا هم مسکو کېدای شي چې د نجیب قبله ده، او هم په پښتو کې د شونډو د خندا معنی لري!  افغان شوروي دوستۍ په رښتیا چې د نجیب پر مخ خندا خوره کړه! او نوموړی یې ګوندي او دولتي رهبرۍ ته ورسولو! د مسکا پلار یو شوروي مشاور دی، چې له فتانې سره تورې بحیرې ته تللی و.

دا دی دملي پخولاینې د رهبر لوی ویاړ چې مسکا یې د افغان شوروي دوستۍ د مېوې د مډال په توګه په ویاړ سره په خپله سینه وټومبله!!  افسوس د داسې ولس پر حال! چې داسې رهبر ولري! داسې رهبر چې په خونخوارۍ! بې ناموسۍ! وطن پلورنه! وژلو او د ولس د مال په غلا کولو کې له ستالین، هیتلر، چنګیز او چای سیسکو څخه هم مخکې وي! پای.

لیکوال: صدیق الله راهي د ډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد

يادونه: دا وه د ډاکتر نجیب په اړه د هغه د خپل ورور صدیق الله راهي لیکنه، چې پښتو ژبې ته وژباړل شوه. دا وه کمونیست نجیب هغه څېره چې خپل ورور یې صدیق الله راهي خلکو او نړۍ ته ښودلې ده. اوس اصلي خبره دا ده چې آخر دا کمونیستیت څه بلا ده چې له سم سړي نه داسې بلا جوړوي؟ په دې اړه به له ګرانو لوستونکو سره یو څو کرښې نور هم شریکې شي. ان شاء الله.
 عبد الخبیر جاهد

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x