کور پاڼه / خبرتیاوی او پیغامونه / په جرمني کې د لوی اختر د لمانځه خبرتیا
akhtar khost

په جرمني کې د لوی اختر د لمانځه خبرتیا

محمد امین بسمل

دجرمني په مونشن ښار کې دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت له نیکو هیلو، مبارکیو او سلامونو سره تاسو ته خبر درکوي، چې دمیرویس نیکه په جامع جومات کې دلوی اختر لمونځ د راتلونکې دوشنبې په ورځ، چې دسیپتمبر له ۱۲دولسمې نېټې سره سمون خوري دوه ځلې ادأ کیږي:
لمړی لمونځ دسهارپه اتو۸بجو او دېرشو دقیقو د محترم قاري صاحب اکرام الدین په امامت او دوهم لمونځ د سهار په نهو بجو او دېرشو دقیقو د محترم قاري صاحب هجرت په امامت.

یادونــــــــــــــــــــــــه:

له درنو خویندو او میندو څخه هیله کیږي، چې په دوهم لمانځه کې برخه واخلي ځکه، چې په لمړي لمانځه کې به شمېر زیات وي.

پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه:
Machtlfinger Strasse 10
81379 – München Ubahn 3

دمختلفنګ سیمه دمونشن ښارپه سوهیل کې پرته ده

دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ