کور پاڼه / ټولنیزه برخه / علمي خوځښت مو د باطل په وړاندې هر اړخيزه مبارزه پياوړې کوي

علمي خوځښت مو د باطل په وړاندې هر اړخيزه مبارزه پياوړې کوي

راشد رشيد ننګيال

دعلم معنی په پښتو ژبه کی پوهه ده خودا خبره تل ياد ساتل پکار دی چي په قرآن کريم او احاديثو کي له پوهې (علم) څخه مراد غالبا په اسلامي قانون باندې دخپل ‌‌ژوندد برابرولو زدکړې ته علم ته ويل کيږي.

له دی سره سره اسلام هم خپلو پيروانو ته د هر ډول پوهې په حصول امر کړی.

اسلام په هغه زمانه کی علمي انقلاب جوړ کړ چې دجهالت اوناپوهۍ موجونو او چپو انسانيت ډوب کړي وو او ګواښه يې
اسلام خپل پيروان دعلم په حصول مکلف کړی، اسلام ساتنه يواځی په علم شونې ده.
تاريخ څرګندوي چې اسلام او مسلمانان په علمی ډګر کی ګټونکی اتلان لري، ځکه يونانيانوپوره(۲۰۰) کاله په علومو او فنونو کي لومړيتوب خپل کړی وو، وروسته بيا دروميانو عروج تر(۴۰۰) کاله پورې وو، خومسلمانانو بيا پوره( ۷۰۰)کاله دعلم په سلطنت حکمراني کړي.

اسلام دعلم ښوونکی او زده کونکی ستايلی

داسلام ضد متعصبو مبلغينو دا افواه چی اسلام دپرمختګ او عصری علومو دزدکړې سره مخالفت ښيي، په بشپړډول له حقيقت څخه لرې ده، بلکه همدا دوئ دي چي اسلامي نړئ او مسلمانان يې دپرمختګونه څخه محروم کړل.
مونږ شاهد يو اوس هم دغربي نړئ له طرفه پر مسلمانانو دپرمختګ او نوښت په لاره کې ډول ډول بنديزونه لګول کيږي او ستر ستر خنډونه ورته ايجادوي، همدوئ داسلامي نړئ دپوهانو په لمنځه وړلو بوخت دي.

داسلامي علومو سربيره د ساينس،ټيکنالوژی،جغرافيه او دې ته ورته دنورو علومو مسلمانانو په خپل دور کې د دمشق،بغداد،کوفه،بصره،قرطبه،قاهره،سمر قند،بخارا او بلخ په څير ښارونوکې ستر ستر علمی مراکز درلودل.

الله جل جلا له هم پوهان ستايلي او د خپلی پيژندنې لپاره يی يواځينئ لار پوهه ګټوره بللي يعنی الله تعالی لره پوهان تر ټولو ښه پيژندونکی دي او خپلو ټولو بنده ګانو ته يی يواځی پوهان دهغوئ دپوهی لپاره راليږلي.

ديته ورته رسول الله صلی الله عليه وسلم هم دعلم په حصول ټينګار کړي اوخپل ځان يی معلم (دين ښوونکی)نومولی.

هوکی علم ژوندون دې ، علم رڼا ده

پوهانو دانسان اوځناور دمعنوي توپير لپاره يواځې علم معيار بللی ده په انسانانو کي عالمان د لوړو مرتبو څښتنان دی نه جاهلان ،
دايو منل شوی حقيقت ده چی ناپوهان تل له ناکامۍ سره ‌ډغرې وهي، خو که د پوهی په لور لږ خوځښت هم وکړی ‌‌‌ډير څه به لاسته راوړي.
ځکه دمحرم او مجرم د تورو توپير په ‌ډير کم علم سره ترسره کيداي شي، د باطل پلوه حق نه منونکو سره مبازه په هره زمانه کی پوهانو ښه پر مخ وړي.

او حق ته يی ښې لاسته راوړنی لرلي، ترټولو ښه لا داچی تر خپل هدفه رسيدلي، او دخپلی مبارزی ثمره يی په خپل ژوند کی لاسته راوړي، بر عکس د ناپوهانو خو لومړي مبارزه نيمګړې وي، خپل هدف ورڅخه ورک شوي وي، د شيطانانو دفريب په نتيجه کی يی کله کله همدا مبارزه د حق پر ضد تمامه شي.

مونږ يی شاهدان يو دنړئ په سطحه مسلمانان اوس دهمدغی کم ګټې مبارزې پاتی ناخوالې ګالي مونږ دسر په سترګو وينو چی اوس مهال دباطل پلوو پر ضد نړيوال اسلامي پاڅون دهمدغسی ناپوهانو،خود غرضو،قدرت طلبو،زور واکانو،اودڅوکئ شوقيانو له لاسه ټکنی، سست،او يا پر ځينو مواردو کی له نه شتون سره برابر ده.

دغه ناپوهان نه يواځی چی خپل هدف ته په رسيدو کي دخپلو کړنو له لاسه پاتې راغلي، سربيره هغو مسلمانانو ته د هدف په لاره کی يو ستر خنډ جوړ شوي چی هغوئ خپله مبارزه يو څه ښه پر مخ وړې او لا ددوامداره مبارزې سره يو ځای دخپل هدف سيورې ويني.

دکفر زمانه د ناپوهئ پر زمانه نومول شوي

کاڼو اولرګيو ته سرکښته کول او عبادت ته يي جاهليت (ناپوهي) ويل شوي، دژونديو انسانانو خښول په جاهليت کې ترسره کيدل.
دتاريخ په پاڼو کی دمسلمانانو ثبت شوی اتلان هغه څوک دی چی يواځی پوهې تر دی اتلولئ رسولي، پوهنه يو داسې څه ده چی لرونکي يی دزيادت او نه لرونکی يی د ډير کم حصول ارمان لري دا ناپوهۍ وروستی اوج همدا ده چی پوهانو ته سپکاوی وشی اوپوهې ته په بد نظر وګورو.

لنډه داچی دعلم څخه پرته داسلامی نړۍ قيادت دمسلمانانو دملکونو نظامت عدل اوانصاف برابرول دمسلمه امت تيربرم اوعظمت ګټل ناشونې ده.

له همدی امله مونږ اوس دبرحقه مبارزو سره څنګ په څنګ کی بايد علمی ميدان هم تود وساتو او په خپلو اتلوليو دتاريخ پاڼي رنګينې کړو.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ