کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / کانګو ويروس دقرباني له شعيرې څخه دمسلمانانو دراګرځولو هڅې

کانګو ويروس دقرباني له شعيرې څخه دمسلمانانو دراګرځولو هڅې

ځواکمن طالب

د لوی اختر له رانږدې کيدو سره سم دنورو مسلمانو هيوادونو په څير په ګران هيواد افغانستان کې هم دکانګو ناروغی پر زياتيدو انديښنې څرګندول کيږي او په پوره زور سره دمعتبرو رسنيو له لارې دغو افواهاتو ته هوا ورکول کيږي .

چې دغه ناروغی له څارويو څخه انسانانو ته منتقل کيږي ، نو بايد حتی الوسع له څارويو څخه ځان لرې وساتل شي ، دڅارويو په اړه د احتياطي تدابيرو درسونه ورکول کيږي ، له دې سره همهاله ه دبې دينه سيکولر کړيو له لوري په پوره زور سره دا تبليغات کيږي چې دڅارويو دقرباني کولو په ځای بايد دغه پيسې مسکينانو او بې وزلانو باندې وويشل شي (ان شاء الله که مې وخت پيدا کړ په دې موضوع يوې مستقلې ليکنې ته اراده لرم) ، دا ټولې هلې ځلې ددې لپاره کيږي چې مسلمانان په ځانګړې توګه افغان مسلمان ولس دقربانی له عظيمې شعيرې څخه راوګرځوي .

له بده مرغه زموږ ګران هيواد اشغال دی نو ځکه حکومتي چارواکي هغه خبرې کوي چې داشغالګرو او نړيوال کفر له لوري ورته تلقين کيږي .

دنيکمرغه لوی اختر له رارسيدو سره سم دغو افواهاتو ته هوا ورکول ډير شکونه راپاروي ، او داسې ښکاري چې نړيوال استعمار په سيمه کې دپوليو په څير د کانګو په نوم ديوه نوي ببو درامنځته کولو لپاره کار کوي .

په خپله دروغتيا وزارت څرګندونې ښيي چې تير کال دکانګو ناروغی يوازې ۶۶ پيښې ثبت شوي په داسې حال چې زموږ په ټولنه کې به دزيړي ، شکر ، ايډز او نورو مهلکو ناروغيو پيښې لکاوو ته رسيږي ،  خو په مقابل کې يې رسنی او حکومتي چارواکي هيڅ کمپائن نه کوي او نه نړيوالې روغتيايې ادارې ديو ډالر ورکولو ته زړه ښه کوي ، نه يې چاته ددغو مهلکو ناروغيو ددرملنې لپاره يو پاکټ مفتې ګولی ورکړې نه يې په ضد د واکسيناسيون کمپاين ترسره کړی ، خو دپوليو واکسين کولو ته دسيمې مسلمانان په زوره مجبوره کول کيږي او دانکار کوونکو په ضد امنيتي اقدامات ترسره کيږي !

دلته دهمدې نړيوالو خواخوږو! له لوري دفاسفورسي او کيمياوي وسلو داستعمال له کبله د ډيرو وژونکو ناروغيو ويروس خپور شو ، خو نه چا انديښنې څرګندې کړې او نه چا له متضررينو سره دمرستې لاس راوغځاوه .

دغه خبرداری دنړی دروغتيا سازمان او دافغانستان دعامې روغتيا وزارت له لوري ورکول شو ، په دومره لوړه کچه دخبرداري ورکولو او درسنيو له لوري ورته دپراخ کمپائن موخه به ښايې دا وي چې خلک ددې ناروغی په اړه په وهم کې واچول شي او په دې توګه به د وهم ښکار ډير خلک په دې بانه له قربانی پرته اختر لمانځلو ته تيار شي چې دقربانی کولو له امله مو ژوند له خطر سره مخ کيږي .

دخالي الذهن ساده مسلمانانو په ذهنونو باندې دميډيا له اغيز څخه انکار نشي کيدلی ، زما ښه ياديږي يو وخت چې رسنيو دخوګ دوالګي موضوع ګرمه کړې وه زموږ يو سپين ږيری کليوال حاجي بابا چې راديويې نشرات به يې ډير اوريدل ددغه وهم ښکار وګرځيد او نارې به يې وهلې چې زه دخوګ والګي وهلی يم ، خلکو او ډاکټرانو به ډير اطمينان ورکاوه چې هيڅ خبره نشته خو رسنيو دحاجي بابا په دماغو دومره کار کړی وو چې دهيچا خبرې منلو ته تيار نه وو.

دحيرانتيا وړ خبره خو دا ده چې شپانه او قصابان چې ۲۴ ساعته يې له څارويو سره سروکار وي او ماشومان يې له څارويو سره لوبې کوي يوه ته هم دکانګو وايرس انتقال نشول خو اوس چې دابراهيمي سنتو داحياء وخت راورسيد دا ډول افواهات ډنډوره کيږي .

مسلمانانو ته پکار ده چې دهغه چا په خبرو غلط نشي چې زموږ په عقلونو لوبې کوي دقربانی څاروي خپلو کورونو ته راولئ ، دقربانی دڅاروي په هر ويښته الله جل جلاله يوه يوه نيکئ درکوي ، دغرب دځيره خورو له شائعاتو ونه ډار شئ ، دمسلمانانو له ذهنونو څخه دوهم ددغې بلا دلرې کولو لپاره د قرباني دڅارويو په ملا لاس راکش کړئ ، په سيکولرانو او ملحدانو او غرب ځپلو باندې اور بل کړئ او دا ورته په اثبات ورسوئ چې موږ ستاسې دسيسو ته متوجه يو، موږ به هيڅکله ستاسې دافواهاتو ښکار ونه ګرځو، که امکان لري دقربانی څاروی په خپله ذبحه کړئ ، غوښه هم په خپله نوشي جان کړئ او هم يې خپلوخپلوانو او مسکينانو ته يې هديه کړئ په ځانګړې توګه کونډې يتيمان دشهيدانو او اسيرانو کورنی له ياده مه باسئ .


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. عبدالله

    دا خلک کله شرم او حيا لري ، آيا دوی دا د کابل کثيف ښار نه ګوري چې په ورځو او مياشتو کثافات پکې پراته وي خوسا شی او څوک يې نه وړي ، د ښار غير صحي اوبه نه ګوري چې تقريباً ۷۰٪ امراض د ککړې هوا او ککړو اوبو له لاسه دي ، دې ولی اشاره نه کوي ..
    قرباني صحت ، برکت او عافيت دی ، مرض پکې نشته ان شاء الله ، که وي هم الله تعالی به يې دفع کړي ځکه د صدقې خاصيت همدا دی چې فلاء او آفت دفع کوي .