کور پاڼه / مرکې / د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټه د افغانانو د سوکاله ژوند لپاره هلې ځلې کوي «مرکه»
الحاج سردار شيرزاد

د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټه د افغانانو د سوکاله ژوند لپاره هلې ځلې کوي «مرکه»

له تېرو څو مياشتو راهيسې پاکستان مېشتي افغان کډوال د امنيتي ځواکونو له لوري له ګڼو ستونزو او ځورونو سره مخ دي. افغان او پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې، چې پاکستان افغان کډوال دې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي. د افغان کډوالو يو شمېر مخورو او سپين ږيرو له خپلمنځي سلامشورو وروسته پرېکړه وکړه، چې د هېواد اوسنی حالت دومره ډاډمن نه دی، چې لکونو افغانان دې بېرته هېواد ته ستانه شي او هلته دې په عزت او سکون کې ژوند وکړي.

دغو افغان مشرانو د کډوالو د ستونرو د حل لپاره يوه کمېټه جوړه کړې، چې پاکستاني سياسي مشرانو او چارواکو سره د خپلو ليدونو او کتونو پر ترڅ کې د افغان کډوالو د ستونزو او پولیسو له لوري د ناوړه چلند په اړه ورسره شکايتونه او اندېښنې شريکوي.

نن ټکی اسيا د خپلو لوستونکو لپاره د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې له منشي او شريک وياند الحاج سردار شېرزاد سره خواله کړي، چې خپلو لوستونکو سره يې شريکوو.

له الحاج شېرزاد څخه پوښتنه وشوه، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل د کمېټې د فعاليتو موخه څه ده؟

نوموړي وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په پاکستان، په ځانګړې توګه خيبر پښتونخوا کې د پوليسو له لوري افغانان ځورېدل کېدل او هېڅ با احساسه افغان لپاره دا ستونزې او ځورونې د زغملو نه وې، همدا رنګه د پاکستان له ګڼو کمپونو دوی ته شکايتونه راتلل، چې چارواکي او امنيتي ځواکونه کډوال ځوروي، نو د افغان کډوالو مشرانو او مخورو پرېکړه وکړه، چې اوسنيو حالاتو ته پټې سترګې کېناستل د خلاصون لاره نه ده؛ ځکه چې له يو لوري يې دلته پوليس ځوروي او بل لور ته په هېواد کې هم امنيتي او اقتصادي حالات د دې وړ نه دي، چې افغانان دې په ارامه هلته ژوند وکړي، د افغانانو د ژوند د هوساينې لپاره مو د پاکستان له ګڼو سياسي مشرانو او چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو او ځورونو په اړه خبرې کړي او موږ تر ډېره ډاډه يو، چې د افغانانو ستونزې به حل شي او تاسې ګورئ، چې د يادې کمېټې له فعاليتونو وروسته د پوليسو او پاکستاني چارواکو په رويه او چلند کې بدلون راغلی دی.

الحاج شېرزاد د يادې کمېټې له فعاليتونو او هڅو ډاډمن دی او وايي، چې د خيبرپښتونخوا د واکمن ګوند له مشر عمران خان او د خيبرپښتونخوا له اعلی وزير پروېز خټک سره د ليدو پر مهال دواړو مشرانو سمدستي امر وکړ، چې پوليس او چارواکي دې له افغانانو سره خپل چلند سم کړي او دوی ته يې ډاډ ورکړی، چې کومې ستونزې له ايالتي حکومت سره تړلي وي، دوی به يې ورته حل کوي.

«د خيبر پښتونخوا اعلی وزير سره زموږ د ليدو په پايله کې ايالتي حکومت موږ سره په دې سلا شو، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ګډه کاري کمېټه جوړه کړو، په دې کاري کمېټه کې د خيبرپښتونخوا ايالتي مشران، د پوليسو عمومي قوماندان جنرال ناصر دراني، د ښوونې او روزنې وزارت چارواکي، د روغتيا وزارت چارواکي او درې تنه د افغان کډوالو مشران شامل دي.»

پاتې شوه، د تورخم دروازې، د کارتونو د مودې د تمديد او د غير رجسټرډ افغانانو د ثبت مسئله د مرکزي حکومت مسووليت او په دې اړه له مرکزي حکومت سره خبرې روانې دي او هيله يې څرګنده کړې، چې دغه ستونزې به په لنډه موده کې حل شي.
د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې وياند وايي، چې افغانان له تېرو نږدې څلور لسيزو راهيسې په پاکستان کې مېشت دي، ۹۹ سلنه افغانان خپل کاروبار او سوداګري کوي، پاکستان ته يې د زيان پر ځای ګټې رسيږي، همدا رنګه د دغو کډوالو د ډېريو کورنيو غړي په اروپا، امريکا، عربي نړۍاو نورو هېوادونو کې پراته دي او د خپل لاس ګټلې پيسې پاکستان ته رالېږي، د دغو پيسو څه ناڅه ګټه پاکستان ته هم رسيږي.

د امنيتي ستونزو د پېښېدو په اړه الحاج شېرزاد وويل، چې افغانان له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په پاکستان کې پر امنه ژوند کوي، پاکستانی ولس سره يې د وروڼو په څېر ژوند کړی او د همدې غوره اخلاقو له امله زرګونو افغان کډوالو او پاکستانيانو خپلو کې سره خېښۍ او دوستۍ کړي دي او د دغو اړيکو پرې کول هم اسانه کار نه دی.

الحاج شېرزاد اعتراف کوي، چې لا هم ستونزې شته، افغان چارواکي لا هم هڅه کوي، چې زموږ د هڅو مخالفت وکړي، خو دوی ډاډمن دي، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټه په خپلو فعاليتونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري. افغانانو د خپل هېواد د دفاع تر څنګ پر پاکستان او ټوله سيمه احسان کړی، چې دغه ولسونو يې د سره ښارمار له خولې وژغورل او افغانان هم هيله‌من دي، چې د پاکستان مسلمان ولس به دوی سره د وروڼو په څېر چلند کوي او د دوی پر ضد به هېڅکله داسې کړنې نه ترسره کوي، چې د دواړو وروڼو ولسونو ترمنځ د بې باورۍ او ستونزو لامل شي او افغانان به هم هېڅکله د خپلو مسلمانو وروڼو لپاره هېڅ ډول ستونزې راپيدا نه کړي.

«موږ هېڅکله د دې مخالف نه يو، چې افغانان دې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، خو زموږ غوښتنه دا ده، که کوم افغان کډوال په خپله خوښه ستنېږي هغوی سره دې د پاکستان حکومت، کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره او افغان حکومت مناسب اقدامات وکړي او دوی ته بايد د ژوند هر ډول اسانتياوې برابرې شي.»

د الحاج شېرزاد په وينا کوم افغانان، چې هېواد کې خپل ژوند او کاروبار خوندي نه بولي او پوهېږي، چې هلته امنيت شته، وژنې، جګړې، بمبارۍ او اقتصادي ستونزې يې د ارام ژوند پر وړاندې خنډ دی، دوی هڅه کوي، چې پاکستاني چارواکو سره په دې اړه له سلامشورو وروسته دې پايلې ته ورسيږي، چې هېواد کې د نورمال امنيتي او اقتصادي حالاتو تر راتلو دې دغه افغانان په عزت دلته ژوند وکړي.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف اعلان وکړ، چې افغانان کولای شي، د ۲۰۱۷ تر مارچ پورې دلته ژوند وکړي، الحاج شېرزاد وايي، چې دا خبر دوی کتلی او له دې وروسته يې د پاکستان ګڼو سياسي مشرانو سره خبرې کړي او هغوی ډاډ ورکړی، چې دوی د دې پرېکړې مخالفت کوي او خپله رايه به په ګډه لومړي وزير او حکومتي چارواکو ته واوروي او دوی هيله‌من دي، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده به تر مناسب وخته وغځول شي.

د کډوالو د ستونزو د حل کمېټې وياند وايي، چې کوم افغانان هېواد ته ستانه شوي، هلته له ګڼو امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دلته په پاکستان کې يې يې ارام ژوند وه، هر يو له خپل توان سره سم يو دوکان يا بل کاروبار روان کړی و او هلته چې لاړل له يو شمېر کډوالو پرته نور افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، حکومت ورسره شوې ژمنې نه دي عملي کړي او دغه خلک د خپل ځان د سرپناه لپاره څه نه لري، نورې اسانتياوې خو لا لرې خبره ده.

الحاج شېرزاد وايي، چې د افغانانو د ستونزو تر ټولو ستر عامل د تورخم دروازې بندېدل دي او دوی په دې اړه هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې پيل کړي، چې يا دې په افغان کارډ د تورخم له لارې د تلو راتلو اجازه ورکړل شي، يا تذکره او يا هم بل داسې سند، چې د پاکستان حکومت ته د منلو وړ وي.

نوموړي زياته کړه، که د تورخم ستونزه حل شي، نو دی هيله‌من دی، چې د افغان کډوالو ستونزې به حل شي او که دغه ستونزه حل شي، نو افغان کډوال به په اسانه زړه ښه نه کړي، چې د هېواد په اوسنيو ستونزمنو حالاتو کې هېواد ته ستانه شي.

تاسې پوهېږئ، چې افغانان په مړي ژوندي کې ډېر فعال او غښتلي دي او د تورخم دروازې تړل کېدل د دوی د مړي ژوندي پر وړاندې ستر خنډ دی او ډېری افغانان له دې امله هېواد ته کډه وړي، چې مړی ژوندی ترې پاتې کېږي.

«تاسې خبر ياست، چې جلال اباد ته په رسېدو له پاکستانه ستنو شوو کډوالو په يوه دښته کې په تش ډاګ واړول، امنيتي ځواکونه راغلل پر دوی يې ډزې وکړې، دوه تنه يې ووژل درې څلور يې ترې ټپيان کړل او يو شمېر نور يې ژوندي ونيول. موږ د افغانستان له نورو ولايتونو هم داسې راپورونه لرو، چې امنيتي ځواکونه او جاسوسي ادارې له پاکستانه ورستانه شوي کډوال په يو او بل نوم ځوروي.»

د افغان کډوالو د ستونزو د حل د کمېټې وياند د افغانستان د مهاجرينو پر وزير عالمي بلخي هم نيوکې وکړې، چې ايران کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه يې ايران سره هوکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ تر پايه به هلته اوسيږي، په داسې حال کې، چې دغه ايران مېشتي افغان کډوال ډېری د باميانو او نورو هغو سيمو دي، چې جګړه په کې نه شته او بالمقابل پاکستان سره يې د افغان کډوالو په اړه داسې تړون کړی، چې د روان کال تر پايه به پاکستان کې مېشته درې ميليونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.

د الحاج شېرزاد په وينا د مهاجرينو د وزارت دغه پرېکړه پر ضد او عناد ولاړه ده او دوی غواړي، چې پاکستان مېشتي کډوال، چې ډېری يې پښتانه دي، پاکستان او افغانستان دواړو کې وځورول شي.

الحاج شېرزاد زياته کړه، چې د مهاجرينو وزير شيعه دی او ايران مېشتي افغانان هم ډېری شيعه ګان دي او کوم افغانان چې په ايران کې ژوند کوي، ډېری يې په نشو روږدي دي راتلونکي کې د افغان ټولنې لپاره سرخوږی دی، په داسې حال کې، چې پاکستان مېشتي افغان کډوالو دلته لوړې زده کړې وکړې، تر ماستري او دوکتورا يې دلته درسونه ولوستل، په ديني برخه کې هر کال سلګونه عالمان له مدرسو فارغيږي او په افغانستان کې خدمت کوي.

«په لنډو ټکو ويلی شو، چې د مهاجرينو وزارت پرېکړه د ځمکني حقايقو پر ځای پښتنو سره په کرکې او نفرت ولاړه ده او افغان کډوالو ته د منلو وړ نه ده.»

د افغان کډوالو ستونزې يعنې څه؟

الحاج شېرزاد وايي، چې دلته دوه ډوله ستونزې دي، يو د هغو افغانانو، چې په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي، دوی ته بايد د ژوند هر ډول اسانتياوې برابرې شي، حکومت ورسره د مالي مرستو تر څنګ د روغتيا او ښوونې په برخه کې مرسته وکړي، ډېری کډوال خپل کورونه او سرپناه نه لري، دوی ته بايد ځمکې او د ابادۍ لپاره اړين وسايل ورکړي.

بل ډول ستونزې د هغو افغانانو دي، چې په خپله خوښه هېواد ته نه ستنيږي او غواړي، چې تر مناسب وخته دلته پاتې شي. د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې د خپلو فعاليتونو له مخې پاکستاني چارواکو سره د دوی ستونزې شريکې کړي او په لنډه توګه ويلی شو، چې د پاکستان مېشتو افغانانو ستونزه با امنه او په عزت کې ژوند، د روغتيا او ښوونې په برخه کې هر ډول اسانتيا ته لاس لري، د کارټونو موده غځول او د تورخم دروازه د قانوني اسنادو لرونکو پر مخ پرانيستل زموږ غوښتنې دي او دوی هيله‌من دي، چې دغه ستونزې به حل شي او افغانان به په عزت او خوښۍ دلته ژوند وکړي.


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ