کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د ننګرهار امنیه قومندان زړور زاهد وژل شوی

د ننګرهار امنیه قومندان زړور زاهد وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار امنیه قومندان زړور زاهد د ماین په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نوموړی باندي نن مازیګر مهال د حصارک په ولسوالۍ کې هغه مهال چاودنه شوې کله چې په خپل رینجر موټر کې یوې پوستې ته په لاره وو.

د حصارک ولسوال حاجي ملکو یاده پيښه تایید کړې او ویلي چې په چاودنه کې د نوموړي درې تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي دي.

نوموړي ویلی چې زړور زاهد درې ورځي وړاندي د حصارک ولسوالۍ ته د وسلوالو مخالفینو پر ضد د جګړې په موخه راغلی وو.

زړور زاهد ددې تر مخه په زابل، غزني او پکتیکا کې امنیه قومندان پاته شوی وو، د طالبانو په بریدونو کې دوه ځله ټپي شوی هم وو او دوه وروڼه یې د طالبانو سره په جګړه کې دده تر مخه وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه رالیږلي پیغام کې د یادي چاودني مسؤولیت اخیستی او ویلي چې نن ناوخته زړور زاهد په یوه چاودنه کې له ګڼو نورو پولیسو سره یو ځای وژل شوی دی.

نوموړي ویلي چې په دغه چاودنه او نورو بریدونو کې اربکی قومندان منیر همت، ۳ نور لوړ پوړي کسان او ۱۵ پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ