کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / سبا اختر دی«لنډه کيسه»

سبا اختر دی«لنډه کيسه»

رفيع الله روشن

د روژې وروستى ماښام وو، کوچنى ماشوم له لويوهيلوسره د مورڅنګ ته ورغى دهغې له سره يې پړونى په نازکو ګوتوکش کړ،په وړه اونرمه ژبه يې ورته وويل مورې ! سباته، ماته زما نوې جامې اغوندې ؟

مور: هو زوى جانه بوټونه به هم درته په پښوکړم.

زوى: شانو خوهم نوي کالي لري هغه به يې هم اغوندي ؟

هوکنه هغه خوهم ستا خور ده، دواړه به پاکې جامې واغوندۍ او له ترونوسره به مو ماماګانو او نورو خپلوانوکره ولاړ شئ!

کوچنى موسکى شو، څوشيبي غلى ولاړه وچې بيا شيطان وسوکُنډه په مورباندې يې اوازوکړ،نورهلکان اونجونى خوله،خپلو پلرونوسره مېلوته ځي، زه اوشانوبه له چاسره ولاړشو؟

د ښځې رنګ پک والوته ،دکوچني خبروته سوچ کې شوه ، سترغلي يې لامده شول ، رڼواوښکويې له سترګولارې وکړي کېداى شي چې دماشوم له دي پوښتنې سره به خپل پخوانى ژوند ورپه زړه شوى وي، کوم چې له خاوند اودوه بچيوسره يې په خوښۍ اومحبت کې تېراوه ، دپړوني څنډه يې راپورته کړه په داسې حال کې يې سترګې وچې کړى چې دماشوم طرف ته يې شا وه، کوچنى هم دمورسکوت ته زړه تنګى شو، مخې ته يې راوګرځېده خودهغې سترګوته يې ونه کتل خبرې يې پيل کړې ، مورې پلارمې داځل هم کورته نه راځي ؟ تاخو ويل چې هغه به ډېر ژر راشي،اوبيا نور هېڅکله هم نه ځي،ايا هغه تراوسه له موږنه مروردى ؟ زه مې کاکا ته وايم چې په موبايل کې ورسره خبرې وکړي ، زه هم ورسره خبرې کوم؛ زه اوشانو به ورته زارۍ وکړو پخُلابه يې کړو ، بيابه راشي اوموږبه مېلې ته بوځي .

موريې چې دکوچني په هره خبره يې زړه سورى کېده، سلګيونيولې وه ښه په زوره يې وژړل ،کوچنى حيران شو چې مور يې ولې ژاړي ،هغې سر په پخپلوزنګنوکېښود اوترډيرځنډيې راپورته نکړ ،کوچني هڅه کوله چې دمورسررا پورته کړي ، هغه فکرکاوه چې موربه يې ورسره ټوکې اولوبې کوي،خودامعصوم ماشوم لاپه دې نه پوهېده چې مور يې لوبې نه بلکې ويرکوي،هغه ديوداسې چاپه هجران کې اوښکې تويوي چې کوچنى يې سباته د راتللو په تمه دى،دهغه په راتګ پورې يې خپله ډېره لويه هيله تړلې ده ،چې دخپلو نورو همزولو پشان به يې دپلار لاس نيولى وي او په ښکليو ،ښکليو ځايونوکې به چکرې ووهي.

هغې چې زړه تش کړسريې راپورته کړماشوم يې غيږې ته ورنږدي کړ،په مخ يې ښکل کړ،ورته يې وويل نه زوى جانه ، کاکا ته دې ونه وايې چې پلارجان ته يې په موبايل زنګ ووهي ښه ، زه خوله تاسوسره يمه که پلار دې رانغى نوموږبه ورشو زه به تاسوچکرته بوځم اوډېر سيلونه به درباندې وکړم.

کوچني يوځل ضد واخست، نه نه !موږله تاسره نه ځو، موږ مې له خپل پلارسره ځو،هغه بله ورځ هم موږبيولې وو،خودا نازولى او له وخت اوحالاتوناخبره ماشوم لاپه وخت څه پوهېږي ، چې ورځ څنګه تېرېږي او شپه څنګه راځي؟ ددوى دچکر پوره پنځلس مياشتې تېرې شوې وې، مخامخ دميزپرسردپلارپه ايښي عکس يې سترګې ولګيدلې ،ورغى راپورته يې کړاوخبرې يې ورسره پيل کړي،هغه ته يې خپل کورته دژر راتللوبلنه ورکړه، موريې بياهډکيوونيوله ددې په خاطر چې چيغه يې له خولې نه وځي په بالښت به يې خوله ولګوله، ګلالي کوچني هغه پېښه له ياده ويستې وه چې نهه مياشتې وړاندي يې پلاردشپې له مخې په دې تور چې له طالبانوسره اړيکې لري له کورنه وويستل شو خووروسته دڅوفيرونوله اوريدليدلويې يواځي دپلارجسدچې روح ترې له راغليوامريکايانوسره تللى و دکليوالولخواکورته داخل کړاى شو.

ماشوم عکس بيرته په ميزکښود ،راغى دمورڅنګ ته، ورته يې وويل ته وګوره چې سباته راځي اوکنه ،هغه ماته وويل چې ډېر ژر به راشي،ايا ته هم ورپسې خفه شوى يې ؟

زه خو ډيرورپسې خفه يم ، خو مور يې غوښتل داخبره دهلک له فکره وباسي،ورته يې وويل هغه څه کوې ،چې راغواړې يې،پرې يې ږده چې پيسې وګټي بيابه تاته پرې موټر واخلي،کوچنى خوشحاله شو او منډيې کړه په خواږه خوب ويدې خورشانو يې له خوښۍ نه خپړې ولګولې، راپورته يې کړه ،شانوګۍ!اى شانوګۍ! پاڅيږ سباته اختردى زه اوته به نوې جامې اوبوټان واغوندوچکراوسيلونوته به ولاړشو،لالا هم راروان دى اوس به راورسېږې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ