کور پاڼه / ټولنیزه برخه / په با کیفیته زده کړه کې نوښت او ایجاد (CREATIVITY AND INNOVATION IN QUALITY EDUCATION)

په با کیفیته زده کړه کې نوښت او ایجاد (CREATIVITY AND INNOVATION IN QUALITY EDUCATION)

 ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
استاد الفت ویلي و چې دلته هر شی پیدا کیږي خو ابتکار نه پیدا کیږي. اوس پوښتنه داده چې ابتکار )نوښت) څه شی دی؟
نوښت (Creativity) په داسې ډول د نوې او اصلي مفکورې د پیدا کولو پروسه ده چې باارزښته او ګټوره وي، خو ؛
ایجاد یا (Innovation) بیا په اصلي او مناسب ډول د علم متصور کول، یو ځای کول او ترکیبول دي چې باارزښته محصول، پروسه یا خدمت را منځ ته کړي. په نوښت او ایجاد کې درې مهم مفاهیم په پام کې نیول پکار دي:

نوښت (Creativity) پر ډیر استعداد او ذهانت نه، بلکې پر واضح هدف ولاړه پروسه ده.

دا پروسه هم بیلونکی (divergent) او هم یو ځای کوونکی (convergent) فکر احتوا کوي. له بیلابیلو او مخالفو فکرونو پیلیږي، نوي شیان رامنځته کوي، بیا یې د یووالي پر لور بیایي او په یو متحد فکر پای ته رسیږي.

ایجاد یا (innovation) ایجاد یا نوې جوړونه د نوښت وروستۍ مرحله ده چې یو نوی او باارزښته خدمت، محصول او یا پروسه رامنځته کړي.

هر نوښت او هر ایجاد د یوې باشعوره او هدفمندې څیړنې نتیجه وي.

د نوښت او ایجاد په باب ځینې ناسم تعبیرونه موجود دي چې باید سم شي. ۱). یوازې د لوړ ذهانت او استعداد لرونکي کسان یې کولی شي. ۲). کم عمره او ځوانان یې کولی شي. ۳). دا طالع یوازې یو څو کسانو ته ورکړل شوې ده. ۴). یوازې یو کس یې تر سره کولی شي. او ۵). اداره کول یې نه شي کیدای. دا ټول تعبیرونه ناسم دي. نوښت او ایجاد د عادي استعداد لرونکي کسان هم کولی شي، زاړه او ځوانان دواړه یې کولی شي، هر چا ته دغه طالع ورکړل شوې ده، هم یې یو کس او هم یې یوه ډله کولی شي او موږ کولی شو هغه پلان او اداره کړو. د نوښت او ایجاد تسلسل په لاندې ډول دی:

موږ کولی شو په داخلي او خارجي مسایلو کې فکر وکړو. پر فکر علاوه باید موږ احساس(feeling) ، درک(knowing) ، شناخت (recognition) غریزي ادراک(intuition) ، قضاوت(judgement) ، تعبیر(perception) ، حس(sense) ، ګڼل/ لیدل (seeing) او نور طرفیتتونه هم پکار واچوو.

د دې په څنګ کې باید لیدلوری(visioning) ، هدف ټاکل(goal setting) ، کشف(exploration) ، تعدیل(modification) ، تجربه (experimenting)او نور ورته قوتونه فعال کړو.

موږ باید د فکر تنوع ومنو. د یوه عالم وینا ده چې (که ټول خلک یو ډول فکر وکړي، نو دا معنی لري چې زیاتره یې فکر نه کوي.)
متأسفانه اوس په ښوونځیو کې د نوښت او ایجاد مخه نیول کیږي او ځینې پوهان وایي چې د پوهنې اوسنی سیستم نوښت او ایجاد وژني، ځکه دا اوسنی سیستم د صنعتي کیدو د دوران لپاره جوړ شوی او د دې زمانی لپاره مناسب نه دی. پدې سیستم کې ټول تمرکز د دماغ پر تقویه او فعالیت دی او بدن د دماغ د یوې ترانسپورتي وسیلې په توګه کارول کیږي. پوهنتونونه اکاډیمیکه تواتمني روزي او د ژوند چلولو لارې چارې پکې کمې تدریسیږي. په ښوونځیو کې د مضامینو سلسله مراتب هماغسې د ریاضي، ژبو او ساینس سلسله ده، انساني او عاطفي اړخونو ته توجه نشته یا ورته توجه کمه ده. پدې سیستم کې اشتباه نه منل کیږي او نه زغمل کیږي، اشتباه یا په بل او نوي ډول فکر کول ایجاد او نوښت ته لار هواروي، خو زموږ پر اوسنيو ښوونځيو د لښتې او څپیړې فرهنګ حاکم دی.

پیکاسو ویلي و چې (هر شاګرد په حقیقت کې یو هنرمند دی، خو که هنرمند وروزل شي.) دا جمله داسې هم تعبیریدای شي چې هر شاګرد د طبیعت له مخې یو نوښتګر دی خو که وروزل شي. خو موږ یې دغسې نه روزو. قرآن کریم تر دې هم فصیح بیان لري چې هر مولود د اسلام په فطرت پیدا کیږي او بیا یې مور و پلار (او چاپیریال) هغه بدلوي. اسلام د فطرت د دین په توګه د کایناتو د چلولو لپاره د الله تعالی د جوړو شوو سنتو او قوانینو پیروی ده، چې نوښت، ابتکار او ایجاد یې برخې دي.

انسان لدې نړۍ ګټه اخلي او د نړۍ پر نورو موجوداتو راج چلوي. که د دې کُرې ټول ژوندي موجودات نابود شي، ژوند به هم ورسره له منځه لاړ شي، خو که انسان د ځمکې له مخ لیرې شي، نور موجودات به وغوړیږي. نو ولې هغه انسان چې له نورو څخه تغذیه کوي، پر نورو حاکم دی؟ دا ځکه چې د تفکر، نوښت او جوړولو یو ستر استعداد لري. د ښوونځیو او پوهنځیو دنده د دغه استعداد غوړول دي. متأسفانه ښوونځي او پوهنځي یوازې ښې حافظې او ښه ذهانت ته اهمیت ورکوي، حال دا چې استعدادونه متنوع (diverse)دي: د حفظولو ذهانت، احساسي او عاطفي وړتیا، کلتوري او ټولنیزه وړتیا، فضايي استعداد، هنري او جوړونکی استعداد او نور ډول ډول استعدادونه دي، چې تر معمول ذهانت یې ځینې ډیر لوړ دي.

خوځند(dynamic) دي: روزل کیږي، وده کوي، پر مخ ځي، بدلیږي او له نورو متفاوت فکر نوښت رامنځته کوي.

متفاوت(distinct) دي: هر انسان په یوه یا څو برخو کې استعداد لري، چې له نورو یې متفاوت کوي، خو باید دغه وړتیا وپیژندل شي.

زموږ د دماغ په جوړښتونو کې هغه برخې چې د ولې، څنګه او څه شی پوښتنو ته ځواب وایي یوه له بلې سره نږدې او په اړیکه کې دي چې د سرو زرو دایره ورته وایي. که هر کار له ولې پیل شي او بیا یې څه شي او څنګه ته لاړ شو، نو کشف، نوښت او ایجاد کولی شو. ولې ځکه چې باید یو هدف ولرو او هغه ته د رسیدو لپاره نوښت وکړو، کوم نوښت وکړو چې موږ خپل هدف ته رسوي او څنګه یې وکړو چې اسان، ژر، ممکن، ګټور او ارزان وي، دا یې نورې برخې دي.

د هند په بورډنګ ښوونځیو کې ۹۸٪ ماشومان ۹۸٪ نمرې وړي، لیکل، لوستل، اوریدل، وینا، د ژوند مهارتونه، د روغتیا، پرمختیا، وړتیا او ملي هدفونو ته د رسیدو لارې ورزده کوي، خو زموږ د ښوونځیو او پوهنځیو زیاتره فارغان سمه املا نه شي لیکلای.

په ادارو کې هم نوښت او ایجاد مهم دی چې دوام وکړي. ادارې او دفترونه خپل قوانین، لایحې او مقررات لري او نوښت خپلواکي غواړي، خو د لاندې برخوتر منځ د توازن په ساتلو سره نوښت او ایجاد رامنځ ته کیږي چې پر دغه ادارې سربیره انساني ټولنه هم پر مخ بیایي.

تجربه(Experience) ابتدایي زده کوونکی فکر(Beginner’s mind)

انظباط(Discipline) خپلواکي(Freedom)

مسلکیت(Professionalism) لوبې(Play)

پلان(Planning) بهترول(improvisation)

په انسانانو کې یوازې ۲.۵ سلنه کسان نوښتګر او جوړونکي دي، ۱۳.۵٪ ژر تطابق کوونکي، ۳۴٪ نږدې اکثریت او نور ۵۰٪ وروستني اکثریت دي. باید زمینې جوړې شي، تر څو دغه ۲.۵٪ کسان د نوښت او جوړونې اعظمي پوټنشیل ته ورسیږي. که دایمې او روښانه هدفونه، پیاوړې داعیه او سپیڅلې عقیده مو رهبري کړي، نو موږ کولی شو نوښت او ابتکار راخپل او ځان، خلکو، هیواد او بشریت ته خدمت وکړو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ