
پيښور: شېرپاو ګوند له ایالتي ایتلافه ووت
د خیبرپښتونخوا مشر وزیر پرویز خټک د شېرپاو په مشري د قومي وطن ګوند دوه وزیران د اداري فساد له امله له خپلو دندو لرې کړي دي.
د تحریک انصاف مشر عمران خان پرویز خټک ته لارښوونه کړې چې د شېرپاو ګوند له حکومتي ايتلافه وباسي. د تحریک انصاف لخوا په يوه رسمي بیانيه کې ويل شوي چې دغو دوو وزیرانو ته مخکې هم څو وار ويل شوي و چې له اداري فساده لاس واخلي او هم يې په دې اړه شېرپا خبر کړی و خو د ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو په دې اړه هيڅ قدم نه و اخیستی.
په بیانيه کې د لرې کړای شويو وزیرانو نومونه نه دي راغلي خو د رسنيو له قوله په دغو وزیرانو کې بخت بیدا خان او سید ابرار حسین شامل دي. په بیانيه کې راغلي چې ولس تحریک انصاف ته د دې لپاره رایه ورکړې چې په نظام کې بدلون راوولي او هر رنګه اداري فساد له منځه یوسي.
د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د تحریک انصاف، جماعت اسلامي او قومي وطن ګوند په ګډه حکومت جوړ کړي چې اوس يې شېرپاو ګوند له خپل ایتلافه وویست.