د هېواد د پیاوړي او تکړه شاعرعبدالباري جهاني په ویاړ پراخه مشاعره جوړه شوه

 

khost_mushairaدغه مشاعره چې تېره شپه په خوست کې جوړه شوي وه په کې د خوست د ګڼو تکړه شاعرانو تر څنګ د هېواد تکړه ، نومیالي او پیاوړي شاعراو ژورنالېست عبدالباري جهاني هم برخه اخیستي وه.

د مشاعرې په پیل کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ګډونوالوته په خبروکې جهاني ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ وویل چې دوی ډېرخوشاله دي

چې په خوست کې عبدالباري جهاني ویني او د خپل زړه خیالات او فکرونه له مونږسره شریکوي.

ده یوځل بیا له ټولوشاعرانواو لیکوالانوغوښتنه وکړه چې تل د په خپلوشعرونوکې د سولې او وطني مینې فکرځای کړي.

وروسته نوموتي شاعراو لیکوال عبدالباري جهاني د مشاعرې برخه والوته وینا وکړه او ویې ویل چې شاعران هغه څوک دي چې ک‍ولای شي په خپل قلم سره د یوه هېواد راتلوونکي ته تغیرورکړي او ده له ټولو شاعرانوغوښتنه وکړه چې باید د سولې لپاره کاروکړي.

جهاني پښتون قوم ته د سولې او یووالي په پیغام وړاندې کولوسره وویل چې له دې پرته بری او پرمختګ ناشونی دی.

له هغې وروسته پراخه مشاعره ترسره شوه چې په کې د عبدالباري جهاني ترڅنګ ګڼو نورو شاعرانوهم خپل شعرونه برخه والوته واورول چې د ګډونوالو له خوا له تود هرکلي سره مخ شول.

له مشاعرې وروسته د ځوانانوله خوا ملي اتڼونه هم ترسره شول چې په کې زیاتروخوستیوځوانانو عبدالباري جهاني ته د سولې او هرکلي څڼې وغورځولې.

اتڼ

د یادونې ده چې له دې دوه اونۍ وړاندې هم په خوست کې د سولې په نوم یوه بله مشاعره د خوست د اطلاعاتواو کلتوریاست په هڅواو د یوناما په ملاتړجوړه شوي وه.

رحیم ګل  نایل خوست



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.