کور پاڼه / ټولنیزه برخه / فقراء أو مساکين په خوشحاليو کي درسره شريک کړئ

فقراء أو مساکين په خوشحاليو کي درسره شريک کړئ

 عبدالرحمن محمود

د حضرت أبوبکرالصديق رض په دور خلافت کي فقراء أو مساکين د ډيرې ولږې له کبله و أبوبکرالصديق رض ته ورغلل او د خپل حال و أحوال شکايت ئي ورته وکړ، لکه څنګه چي د حضرت ابوبکرالصديق رض په دور کي فتوحات او غنائم او د دنيا له لحاظه وسعت او پراخې مسلمانانوته نوه ميسره شوي، نو ابوبکرالصديق رض و هغو ته د څه شي ورکولو پر ځاى د صبر او استقامت توصيه وکړه، او دا يې هم ورته وويل چي د ماښام د رارسيدلونه مخکي زه دا أميد لرم چي الله ج به ستاسو مشکل حل کړي.

ورځ لانوه ماښام شوي چي د حضرت عثمان رض د أوښو قافله د شام څخه و مدينې منوري ته راورسيده، زر أوښې وي چي ټوله د غوړو او زيتونو او وړو بار وي، کله چي قافله د حضرت عثمان رض د کور مخي ته ورسيده او د أوښو بارونه ئي کښته کړه، تجاران د سودا لپاره ورته حاضر سوه، حضرت عثمان رض ورته وويل چي څه غواړى؟ هغو ورته وويل چي ته پوهيږي چي موږ څه غواړو يعني د سودا لپاره راغلي يو.

حضرت عثمان رض و تجارانو ته وويل چي د يوه درهم په مقابل کي څومره ګټه راکوى؟ تجارانو ورته وويل چي دوه درهم يا درې درهم، حضرت عثمان رض ورته وويل چي تاسو کمه ګټه راکوى، هغو ورته وويل چي پر يوه درهم څلور درهم درکوو”يعني هغه قدر مال چي و تاته په يوه درهم حسابيږي موږ يې په څلور درهمه درڅخه رانيسو”

حضرت عثمان رض ورته وويل چي نه، تاسو لږ راکوى ستاسو نه بغير بل څوک تر دي زياته ګټه راکوي، تجارانو ورته وويل چي په ټوله مدينه منوره کي بل تجار نسته چي تر دغه قيمت دي په لوړ قيمت رانيسي، أولنې تجاران چي د سودا لپاره درته راغلو هغه موږ يو.

حضرت عثمان رض ورته وويل چي الله رب العزت د هر درهم په مقابل کي لس درهم راکوي”يعني د لسو درهمو أجر او ثواب راکوي ” ايا تاسو قدرت لرى چي تر دغه يې په زيات قيمت رانيسى، تجارانو ورته وويل چي دومره قدرت نلرو.

حضرت عثمان رض وويل چي الله جل جلاله شاهد ګرځوم چي د نن په قافلې کي چي څومره خوراکې توکې راوړه شوي دي ټوله د فقراٶ أو مساکينو لپاره وقف دي، بيا يې د مال په تقسيمولو شروع وکړه د مدينې منوري و هرفقير ته دومره مال ورسيد چي د ډير وخت لپاره يې اکتفاء په کيدل، تاريخ ليکلي چي د ماښام د داخليدلو نه مخکي د توزيع او تقسيم عمل پاى ته ورسيد او د حضرت ابوبکرالصديق رض اميد تطبيق شو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ