fbpx

اختر ته محمد هاشم ذاکر نظم

محمد هاشم ذاکر

د دې پورې غره لمن کې
د ترنک د سیند له غاړې
زمونږ د وران کلی اختر ده
په ویجاړو کنډوالو کې
د سپیرو خړو کورونو
څه نري لوګي جګیږي
د سبا نغري تاوده شول
د کوچني اختر سهار دی
اسوېلي آوریدل کیږي
خدایه! دا به د چا کور وي
د یتیم تنکی خبرې
په سلګیو بدرګه شوې
خپلې ګونډې مور ته ژاړي
چې دا ولې نه جامې لرمه مورې
نه نکریزې په لاسونو
نه دې سترګې زما تورې
د مورکۍ یې هم له غریوه زړګۍ ډک شي
د زاړه پـړنې پېسکه
د یتیم په مخ کړي تیره
بیا کړي خپلې اوښکې پاکې
ته به هم وایې اختره
چې پر څنګه کلی راغلم
چې خفه نشې جانانه
دلته ډیري ځوانی لاندې شوې تر خاورو
دلته ډیر ګلونه وخواړو سیلیو
دلته ډیرې هیلې باتې شوې نیمګړې
دلته ډیر بچي بي پلاره شو اختره
دلته بوټې زمونږ له وینو خړوبیږي
دلته غوښې په اورونو کې پخې شوې
دلته ډیرې ځوانیمرګې ارواګانې
زمونږ د ستړي ارمان سیورې ته ودیږي

خوار شول، خوار شول اوربلونه له سینګاره
له بارودو، له لوګیو، له غباره
دلته ډیرې درنې غاړې شوې بې هاره

د خوښۍ نغمې خاموشې دي اختره
شوې د خیال او د جمال سندرې ګونګې
ګوره دلته د سرونو انقلاب دی
په دې کلی کې نه لمر شته، نه سهار شته
په دې چم ده د تورتم لمن هواره
نه په شونډو مسکا ښکاري، نه بهار شته

هغه بره غونډۍ وینې؟
چې پرې جوړه هدیره ده
د شهیدو زلمو کور دی
په څو ماتو شناختو پورې
څو شلیدلي دسمالونه

ته به هم وایې اختره
چې په څنګه کلي راغلم

دا ولس د زړه په وینو لمبیدلی
دردیدلی، غم ځپلی
په دي کلي دي بمونه اوریدلي
په هر غولې سره اورونه اوریدلي
د دې خړ کلی په منځ کې
د جومات منار شهید دی
غلئ، غلئ آذان کیږي
د جومات پر ټنډه هم بم ده پرېوتی
خو!
د جومات په یوه کونج کې
یوه تته رڼا ښکاري
یو امام، څو کلیوال سره راټول دي
د اختر خوشالی لمانځي
د همدې غمجن ټبر به څه اختر وي
ماشومان د جنګ له ویرې، چیرته نه سره ټولیږي
هیڅوک نه تر سترګو کیږي

ګوره اوس هم پاس تاویږي الوتکې
د بامو پر سر غمبر وهي چورلکې
خدایه نیت به یې د کوم کلي د بمبار وي
چې د چا د اجل غیشې به پرې بار وي

ته به هم وایې اختره
چې پر څنګه کلی راغلم؟
نه د چا لاسونه سره دي په نکریزو
نه جشنونه، نه میلې د اخترونو
نه تولي چیرته ښکاریږي د ځوانانو
نه حجرې شته، نه تاوده دي مجلسونه
نه چینار شته، نه په زلفو کې ګلونه

څه د تورې بلا ساه پکښې ختلی
څه د غم تورتم پرېوتی په دیار دی
څه ویرجنه سیلۍ ګرځي په دې غولې
دا کوم دیو د ښاپیرو په حرم پروت دی
کوم ښامار مو د آرزو په زمزم پروت دی

چې خفه نشې اختره
ته دعاء کوه جانانه ـ چې دا تورې شپې سهار شي
وحشتونه کډې بار کړي
ماښامونه کډې بار کړي
د هیواد په سپینه غیږ کې
آزادۍ لکه سپوږمۍ شي
په شمله به دې اختره
(ذاکر) وټومبي ګلونه

په شمله به دې اختره ـ ذاکر وټومبي ګلونه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Noorshah noorani
میلمه
Noorshah noorani

اختريزه ډالۍ نورشاه نوراني خوست هغې سره په لاس کې يو شين غوندې ټوکر و.په ګړنديو ګامونو روان و.، ناڅاپه په لاره کې ورباندې دګاونډي زوى پېښ شو، له روغبړ وروسته يې ترې وپوښتل ګرانه! څنګه داسې ساه نيولى او چابک روان يې خير خوبه وي ؟ تورجان ورته وويل :هو خيرت دی ، هغې پورې خړې دښتې ته ځم هلته څه کارلرم. ايمل ورته وويل: عجيب سړی يې دا دې ا ختر شپې او ورځې وګوره زمونږ اوستا په څير ماشومان دځان او نورو ملګرو اود کورنۍ دغړو لپاره بيلا بېلې تخفې او توکي اخلې تا يوازې شين ټوکر په… نور لوستل »