نظــر

معصوم ذهنونه، میډیا او د افکارو جنګ

غواړم دا ځل په یوی داسی موضوع څه ولیکم چی هغه له پامه غورځیدلی ده خو که ورته ځیر شو ډیر څه پکښی نغښتی دی.

 آی جی آی یو په زړه پوری ویډیو ګیم دی. دا ګیم د ناروی انرلوپ سټوډیو لخوا په ۲۰۰۰ کال کی جوړ شوی. د لومړنی آی جی آی ګیم نه وروسته، آی جی آی ټو، تهری او فور جوړ شول. د لومړنی قست قیصه د انګریزانو او روسانو ترمینځ تنازعات ښی. په آی جی آی تهری کی د زروی وسلو د پراختیا تور په چین، روس، ایران او پاکستان لګول کیږی. همدا وجه وه چی د چین دولت په ۲۰۰۳ کال کی په آی جی آی تهری باندی په خپل هیواد کی بندیز ولګاو.

د چین په وینا په دی ګیم کی د اتومی وسلو د خپرولو په برخه کی د چین د دولت پالیسی په منفی ډول ښودل شوی. آی جی آی فور یا دی مارک ګیم تقریبأ د عراق او افغانستان جنګ په ګوته کوی. په دی کی مقابل لوری مجاهدین دی. په ګیم کی بعضی مجاهدین چی په موټرسیکلونو سپاره وی مخامخ راځی او انتحار کوی او ګیم کوونکی ته پکار دی چی باید د ځان الوزولو نه مخکی هغه ووژنی. په دی ګیم کی به مو جوماتونه یا ګنبدی کورونه هم په سترګو شی.

د ګیم په جریان کی حتی کیدی شی چی مخی ته مو یو استشهادی را روان وی او هغه تا له مینځه یوسی او په مقابل کی ستا له خولی ددی کس په مقابل کی نازیبا الفاظ وویل شی. او دا طبعی خبره ده.

په ویډیو ګیم کی د یو داسی کس وژل چی هغه د یو مجاهد په توګه ښودل کیږی په شرعی لحاظ به څه حکم او ګناه لری دا مفتیانو ته پریږدو، خو دا وایم چی غرب په دی ذریعه د اسلامی امت معصوم ذهنونه بی لاری کول غواړی. 

بل لور ته هندی سینما بالی ووډ او هالیوډ اوس په پراخه کچه داسی کارټونونه جوړوی چی د هغه په ذریعه دوی نه یوازی خپل دین او کلتور خپرول غواړی بلکه زموږ له ماشومانو څخه د دوی معصومیت هم اخلی او د دوی په تنکیو ذهنونو کی د خپل دین او کلتور په اړه تشویشونه راپیدا کوی. په فیس بوک او نورو ټولنیزو شبکو کی چی کله د نوی تنکی ځوان نسل تبصری ګورم، نو په ډیر افسوس سره وایم چی غرب د میډیا له لاری زموږ اسلامی ټولنو ته د خپلو افکارو په رسولو کی د پام وړ کار کړی خو اسلامی امت او دولتونو په دی برخه کی پوره ناغیړی کړی ده.

نن د میډیا او ټکنالوجی دور دی. انټرنیټ او تلویزون زموږ د ټولنی اکثره کورنیو او افرادو ته لار موندلی. اوس موږ د میډیا د اثر نه لیری نشو پاتی کیدی او نه هم ځان ځینی ګوښه کولی شو. خو یو کار چی هغه موږ کولای شو هغه دا دی چی له دی قوت څخه سالمه او تعمیری استفاده وکړو. زه دا نه وایم چی په ماشومانو د ګیمونه او یا ګارټونونه لیدل بلکل بند کړی شی بلکه زما مطلب دا دی چی باید دوی هغو کارټونونو، ګیمونو یا اسلامی فلمونو ته لاس رسی ولری چی هغه په دوی کی د اسلام او وطن مینه را ژوندی کړی او د دوی په اخلاقو او تربیی کی ورسره مرسته وکړی. په ډیر تأسف سره چی موږ خو په میډیا نیوکه کوو چی زموږ ځوان نسل یی بی لاری کړ خو بل لور ته موږ خپلو ځوانانو لپاره بدیل په لاس کی نلرو. موږ باید د عمر مختار د فلم په څیر په اسلامی تاریخی فلمونو، تعلیمی او روزنیزو پروګرامونو، ماشومانو ته د تربیوی او تفریحی فلمونو او کارټونونو او ګیمونو په جوړولی کی کار کړی وای. تر څو زموږ ماشومانو، ځوانانو او مشرانو ورځینی د یو بدیل په توګه استفاده کړی وای. کیدی شی دا کار یو فرد لپاره مشکل وی خو د اسلامی دولتونو او ټولنو لپاره ډیر اسان دی.

د سندرو د بدیل په توګه اسلامی ترانو ډیره ښه نتیجه ورکړی.

اوسنی دور ته غرب د ګلوبلایزیشن نوم ورکړی. د ګلوبلایزیشن فلسفه هم دا ده چی غربی کلتور او نظریات په نړی کی عام کړی شی. د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن د نظریی د خپرولو یو اسانه او بهترینه ذریعه میډیا او انټرنیت دی. د میډیا له قوت څخه دوی ښه خبر دی او هم یی له دی قوت څخه د خپلو ګټو په خاطر پوره استفاده کړی. بل لور ته دوی پوره پوره کوشیش کړی چی ددی قوت اهمیت د مسلمانانو په نظر کی کم وښیی او یا د بعضی دینی علماوو په ذریعه میډیا ته لاس رسی او استعمال ګناه او یا هم د شرعی اصولو څخه په سرغړونی یی تعبیر کړی. همدا وجه ده چی نن مسلمانان په ټوله نړی کی یو هم سیاسی خبری چینل نلری او نه یی هم کار کولو ته پریږدی. هو داسی تلویزونی چینلی شته چی هغه یوازی دینی خپرونی کوی او هغه دوی ته کوم خاص خطر هم نه دی.

د نړی قوی حکومتونه او ولسونو تل خپلو مذهبی او ملی ګټو ته ډیر ارزښت ورکوی او په دی هکله ډیر حساس دی. د خپلو دینی او ملی ګټو په مقابل کی یو معمولی اقدام هم که د هغه اثرات لس یا شل کاله ورسته هم د څرګندیدو امکان وی مخه یی نیسی. خو افسوس چی زموږ په ټولنه کی ډیر داسی کارونه تر سره کیږی چی د هغه اثرات فورأ ظاهریږی خو بیا هم موږ ورته توجه نه کوو او خاموشی پری اختیاروو.

موږ ته پکار دی چی میډیا ته د شا کولو په ځای له دی قوت څخه د غرب د کلتوری یرغل د مخنیوی لپاره پوره استفاده وکړو. همدا شان دا قوت د خپل راتلونکی نسل د سالمی روزنی لپاره په تعمیری او اصلاحی بڼه استعمال کړو. 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x