کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ارزګان: د طالبانو د عفوې له اعلان وروسته لسګونو عسکرو خپلې دندې پريښي

ارزګان: د طالبانو د عفوې له اعلان وروسته لسګونو عسکرو خپلې دندې پريښي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې طالبانو د ارزګان ولایت په مرکز بریدونه پیل کړي او د ترینکوټ ښار ته له ننوتلو وروسته یې مهمې دولتي ودانۍ محاصره کړي دي.

په ترینکوټ ښار د جګړې له پیل سره جوخت طالبانو د دولت ټول نظامي او ملکي کارمندان د خپلو دندو پریښودو او له طالبانو سره یوځای کیدو ته وربلل، هغوی ته یې د عمومي بخښنې اعلان او د خوندي ژوند تضمین ورکړ.

د راپورونو له مخې د طالبانو له دغه اعلان وروسته د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو ګڼ سرتیري له خپلو دندو لاس په سر کیږي او خپلې پوستې او وسلې طالبانو ته پریږدي.

د ارزګان ولایت چارواکي د دولتي عسکرو د دندو پریښودو راپورونه تاییدوي، خو د طالبانو لیکو ته د وراوښتو په اړه په خپلو څرګندونو کې له احتیاطه کار اخلي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته د ارزګان ولایتي شورا رئیس «عبدالکریم خادمزی» ویلي چې دولتي سرتیري د ترینکوټ ښار اړوند ۲۰ پوستو څخه تښتیدلي او پرته له دې چې مقاومت وکړي خپلې پوستې یې طالبانو ته پريښي دي.

د ارزګان د والي ویاند «دوست محمد نایاب» هم مني چې ۲۰ پوستو له جګړې پرته د طالبانو په لاس سقوط کړی، خو د پولیسو د برخلیک په اړه ناخبري ښيي او زیاتوي چې نه پوهیږي چې ایا د یادو پوستو عسکر له طالبانو سره یوځای شوي او که بل لوري ته تښتیدلي دي.

ښاغلي نایاب ویلي چې په دې اړه به تحقیقات کوي چې ولې پولیسو له مقاومت پرته خپلې پوستې طالبانو ته سپارلي دي؟!.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې د ترینکوټ په عمرآباد سیمه کې د پولیسو یو قومندان «اکبرجان» له ۴۰ تنو پولیسو، ۴۵ میله وسلو او ۴ رینجرو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

ویل کیږي چې طالبانو ته د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو د تسلیمېدو لړۍ دولتي چارواکو ته په جدي ستونزه بدله شوې او د امنیتي ارګانونو په مینځ کې يې بې باورۍ رامینځته کړي، او همدا لامل دی چې دولت د عسکرو په نظامي اکمالاتو کې زړه نازړه وي او دا اندیښنه ورسره موجوده وي چې د عسکرو وسلې د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

طالبانو په ارزګان کې د عمومي عفوې ترڅنګ د ټلیفون هغه اړیکشمیرې هم اعلان کړي دي چې په واسطه یې د دولت نظامي او ملکي مامورین له طالبانو سره اړیکه نیولی شي. خو له سیمې څخه تازه رارسیدلي راپورونه وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د دولت لخوا په دغه ولایت کې د تلیفوني شرکتونو ټول مخابراتي خدمات ځنډول شوي.

که څه هم د موبایل او مخابراتي خدماتو بندول به له طالبانو سره د دولتي عسکرو په تماس کې خنډ پیدا کړي، خو په سیمه کې عام ولسي خلک هم له دې اقدام څخه اغیزمن شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده تېره ورځ د اختر په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا په خپلو کسانو غږ وکړ چې له هغو عسکرو او ملکي کارمندانو سره ښه چلند وکړي چې د دولت له لیکو راجلا کیږي او طالبانو ته وراوړي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. عبدالقدیر مهمند

    السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
    هموطنان عزیز من منحیث یک ریش سفید از پولیس و اردو خواهش میکنم که با آزادی خواهان طالب ملحق شوید از معلومات که من دارم ولایت ترینکوت در محاصره تنگ آزادی خواهان ملت/طالبان سربکف ما هستند و والی و مامورین بالا رتبه غلام بچه های صلیبی به میدان هوائی فرار نموده اند و آزادی خواهان طالبان اجیران صلیبی را دعوت به تسلیمی نموده اند چون اکثریت این جوانان فریب خورده وطنداران خود ما هستند و آفرین به ایمان حوصله و دل رحمی طالبان ما که راستی شاگردان حقیقی محمد صلی الله علیه وسلم همین ها هستند
    وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿٨١﴾ و مشرکان را بترسان و برایشان بگو: حق فرا رسیده است که یکتاپرستی و آئین آسمانی و دادگری است و باطل از میان رفته و نابود گشته است که چندتا پرستی و آئین تباه و ستمگری است. اصولاً باطل همیشه از میان رفتنی و نابود شدنی است و سرانجام پیروزی از آن حق و حقیقت بوده و هست. به امید استقلال آزادی افغانستان