جینۍ،نجلۍ …

محمد عيان «عيان»

جینۍ ،نجلۍ ،جلۍ،جنۍ، جینکۍ اوجلکۍ چې ټول یازیات لوستونکي پې له یوه سره اوبیله شکه ښه سم دم پوهیږي. څوک ورته یونوم اخلي اوڅوک ورته بل. دهیوادپه يوه سیمه کې نجلۍ دودوي اوپه بله کې جینۍ. په ځینوسیمو کې ورته جنۍ وایي اوپه یو شمیر نوروعلاقوکې ورته بیا جلۍ ،جینکۍ او جلکۍ ویل کیږي.

دنجلۍ کلیمې(کلمې) مخې ته چې الف ورواچول شي نو انجلۍ ترې جوړه شي. دنجلۍ مخې ته الف وراچول زمونږ د یوه لیکوال له خواپه خپلوورسره دلایلوردشوې اوهغه لیکلي دي چې دانجلۍ کلیمه دژبې دقوانینوپه بنسټ سمه نه ده. بایده دي چې الف ترې لرې اونجلۍ تې جوړه شي.

اوس راځوټولونومونوته چې کوم یویې سم اوکوم یویې باید ایستیمال(استعمال)شي؟

زماپه پیکر(فکر)سم خوټول سم دي.ځکه سم دي چې ټول زمونږپه مورنۍ اوغرنۍ ژبه کې شتون لري اودهیوادپه پراخوسیمواودروکې دود دي.

دنجلۍ کلیمې چې دپخواراهیسې یې په لیکنواوکتابونوکې ځای نیولی اوډیره مشهوره شوې ده، خوجینۍ هم په ډیرو ولایتونوپه تیره تیره په ختیځوولایتونو، دکرښې نه اخواپه ازادوقبایلواوپښتونخواپیښورکې له پیړیوپیړیوراپه دې خوا رواج ده.

د جنۍ ،جلۍ ،جینکۍ اوجلکۍ له نومونو نه هم باید سترګې پټې نه شي. ځکه چې دانومونه هم په ډیروسیموکې خوله په
خوله دي.

اوس اوس دیادولووړخبره داده چې په کوم یویې ولیکو؟

زه خووایم تاسره خدای په نیکۍ مل شه، که «یوه»شي نو خامخا«کره»کیږي اواسانتیاپه کې راځي. لیکین په اوس وخت کې چې کمپیوټرهرچاته اودهرې سیمې لهجو(ګړدود) اولیکدود ته خلاص لاس ورکړی اوهرسړی یې په خپله خوښه لیکي نو«یو»کول یې له ستونځوډک اوګران کاردی. زه بیاهم خپله خبره تکراروم: که په یوه ګړدوداویوه لیک دود وي نوډیربه ښه وي. ښه څه چې لکه غوړي چې په غوړوواړوې، خویره اوس نن سباچې زیاتولیکوالوته د کمپیوټر په مټ اسانتیاوې شته نوهرسړی دخپل سرباچادی.

هغوی چې ښه یې لیکي،سم یې لیکي اوپه عامه ژبه یې لیکي، دستاینې اوسیپتونو(صفتونو)وړدي، خویوشمیرداسې لیکوال هم شته چې په لیکنه کې د«پ»په ځای«ف» ایستیمالوي لکه: «پام وکړه» په«فام وکړه» لیکي.کیدای شي چې دابه یا دلیکوال تیروتنه اویابه دکمپیوټرتخنیکي ستونځه وي. په دواړوصورتونوکې دکمپیوټر دازادلاس له برکته دغه ډول نورې کمزورتیانې هم خپریږي. له دې یادونې نه مې مطلب دادی چې کمپیوټر هرچاته دهرډول لیکلولارخلاصه کړې ده اوپه دې اوسنیوشرایطوکې دژبې دیوشان لیکلواو سمونې کارستونځمن دی.

زما په نظرپه دې ټولونومونو(جینۍ،نجلۍ،جنۍ،جلۍ جینکۍ اوجلکۍ) پوهیدل سم کاردی، خوځینې کسان وایي چې دیوه موجوداو یوشي دپاره که څلورپینځه نومونه وي نوبهرنیانوته به یې زده کول ګران وي. زه وایم چې ګران وي نوشل ځله دې ګران وي. دیوې پښتوکلیمې د پاره په انګلیسي کې څومره ډیرې کلیمې اولوغاتونه شته؟ د میثال په توګه یواځې د«حملې»دپاره په انګلیسي کې څونه (څومره)لوغاتونه موجوددي؟ یاد«نیولو» دپاره په دغه ژبه کې څونه لوغاتونه شته؟ مونږهم حق لروچې دیوه موجوداو یوه شي دپاره څو نومونه ولرو. داکارمولا ژبه هم پراخه ساتي.

په پایله کې به ووایم چې داوس دپاره جینۍ،جنۍ، نجلۍ، جلۍ،جینکۍ او جلکۍ ټولو نومونو ته پام راواړوئ!

دیوه نوم اویاډیرونومونودټاکلودپاره پریکړه به دژبې استازان اوژب پوهان کوي. دازمااویا دیوه بل ځانګړي لیکوال کاراوصلاحیت نه دی.

دعلوموداکاډومۍ ټاکلی کمیسیون، ژب پوهان، استازان اودنظرخاوندان په «ګډه، یو ځای اویوه خوله»بایددغه ډول پریکړې وکړي.

مونږبه یې هم د سرپه سترګواوغاړه پسته منو.انشأالله.

«پای»


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

4 تبصرې

  1. یاره لیکوال صاحب تاسو هم په خپله املا کی کوشش وکری

    میثال
    لوغات

  2. غوربندي

    کلیمې ناسم یا غلط ، توري سم یا صحیح
    پیکر غلط (د فارسي پیکر یعنی وجود لوستل کیژي) غلط، فکر یا سوچ صحیح
    ایستیمال ډیر غلط، استعمال یا کارول صحیح
    سیپتونه ډیر غلط (سپیتوب شانته لوستل کیژي) صفتونه صحیح
    څونه غلط، ځومره صحیح
    استازان غلط استادان یا استاذان یا ښوونکي صحیح
    انشاالله غلط ، ان شاء الله صحیح
    یره یا یاره کارول په لیکنو کې غلط په ورځنیو محاورو کې هغه هم له همزولو سره معمول او سم

    خدای دې خوار نکړه اول زده کړه بیا کوژده

  3. الحاج استاذ بیانزی

    دروند ورور غوربندی صاحب السلام علیکم ، د لوی اختر مبارکی هم درته وایم، ښکلی معلومات په خپلو تبصرو کی لیکی الله ج دی تاسی ته اجرونه درکړی .
    ګمان کوم کم وزیات یوه اونۍ وشوه چه د نن ټکی اسیا پانه جم پاتی ده ، خبرونه نه لیکی او په ټوله اونۍ کی یی یواځی دوه لیکنی خپری کړی د پخوا پرتله دا هیڅ هم نه دی ، مونږ فداچان صاحب ته چه زمونږ پخوانی او نن ټکی اسیا کی یوآخنی فعال او بنسټیز ملګری دی ایمیل کی د دی خبری په اړه پوشتنه وکړه ما ویل کی زما ایمیل کی څه عوارض رامنځته شوی ، مګر زما ایمیل د پخوا په شان عادی حالت کی دی ، مګر هغوی راته هیڅ معلومات رانکړو ، دی کار نور هم تشویش کی واچولم چه څه ورته پیښ دی او که زمونږ ایمیل ورته ډیر اهمیت نه لری ، تاسی ته لیکم که په دی اړه څه معلومات لری زمونږ سره یی شریک کړی او یا هغوی سره د ا خبره شریکه کړی مننه

  4. غوربندي

    محترم بزرګوار استاد بیانزی صاحب

    وعلیکم والسلام و رحمة الله و بركاته

    زه هم متقابلا تاسو او ستاسو درنی کورنی/اهل/ متعلقینو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وایم خدای ج مو طاعات و عبادات او قربانی په خپل دربار کې قبولې او منظور وګرزوي.

    د نن ټکي اسیا چلوونکي به زما په ګومان د قربانی د غوښو تر بشپړ نوش جان کولو پورې فعال ونه ګوری، هاها.. بله هیڅ ستونزه وجوى نلري ان شاء الله.